208 ـ اشن پوتل

source of image: http://bit.ly/2rePdIz

 

  د یوه تجار سړي مېرمن ناروغې شوه . کله چې دا په ځان و پوهېده، چې ډېره درنه ناروغي ده، نو خپله لور ئي ځان ته را و بلل او ورته ئي وویل : لوري! زما اخېره ده ته باید په خپل ژوند کي پرهېزګاره، پاکه او ښه پېغله اوسې! خدای ستا سره دی او زه د لوړه څخه تا ګورم او ستا پر خوا او شا یم . دا خبري ئي وکړې اوسترګي ئي پوټي کړې او له دې نړۍ نه و بقا ته ولاړه . د دې لور به تل د خپل مور قبر ته تله او هلته به ئي دعا خپلي مور ته کوله او پر قبر ئي ژړله . څرنګه چې مور وصیت ورته کړی وو، هغسي پاکه، پرهېزګاره اوښه پاته وه . په دې مهال کي ئي پلار يوه بله ښځه چې کونډه وه او د خپل پخواني مېړه څخه ئي دوې لوڼي لرلې، وې کړه . دغه دوې لوڼي ئي هم له ځانه سره خپل د اوسني مېړه کور ته را وستلې . د دې ښځي لوڼې سپیني او پی مخي وي، خو په زړه کرغېړني وې . دې ښځي د خپل بونزۍ هال ډېر ورخراب کی . د دې لوڼو بدي او ردي ورته کولې . دا به ئي ویل : دا لېونۍ بېعقله هم زموږ په کور ده، څوک چې زموږ سره په کور کي ډوډۍ خوري باید کار وکي او وې ګټي دا د پخلنځۍ انجلۍ وباسئ! د دې انجلۍ سم کالي ئې ځني و ایستل یو خراب د خړ ټوکر څخه کالي ئې ورکړه او سمي څپلۍ ئي ځني واخستلې او د لرګي څپلۍ ئې ورکړې . او ریخشند به ئي په واهه . په پخلنځۍ ئي ننه ایسته او ورته ئي وویل : دې بلا ته وګورئ؟ دې له سهاره څخه بیا تر ماښامه پوري باید ستونځمن کارونه کړې واي . سهار له وخته دې باید اوبه راوړي وای، اور ئي بل کړی وای، ډوډې ئې پخ کړې وای، کالي ئې پرېولي وای . برسېره پر دې لا هم د میرې لوڼي ئي ورته د اعصابو اري وي . ریخشند به ئي په واهه، ماش به ئي په ايرو کي ور پاشل . داربه کرۍ ورځ ناسته وه دا به ئي راټولول . ماښام چې د خوب مهال به سو دا به ستړې هلاکه وه . د خوب پالنګ ئي نه لاره د نغري سره به ایرو کي بېدېده . څرنګه چې به سهار له خوبه را کښېناسته هال به ئي خراب او په ايرو به ککړه وه. نو ئي نوم ځنې «اشن پوتل» کښېښود . ( اشن پوتل، الماني اصطلاح ده تقریبا لکه د ایرونغری) دغه نوم ئي باندي پاته سو .

