source of image: http://img11.deviantart.net/0901/i/2015/115/3/a/the_spirit_in_the_bottle___grimm_tales_by_kamekameprincess-d8qyntn.jpg
source of image: http://img11.deviantart.net/0901/i/2015/115/3/a/the_spirit_in_the_bottle___grimm_tales_by_kamekameprincess-d8qyntn.jpg

 

 

په ليري کلي کي بوټبه يو اوسېدی

په خپل هوښيار زوی باندي ډېر دی نازېدی

ځيرک يې نوم ؤ د هلک او ؤ ځيرک

تکړه درسو کي ؤ هغه ډېر ښه هلک

ځيرک د مور له خوا يتيم ؤ لږ زهير

خو په اخلاقو کي سيده ؤ لکه تير

بوټبه مسکين ؤ او بې وزله ؤ هغه

خو زيار ايستونکی خواريکښه ؤ هغه

په يو ځنګل کي به يې بوټي ټولول

بيا يې هغه په يو بازار کي خرڅول

په دې پيسو باندي کوی ځيرک تعليم

د استادانو به ې کوی مُدام تعظيم

چي ټوخېدی نو خوږېدی به يې ځيګر

بوټبه ناروغه سو او پرېوت پر بستر

پيسې يې ختمي سوې ډېر ژر د دې سړي

مصرف يې نه سوای ورکوای د ښوونځي

و خپل مکتب ته تللای نه سوای ځيرک نور

تعليم سو پاته هلک کښېنتی پر کور

بوټبه لږ جوړ سو نو و زوی ته يې وويل

راځه چي وکړو د ځنګل پر لور مزل

له ګاونډي يې تبر واخيستی په پور

او بيا رهي سول د زاړه ځنګله پر لور

هلته بوټبه په تبر ووهله ونه

تبر يې مات سو او څهره يې سوه غمجنه

بوټبه ويل د ګاونډي سوم پوروړی

د ونې زور ته نه سو ټينګ تبر زوی مړی

له يو څه کاره وروسته ستړی سو بوټبه

پلنې يوې ونې ته ې وکړله تکيه

پلار و ځيرک ته ويل: ليري چي ولاړ نه سې

په ډب ژور کي راته ته چيري غوځار نه سې

ځيرک ويل ښه دی او روان سو پر يو لور

وچ وچ ښاخونه يې ټولول او بوټي نور

په دغه حال کي يې ږغ واورېد د ژړا

د پلن بلوط پر لور يې واورېده غوغا

د بلوط ونې ته نژدې چي سو هلک

بوتل شفاف يې هلته وموندی ځيرک

په ښيښه يي بوتل کي څيز يو په فرياد سو

ويل بندي زه د بوتل ژوند مي برباد سو

لکه چونګښه داسي څيز ؤ په بوتل کي

د هلک زړه سو په غمجن په يو کتل کي

هلک چي خلاص سر د بوتل کړ، پُښ او زوږ سو

جګ د خندا آواز سو پورته ځيرک غوږ سو

مخ ته يې لوی دېب يو ولاړ ؤ په خندا ؤ

مخکي چي څوک کوچنی زهير او په ژړا ؤ

دېب ويل زه له زياته وخته وم بندي

ؤ زما له شر څخه دُښمن زما خوندي

بند وم په دې بوتل کي زه دوه سوه کاله

وتلای نه سوای د آدم له دغه جاله

غچ يې زه ستا څخه نن اخلم ورته ګوره

بوټي او کاڼي به نن ريږدي زما له زوره

ځيرک ويل چي که رشتیا ته زورور يې

که په رشتيا په ځان ډاډه ته جادوګر يې

نو بیا ورننوزه و دې کوچني بوتل ته

ځان کړه ثابت کاڼو و بوټو او ځنګل ته

پُښ سو او ننوتی دېب بېرته دننه

هلک هم وکړه له خپل خدای څخه مننه

بيا يې سر بند کړ د بوتل په چټکۍ

غرور د دېب يې کړ ورمات په هوښيارۍ

دېب چي په خپل حال باندي پوه سو په ژړا سو

په ننواتو په توبو او به غوغا سو

ځيرک ويل چي که پخې کوې وعدې ته

د هر انسان له کړېدو څخه توبې ته

که سر له نن څخه جوړېږې يو ښه دېب

داسي چي هيڅوک نور ونه ویني آسېب

نو زه تيار يم چي دي بيا بېرته آزاد کړم

د یو دُښمن پر ځای دي دوست د آدم زاد کړم

دېب ويل زه نن قبلوم ټول ستا شرطونه

درته زه اخلم پر څښتن تعالی قسمونه

ځيرک چي خلاص کړ د شفاف بوتل بيا سر

یو ځل بيا پُښ سو او راووت دېب ډېر ژر

دېب و ځيرک ته داسي ورکړله څرمنه

په یوه مسحه يې ختموی رنځ له رنځمنه

دغې څرمني جوړولای سوای سره زر

له زوړ پيتله، له فولاده او له سپر

دغې څرمني کړ شتمن د بوټبه زوی

سو لوی عالم خو يې بدل نه کړ خپل خوی

درس له دې نکل څخه دا سو اخيستلای

چي زور هيڅکله عقل نه سي ماتولای

  

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د می ۱۱مه نېټه، بون

 

د منثور نکل اصلي نوم (آلماني) : Der Geist im Glas

د اصلي نکل ليکونکي: ګريم ورونه، یعقوب ګريم او ويلهلم ګريم

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.