ليکونکی: احمدولي اڅکزی

چي وه يوه مهربانه پيشو وه. د هغې دوې لوڼي وې. يوه لور يې پستکۍ او بله لور يې مياؤ مياؤ نومېده. پستکۍ په اصل کي د انسانانو لور وه چي د دغې پيشو له خوا لو سوې وه. هغې د پيشيانو ژبه زده کړې وه او ټول چمونه او حرکات يې بالکل د پيشيانو په څېر ول. پيشو به پستکۍ ته داسي جامې ور اغوستې چي رشتيا پيشي معلومېده. پيشو د پستکۍ او مياؤ مياؤ سره يوځای د پيشيانو په کلي کي اوسېدله.

پستکۍ او مياؤ مياؤ یو پر بل ډېري ګرانې وې. هغوی به په مينه يو د بل سره لوبي کولې. يوه ورځ پستکۍ و مياؤ مياؤ ته وويل: « راځه چي دباندي لوبي وکړو.» پستکۍ او مياؤ مياؤ د مور پيشو څخه د لوبو اجازه واخيسته او دباندي ولاړې. دوی په لوبو کي دومره مصروفه وې چي پام يې نه ؤ او په لوبو لوبو کي د پيشيانو د کلي څخه دباندي ووتلې.

پستکۍ چي لږ پنډکۍ هم وه، ډېره ژر ژر به وږې کېدله. دا چي دوی دواړو په دغه ورځ ډېري لوبي کړي وې نو پستکۍ تر پخوا لا ډېره وږې سوې وه. هغې مياؤ مياؤ ته وويل: «مياؤ مياؤ، ډوډۍ غواړم»

مياؤ مياؤ ويل: « راځه چي د انسانانو کورونو ته ورسو، کېدلای سي هلته د خوړلو لپاره يو شی پيدا کړو.»

 پستکۍ او مياؤ مياؤ د انسانانو د کلي په سر کي يو کور وليد. د دغه کور کړکۍ خلاصه وه. مياؤ مياؤ د کړکۍ له لاري کور ته ننوتله او بيا يې پستکۍ ته دروازه خلاصه کړه. دوی د خوړو د پيدا کولو لپاره بويان کښل چي پخلنځی يې پيدا کړ. دوی وليدل چي په پخلنځي کي د ښوروا يوه لويه کاسه پرته ده او ډوډۍ هم پکښي ميده سوې ده. پستکۍ او مياؤ مياؤ هم نسونه ورته جوالونه کړل او ځانونه يې تر پوزي په ماړه کړل. د ښوروا خوړلو وروسته چي کله مياؤ مياؤ خپلې پنجې او پستکۍ خپل لاسونه څټل، د کور څښتن سړی او د هغه ښځه پخلنځي ته راغلل. سړي وويل: « آ نانۍ انجلۍ ته څوک يې چي دلته راغلې يې؟ دغه پيشي څوک ده؟»

پستکۍ و سړي ته وويل: « زه انجلۍ نه يم زه نانۍ پيشوګۍ يم او ټوله ورځ مياو مياو کوم. زما پيشي مور پر ما د پستکۍ نوم ايښی دی. دغه بله نانۍ پيشوګۍ زما خور ده. د دې نوم مياؤ مياؤ دی.» سړي ورته وويل، راځئ چي موږ تاسو ته هنداره درښکاره کړو. پستکۍ او مياؤ مياؤ د سړي او د هغه د ښځي سره د کور سالون ته ولاړې. ښځي ورته وويل: « وګورئ، په هنداره کي وګورئ.» کله چي پستکۍ ځان ته په هندراه کي وکتل او بيا يې مياؤ مياؤ ته وکتل نو يې ويل: «وۍ، زه خو په رشتيا د انسانانو د ماشومانو په رکم يم. مياؤ مياؤ او زه ډېر فرق سره لرو.»

په دغه حال کي د پستکۍ او مياؤ مياؤ پيشي مور د کور په دروازه راننوتله. هغې ويل: «آ زما پستکۍ لوري، آ زما مياؤ مياؤ لوري، زه په تاسو پسي پرېشانه ګرځېدم. شکر چي اوس مي پيدا کړلای سوای. راځئ چي کور ته ولاړ سو.»

د کور ښځي پيشو ته وويل: « پستکۍ خو د انسانانو لور ده. تا د کومه کړه.» پيشو ورته وويل:« يوه ورځ د انګورو باغ ته تللې وم چي ډېر تېز باران شروع سو. ما د انسانانو د ماشوم ژړا واورېده. کله چي مي وکتل نو يوه ډېره نانۍ او خوږه انجلۍ په وښو کي پرته وه او ژړل يې. ما انتظار وکړ چي د انجلۍ مور او پلار به راسي او هغه به بوزي. خو کله چي ناوخته سو او څوک نه راغلل نو ما دغه نانۍ انجلۍ د ځان سره د پيشيانو کلي ته بوتله او خپله لور مي ورڅخه جوړه کړه.»

ښځي په ژړا پېل وکړ، ويل: « درې کاله تر مخه زه د خپل سړي او خپلي نانۍ لور سره د انګورو باغ ته تللې وم. زما نانۍ لور مي په ټوکرۍ کي بيده کړې وه. یو دم تېز باران شروع سو او موږ ژر ژر د باغ څخه کور ته ولاړو. خو کله چي مو په کور کي د ټوکرۍ څخه ټوکړ ليری کړ، نو هلته زموږ لور نه بلکه يوه بيزوګۍ بيده وه. بيزوګۍ زموږ لور د ټوکرۍ څخه ايسته کړې وه او خپله پکښي بيده سوې وه. کله چي موږ بيا باغ ته ورغلو نو لور مو نه کړه پيدا. د هغه راهيسي زه هر شپه او هره ورځ په خپلي لور پسي ژاړم او دا دی نن خدای بيرته راته راوستله.»

سړي وويل: « اې پيشو، موږ به تا او ستا لور مياؤ مياؤ ته په کور کي يوه خونه درکړو. تاسو زموږ سره په دغه کور کي واوسېږئ. پستکۍ به د دې وروسته هم ستاسو سره نژدې وي او هم به زموږ تر سترګو لاندي وي.» پيشي ويل: «هو، همداسي به وکړو.» همدا ؤ چي پستکۍ د پيشي، مياؤ مياؤ او د خپلي اصلي مور او خپل پلار سره يو ځای په دغه کور کي ژوند کاوه. هغې به نيمه ورځ د انسانانو چمونه کول او نيمه ورځ به يې د خپلي پيشي خور مياؤ مياؤ سره د پيشيانو لوبي کولې... مياؤ مياؤ

احمدولي اڅکزی، د 2014م کال د نوامبر 26مه نېټه، زولنګن

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.