یوه ورځ چې پلار ئي نندارتون ته تلی نو خپلې دوې پرکټیاني ئې وپوښتلې : تاسو ته څه شی راوړم؟ دا یوي ورته وویل ښایسته کالي . دا بلي ورته وویل قیمتي ډبري او مرغلري . او ته « اشن پوتل » څه غواړې؟ پلار ئي دا و پوښتل! پلاره چې د کور خوا ته بېرته راځې هر کله چې ستا د خولۍ څخه یوه پونګه لرونکې لښته ومښتل هغه پرې کړه ماته يې راوړه . کله چې بېرته راتی و خپل پیرکټیانو ته ئي ښایسته کالي او قیمتي ډبرې او مرغلري را وړه. پر دغه لیار چې دی د کور خوا ته راتی په یوه ځنګله کي تېرېدی . خو څرنګه چې دی روان وو ناببره ئي د خولۍ څخه یوه پونګه ئي لښته د یوې ونې ځني ومښته . دغه پونګه ئي لښته ئي د وني څخه ماته کړه له ځان سره ئي را واخسته . کور ته چې راغی و پیرکټیانو ته ئي خپل سوغاتونه ورکړه او « اشن پوتل » ته ئي هغه لښته چې راوړې وه ور ئي کړه . « آشن پوتل » دغه پونګه ئي لښته راواخسته د مور قبر خواته ولاړه . او دا لښته ئي د مور د قبره سره ئي و ټومبل او ډېر ئي وژړل، چې پخپلو اوښکو ئي دا لښته اوبه کړه . دا نهالګی غټ سو یوه لویه ښایسته درخته ځني جوړه سوه . « اشن پوتل » به د ورځي درې واره راتله تر دغي وني لاندي به کښېناسته او ژړل به ئي او خپلي مورته ئي دعا کول . ودغي وني ته به یوه ښایسته وړوکې سپینه کوتره هم راتله . هره غوښتنه چې « آشن پوتل »لرله دي کوترې به ئي مراد تر سره کاوه . یوه ورځ د ورځو باچا مېله جوړه کړه د کلي ټولي پېغلاني انجوني ئې مېلمنې کړې .ځکه د باچا زوی په دې انجوڼو کي ځان ته ښځه خوښوله . د « اشن پوتل » د میرې لوڼو سمدلاسه « آشن پوتل» ته وویل : راسه ژر سه زموږ مخونه او وېښتیان را جوړ کړه! بوټونه مو بورس کړه . او ملابندونه مو راسم کړه، چې د باچا زوی غواړي واده وکي ماڼۍته ئي ځو! « اشن پوتل » د دوی خبره ومنل د دوی کار ئي وکی خو ژړلې، ولي چې دې هم غوښته، چې و دغي مېلې ته ولاړه سي . خپلې میرې ته ئې وویل : اجازه راکه، چې زه هم ولاړه سم! میرې ئي ورته وویل : « اشن پوتل » ته د ایرو ډکه ئي خپل کرغېړن مخ ته وګوره ته څنګه دې مېلې ته ځې! 

ميرې اشن پوتل ته وويل: ته کالي نه لرې، بوټونه نه لرې ! او بیا مېلې ته څنګه ځې! چې ډېره غوښتنه او عذرونه ئي وکړه، په پای کي ميرې ورته وویل : ښه دی! خو په یوه شرط : زه یوه کاسه ماش په ایرو کي تویه وم که دي په دو ساعتو کي راټول کړه خو ښه، پرېږدم دي او که دي نه کړه راټول نو دي نه پرېږدم . میرې ئي دا کار وکی . « اشن پوتل » ولاړه د مور د قبر وني ته، خپل وړوکي کوترې ته ئي وویل : په اېرو کي ماش دي هغه به راټول کړې! کوتري پر نورو کوترو ږغ وکی، ډېري کوتري راغلې. « اشن پوتل » ورته وویل چې ښې دانې په کاسه کي او خرابي په پیاله کي! کوترو په یوه ګړي ښه ماش په کاسه کي او خراب په پیاله کي سره راټول کړه . ټوله کوتري بېرته والووتې . « اشن پوتل » په خوشالۍ کاسه د ماشو خپلې میرې ته یوړه . دا په دې اند وه، چې اوس به ئي پرېږدي .ټولو یو دم پر را ږغ کړه ته کالي نه لرې، بوټونه نه لرې خلک درپورې خاندي! دې ژړل او ژړلې . خو بیا ئي میرې ورته وویل :دوې کاسې ماش په اېرو کي تویوم، که دي دغه ماش په یوه ساعت کي راټول کړه، نو دي پرېږدم! میره ئي په دې اند وه، چې دا کار ستونځمن دی، نې سو کولای . کله چې دې دوې کاسې ماش په اېرو کي وپاشل نو « اشن پوتل » هغې وني ته ورغله او وړوکي کوترې ته ئې وویل : پر کوترو ږغ وکه، چې راسې او ماش راټول کړي! کوتري ږغ وکی پر نورو کوترو! هغه ټوله راغلې . « اشن پوتل » و کوترو ته وویل : ښه ماش په کاسه کي او خراب ماش په پیاله کي! کوترو په نیم ساعت کي ټوله ښه ماش په کاسه کي او خراب ماش په پیاله کي را ټول کړه . کوتري بېرته والووتي . دې انجلۍ دواړي کاسې په خوشالۍ خپلې میرې ته وروړې ، چې اوس به نو اجازه ورکړي . دا ټوله کارونه ستا سره مرسته نه کوي، ولي چې ته کالي او څپلۍنه لرې. او بل موږ په تا هلته شرمیږو . درو سرو ورته شا کړه په غرور ځني ولاړې . کله چې ټوله له کوره ووتل، نو «اشن پوتل » راغله د مور قبر ته او د هغي وني لاندي کښېناسته، چې پخپله ئي کښېنولې وه . ورته وې وویل : وه ښوروه ځان! راوه غورځوه و ماته د سرو زرو او سپینو زرو ورېښمین کالي! هغه وړوکي کوتري ښایسته طلائي د ورېښموکمیس اوزریني څپلۍ ورته را وغورځولې، چې ډېر ښایسته وه . دې ژر تر ژره واغوسته او مېلې ته ولاړه . ميرې او د میرې لوڼو دا نه پېژندل . دا په دې کالو کي ډېره ښه ایسېده .دوی په دې اند وه، چې دا د کوم باچا لور ده. د « اشن پوتل » په اندیښنه کي خو بېخي نه وه، ولي چې دوی داسي فکر کاوه، چې هغه په کور کي ده . د پاچا زوی راغی او اشن پوتل ئي ترلاس وه نيوله او ور سره وه نڅېدی . 

