source of image: https://angelavaught.files.wordpress.com/2012/02/test9j7c1606-baby-lamb.jpg
source of image: https://angelavaught.files.wordpress.com/2012/02/test9j7c1606-baby-lamb.jpg

 

ناني هلک ويل و پلار ته

راڅخه مه ځه نن و کار ته

وخت راته نه لري زما مور

په کار مصروفه وي د کور

نه راکوي و ماته وخت

پاکوي سرای او کله تخت

کله کټو باندي کوي

کله اوتو راته کوي

په کومه ورځ چي کالي مينځي

تندي ته ژر ورکوي ګونځي

راته وای مه کوه ته شور

آواز ته مه ورکوه زور

بس ټوله ورځ زه او زما مور يو

سهار ماښام بس موږ پر کور يو

ستړی چي ته له کاره راسې

زما په ليدو بيا په خندا سې

خو وخت و لوبو ته نور نه وي

اول ډوډۍ بيا بيدېده وي

سهار وختي بيا کار ته ځې ته

ماښام ناوخته بيا راځې ته

پلار ويل زويه زما ګرانه

زما زړګيه زما ځانه

ته يو نانی واوا هلک يې

خو د خبرو څخه ډک يې

پلار چي راګرځوې له کاره

له کاروباره او روزګاره

بيا به پيسې نه لرم نور

چي درته رانيسم شیان نور

نن به لا ولاړ سم زه و کار ته

سهار وختي بيا ځم بازار ته

درته به رانيسم زه وری

چي وي ټنډ منډ او وي نانی

د زنګولې به يې شرنګی وي

هغه به دوست ستا پستکی وي

ناني هلک ويل و پلار ته

ژر ژر ته ولاړ سه نن و کار ته

د خوشالۍ څخه هک پک(۱)

وېښ په سهار چي سو هلک

د خوب په خونه کي ژړا وه

د يو نانۍ انجلۍ اونګا(۲) وه

مور ويل درکړله خدای خور

يوازي نه به يې ته نور

نانۍ په خونه کي ژړل اونګا اونګا

دباندي وري ناني کول اومبا اومبا

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۲۷مه نېټه
د نکل طرحه او مفکوره : کوچنۍ ن. اڅکزۍ بنت احمدولی اڅکزی(شپږکلنه)

(۱) هک پک: حيران
(۲) اونګا: د تازه پيدا سوو اطفالو ژړا

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.