source of image: https://i.ytimg.com/vi/9jHyhTajMzc/hqdefault.jpg
source of image: https://i.ytimg.com/vi/9jHyhTajMzc/hqdefault.jpg

 

کوچنۍ چونګښې يوه ورځ وکړ تکل

ونه يوه يې کړه په نخښه د ځنګل

ويل تر دې به جګه نه وي ونه بله

د دې و سر ته به ختل آسان وي کله

نن يې و سر ته ورختل غواړمه زه

راته پيښيږي که ستړيا او بل هر څه

نورو چونګښو ورته وکړلې نعرې

چي ګوره تېر سه ته له خپلې ارادې

هغوی ويل چي ناممکنه دغه کار دی

هڅه کوونکی يې يا مړ يا خوار و زار دی

خو د کوچنۍ چونګښي ټينګه اراده وه

بااعتماده په خپل ځان ډېره ډاډه وه

هغې کرار کرار مزل پېل کړ پر درخته

څوکي ته دا ورسېده پسله څه وخته

کوچنۍ چونګښه چي کڼه وه په غوږو

څښتنه ځکه وه د جګو حوصلو

برياليتوب د هغه چا وي په نصيب

منفي خبري چي نه اوري د رقيب

 احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د می ۸مه نېته، بون 

 منبع: دغه نکل مي په انګليسي ژبه لوستی ؤ چي اوس مي په پښتو نظم کي بيان کړ. خو دا چي د نکل اصلي منبع کومه ده، چا څه وخت ليکلی په هکله يې معلومات نه لرم.

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.