د باچازوي دا نه ایله کوله او د بلي انجلۍ سره ئي هم نڅا نه کوله . که به بله انجلۍ د باچا زوی ته د نڅا لپاره راغله، ورته ویل به ئي، چې زه ملګرې لرم . تر شپې نا وخته وه نڅېدل . د کور د تګ پر مهال د باچا زوی غوښته، چې دا کورته ورسوي .چې و پوهيږي، دا انجلې د چا لور ده . په لیار کي دا ځني و تښتېده او د کوترو په خونه ننوته . د باچا زوی ولاړ وو، چې تجار د خپلي مېرمني سره راغی . د باچا زوی ورته وویل : دغه پره دې انجلې دلته ننوتل! پلار ئي فکر کاوه، چې دغه به « اشن پوتل » وي، چې مړه ئي کي . د کوترو په خونه کي ئي چې وکتل هیڅوک نه وه . او کورته چې راغله وې کتل « اشن پوتل » په نغري کي پخپلو زړو کالو کي پرته ده . یو بل ماښام بیا دغسي باچا د خپل زوي لپاره مېله جوړه کړه . د « اشن پوتل » میرې او لوڼو ئي ځانونه سنګار کړه او مېلې ته ولاړې . « اشن پوتل» بیا هغې وني ته راغله او ږغ ئي پر وکی : وڅنډه وه ځان ښه کالي مي کړه په ځان . کوترې تر هغه بل وار لاښه او ښایسته کالي او څپلۍ ورکړې . چې « اشن پوتل »ډېره ښه پکښې ایسېده . کله چې په دې کالو کي په مېله کې را څرګنده شوه هر یو ورته هېښ مښ پاته وو . ځکه دا په دې کالوکي ډېره ښکلې ایسېده . د باچا زوی سمدلاسه ورغی دا ئي ترلاس ونیوله او نڅا ته ئي را وبلل او ور سره و نڅېده . که نورو پېغلانو د باچا د زوی سره د نڅا هڅه کوله ده به ورته ویل، چې زه ملګرې لرم . کله چې ناوخته سو خلک کورو ته تله د باچا زوی و غوښته، چې دا تر کوره ورسوي او ځان ته ئي څرګنده کړې، چې له کومي کورنۍ ده . خو په لیاره کي دا ځني وځغاستل د ناک پر « ونه » ځني وخته . د باچا زوی ولاړ وو، چې تجار د خپلي مېرمني او دو پرکټیانو سره راغی . د باچا زوی ورته وویل: دغه پردۍ انجلې پر دغه « ونه » وخته . تجار فکر کاوه، چې دا ئي لور ده . له کوره ئي تبر راوړ او ونه ئي په پرې کړه . خو څوک نه وو پکښې . « اشن پوتل» لا وختي د «وني َ» څخه غورځېدلې وه او د مور قبر ته ورغلې وه او هلته ئي دا ښه کالي ایستلي وه بېرته ئي خپل هغه زاړه کالي اغوستي وه . او ژر ئي ځان کورته رسولی وو . او د نغري پر غاړه په اېرو کي پرته وه . پلار دوی چې ئي راغله « اشن پوتل » ئي پر خپل ځائ وليده . نو دوی ارام سوه . 

