213 ـ شرمښ او درې پسونه ـ منظوم نکل

source of image: http://bit.ly/2sfFr8o

 

 ګرانو کوچنيانو نن کوم درته يو نکل

داسي يو نکل چي ترې زده کړئ تاسو عقل

رشتيا که نه دی پکښي پټ خو لوی يو پند دی

پند که دا زده کړی نو آرام بيا ستاسو ژوند دی

مېږه يوه او يو پسه دوی پلار او مور ول

د وريانو درو داسو چي دوی خړ، سپين او تور ول

تور وری بې عقل ؤ ډېر لټ ؤ هم بې کار ؤ

زدکړه يې نه وه دی بيده به شپه سهار ؤ

خړ چي کوم وری ؤ نيم بېعقل نيم هوښيار ؤ

وختونه زيات به دی له کار څخه بيزار ؤ

سپين چي کوم وری ؤ خوږکی ؤ پستکی ؤ

دی ؤ کارګر د زدکړي تږی مستکی ؤ

کله چي لوی سول دغه وري جوړ سول پسونه

پلار ويل جوړ کړئ نور نو ځان ته خپل کورونه

تور پسه نه غوښتل چي وکړي ډېر زيات کار

ژر له خاشو يې کړ بيا ځکه کور تيار

خړ چي پسه ؤ هغه هم خپل عقل هېر کړ

له لرګي جوړ يې کړ خپل کور او ځان يې تېر کړ

سپين وری چي کوم ؤ هغه جوړ کړل بيا پلانونه

کور ته يې وکښل وروسته ډوب ډوب بنيادونه

هغه له خښتو او سميټو یو کور جوړ کړ

ځان يې په ستړی کړ زحمت يې لا هم نور کړ

يو وږی شرمښ چي د دې ځنګل ښکاري ؤ

داسي ؤ وږی چي زګېروی يې تل جاري ؤ

شرمښ د تور پسه د کور مخ ته حاضر سو

دی په شرنګي د دروازې د اوږد ځنځير سو

ويل راخلاصه دروازه کړه زه مېلمه يم

نه په درواغو  بهانه نه په پلمه يم

تور پسه وويل پرېږدم دي نه و کور ته

که داسي وکړم رسوې ته ما و ګور ته

شرمښ ويل زه به نو اوس پُوه ښه په زور کړم

په خپله ساه به نن چپه درته ستا کور کړم

شرمُښ چي پُوه کړه کور چپه سو په هوا سو

د خاشو کور له منځه ولاړی نيمه خوا سو

همدا ؤ وځغستل پسه تور په ټوپو سو

له لټۍ خپلي دی پښېمان ؤ په توبو سو

هغه چي ورسېد خړ ورور ته بيا ګويان سو

نکل يې وکړ ورته ټول او په ګريان سو

خړ پسه واورېد چي ټول نکل نو يې بند کړ

ور د لرګو د کور چي چيري هغه ژوند کړ

لږ وخت چي تير سو نو د  کور مخ ته حاضر سو

شرمښ راورسېد او بيا پسو ته ځير سو

ويل راخلاصه دروازه کړئ زه مېلمه يم

نه په درواغو  بهانه نه په پلمه يم

خړ پسه وويل پرېږدم دي نه و کور ته

که داسي وکړم رسوې ته موږ و ګور ته

شرمښ ويل زه به نو اوس پُوه ښه په زور کړم

په خپله ساه به نن چپه درته ستا کور کړم

شرمُښ چي پُوه کړه کور چپه سو په هوا سو

د لرګو کور له منځه ولاړی نيمه خوا سو

همدا ؤ وځغستل پسونو په ټوپو سول

له لټۍ خپلي دوی پښېمان ول په توبو سول

هغوی پناه يوړه سپين ورور ته دوی ګويان سول

نکل يې وکړ ورته ټول او په ګريان سول

سپين پسه واورېد چي ټول نکل نو يې بند کړ

ور د پوخ کور چيري چي هلته هغه ژوند کړ

لږ وخت چي تير سو نو د  کور مخ ته حاضر سو

شرمښ راورسېد او بيا پسو ته ځير سو

ويل راخلاصه دروازه کړئ زه مېلمه يم

نه په درواغو  بهانه نه په پلمه يم

سپين پسه وويل پرېږدم دي نه و کور ته

که داسي وکړم رسوې ته موږ و ګور ته

شرمښ ويل زه به نو اوس پُوه ښه په زور کړم

په خپله ساه به نن چپه درته ستا کور کړم

د سپين پسه کور چي ؤ پوخ ښه ډېر محکم ؤ

په پُوه کيدو نه نړيدی ښه مستحکم ؤ

په ډېر پوُه پُوه چي شرمښ کله ډير سو ستړی

نو يې د کور و سر ته واچوی بيا پړی

غوښتل داخل سي له دود کښ له خوا په کور

خو دی ور ولوېد د نغري پر سورکي اور

همدا ؤ جوړه بيا د شرمښ واويلا سوه

په دغه کور کي آزانګه يې د ژړا سوه

پسونو خلاص کړ ورته ور شرمښ په ځغاسته

له کوره ووت پر چينه چي وکړي ناسته

شرمښ چي ولاړی و چينې ته اور يې مړ سو

له لکۍ دود يې جګېدی آسمان په خړ سو

نو واوره ته ماشوم هوښياره دا نکلونه

هيڅکله تېر چي تر سر نه کړې هيڅ کارونه

پوخ کار کوي هغه کوچنی وي او که لوی وي

همدغه تل د بريالي خلکو ښه خوی وي

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د جون ۱۲مه نېټه، بون

د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************

هيله: لطفا د ماشومانو لپاره په نکلونو او اشعار رالېږلو سره زموږ د دغې پروژې سره مرسته وکړئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.