source of image: http://i2.wp.com/listverse.com/wp-content/uploads/2013/01/IMAG1418.jpg?resize=598%2C358
source of image: http://i2.wp.com/listverse.com/wp-content/uploads/2013/01/IMAG1418.jpg?resize=598%2C358

 

 ډاکټر ته راغلی يو سړی

ورسره مل ؤ يو کوچنی

کوچنی هلک ؤ په ژړا

داسي ژړا لکه سورنا

پلار يې ويل خوږ سوی دی

دی له جګ کټ لوېدلی دی

خبره هيڅ زما نه مني

خيزونه دی پر کټ وهي

ډاکټر بيا وکوت دا هلک

تندی يې مات ؤ د نازک

زخم يې کړ ور پلستر

هلک لا پروت ؤ پر بستر

ويل اې پلاره د هلک

زوی په وزن دي دی لا سپک

د بيزو چم که دی کوي

لوبي پر کټ که دی کوي

ماته به کړي خپله پُښتۍ

لاسونه پښې يا پوزکۍ

بايد دی پوه کړي په دې ځان

پر کټ بيديږي ټول جهان

خو باندي خېز وهي هغه

ډېر چي کم عقل وي هغه

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۲۲مه نېټه، بون 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.