 په درېمه ورځ بیا میرې ئي د لوڼو سره د باچا د زوی مېلې ته ځانونه سنګار کړه او ولاړې . « اشن پوتل» د پخوا په شانې د مور قبر ته ولاړه او هغې «وني » ته ئي وویل : زرین ښایسته کالي راته وه غورځه وه! سپیني کوتري دا پلا تر هغه واري لا ډېر ښایسته ښکلي کالي او زریني څپلۍ ورته را وغورځولې، چې هیچا نه وه لیدلي . دا کالي دې واغوستل ډېره ښکلې پکښې ایسېده، چې سیالي ئي نه وه . نو مېلې ته ور رهي سوه . څنګه چې د باچا زوی وليده سمدلاسه ورغی . دا ئي ترلاس ونيوله او نڅا ته ئي را وبلل . د باچا زوی یوازي له دې سره نڅېده که به بله پېغله راتله ده به ورته ویل : زه د نڅا ملګرې لرم . 

 کله چې مجلس پر ماتې دو سو نو هر څوک خپلو کورو ته تله . د باچا زوی د « اشن پوتل » سره روان سو، چې دا کورته ورسوي . خو « آشن پوتل » ځني ټوپ کړه،د باچا زوی و نسوای کړای، چې دا راګیره کړي . د ځغاستا پر مهال د « آشن پوتل » د څپلۍ پنده په زینه کي اړه سوه څپلۍ ئي پاته سوه دا ولاړه . دغه څپلۍ چې ډېره ښایسته او زرينه وه د پاچا د زوی په لاس ورغله . دا بله ورځ د پاچا زوی د تجار کره ورغی او ورته ئي وویل : زه بله ښځه نه کوم بېله هغي ښځي چې دغه څپلۍ ئي په پښه اصله نسي . د تجار دو پرکټیانو خوشهالۍ کولې . ولي چې دوی ښایسته پښې لرلې . دا څپلۍ ئي راواخسته د انجونو خوني ته ورغی، چې دوی دا څپلۍ پر خپلو پښو وازمائي مور ئي هم هلته د خپلو لوڼو سره ناسته وه . یوې انجلۍ دغه څپلۍ پخپله پښه وازمایله، خو بټه ګوته ئي غټه وه په څپلۍ نه ورننوه ته .مور ئي تېره چاړه پلاس ورکړه او ورته ئي وویل : که ته شازادګۍ سوې، اړینه نه ده، چې ته به په پښو چیري ځې . خپل د پښې دغه بټه ګوته پرې کړه! 

دې انجلئ خپل د پښې بټه ګوته پرې کړه . خپله پښه ئي په څپلۍ ننه ایسته . ځان ئي درد ته ټینګ کی د باچا زوي ته ورغله . د باچا زوی چې دا ولیده، چې څپلئ ئي په پښه ده دا ئي له ځان سره پر اس سپره کړه او رهي سو . څرنګه چې د باچا زوی د « اشن پوتل » د مور له قبره سره تېرېدی دو کوتري پر هغه « وني » چې د دې د مور د قبر شنخته وه ناستي وي او د باچا پر زوی ئي ږغ وکی : کوکوک، کوکوک وګوره څپلئ ده په وینو لجنبوره څپلئ وړوکې ده پر پښه رښته نجلې ناسته ده ګوښه. د باچا زوی چې د څپلۍ خوا ته وکتل ویني ځني بهیږي او سپین کالي سره سوي وه. د باچا زوی د اس مخ راوګرځاوه ناسمه انجلې ئي بېرته کورته ور وستل . او ورته ئي و ویل : دا هغه انجلې نه ده، چې زې غواړم! تا سو بله انجلي نه لرئ؟ تجار ورته وویل: نه! زه خپل ده مړې ښځي څخه یوه لور لرم،چې هغه یوه د خدای په عذاب ککړه وېښتیان شکېدلي انجلۍ ده، چې « اشن پوتل » نومېږي سته . دا هیڅ ممکنه نه ده، چې دا دي ستا د خوښي ښځه وي! میرې ئي د هغه ځایه پر را ږغ کړه او وې ویل : اخ دا چټله ککړه انجلۍ د لیدو وړ نه ده . اجازه نه لري، چې و لیده سي! د باچا زوی پر خپل خبره ټینګ سو، چې زه هرومرو هغه ګورم! او وې ویل : پر « اشن پوتل » باید ږغ وسي چې راسي! « اشن پوتل » خپل ځان کلک د اېرو څخه وڅنډی مخ او لاسونه ئي پرېوله او را ووتل . د باچا زوی دغه څپلۍ په لاس ورکړه دا پر اس کښېناسته د لرګي څپلې ئي وکښه او خپله پښه ئي په څپلۍ ننه ایسته . دغه پښه وه څپلۍ ته داسي ورغله لکه غالب یا لکه چې دي پکښې ریخت کړې وي . کله چې د باچا زوی پورته دې ته وکتل وئې پېژندله، چې دا هغه ښایسته پېغله ده، چې ما نڅا ور سره کول . او ږغ ئي وکی او وې ویل: دا هغه انجلې ده، چې ماغوښته . د « اشن پوتل » میرې او لوڼو ئي چې دا خبره واورېده هک پک پاته سوي. له ډېره غوسې او غمه تکي ژړي واوښتې . د باچا زوی « آشن پوتل » پر خپل اس سپره کړه او ولاړ . کله چې بیا د باچا زوی هغه ځائ ته چې د دې د مور قبر وو راغی ، هغه دو کوترو ږغ پر وکی : کوکوک، کوکوکو ګوره په څپلۍ کي وینه نسته نوره څپلېنه ده بیا تنګه سمه انجل دي ده تر څنګه. کله چې کوترو دغه ږغ وکی نو راوالوتلې د « اشن پوتل » يوه پر ښې اوبله پر کیڼه اوږه کښېناستې . کله چې واده تر سره کېدی، د میرې دواړي لوڼي راغلې،چې دوی هم په دغه واده کي برخه واخلي .نو ئي په چاپلوسي پیل وکړ . کله چې د نکاح لپاره کلیسا ته تله یوه ئي پر ښې اوږه او بله ئي پر کیڼه اوږه ورسره رواني وې دغه دو کوترو د یوي کیڼه سترګه او د بلي ښې سترګه په موښکه و ایستلې . کله چې د واده مراسم خلاس سوه . دغو دو کوترو د دواړو هغه یوه یوه پاته سترګه ئي هم ځني وکښل . چې د ژوند تر پایه د خپلو ناوړو کړو جزاو ویني . 

منبع
د نکل اصلي نوم (په آلماني): A
schenputtel
د کتاب نوم: د برودر ګریم (Brüder Grimm) لنډي کیسې
د کیسو لیکونکي:
برودر ګریم
ژباړونکی (له آلماني څخه پښتو ته):
محمدسرور وکیلي
د ژباړي ځای:
المان د بوناتال ښار : نېټه ۲۰ . ۴ . ۲۰۱۰ ز ک

د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.