source of image: http://bit.ly/2ofLcyp
source of image: http://bit.ly/2ofLcyp

 

 په يوۀ دېوال كې يو غار جوړ و او په هغۀ كې ډېرو مېږيو خپل كورونه جوړ كړي وو، په دوى كې يو مغرور او پنډ مېږى هم شامل و، چي په خپل زور او هوښيارۍ يې ډېر غرور كاوۀ او تل به په دې فكر كې و، چي د مېږيو سردار شي، خو د مېږيو سردار مېږى دومره هوښيار او زړسواند و، چي د هغۀ په وړاندې د پنډ مېږي يوه خبره هم نۀ چلېده. هغۀ په وار- وار د هر مېږي د تېرايستلو هڅه وكړه چي ټول مېږي د ځان ملګري كړي، خو مېږيو له خپل سردار سره دومره مينه كوله چي يو مېږى هم د دۀ ملګرى نۀ شو، چي په نرمۍ سره كار ونۀ شو نو يې پر هغوى باندې ظلمونه پيل كړل، وخت پر وخت به يې يو- يو مېږى واهه او چي موقع به په لاس ورغله نو له هغوى څخه به يې د هغوى د خولې دانه هم كښله، په لږ ورځو كې په مېږتون كې وېره او ډار خپور شو، هر مېږى به د دۀ د ظلم له امله د دۀ په ليدو سره په رېږد اخته شو، كله چي ژوند ورته ګران شو نو يوه ورځ ټول مېږي له دۀ څخه په شكايت سره سردار ته ورغلل، سردار په بشپړه توجه او خواخوږۍ سره د يوۀ- يوۀ مېږي شكايت واورېد او بيا يې په ډېر خلوص او مينه هغوى ته وويل:

- وروڼو! ستاسې له غمه ډكې كيسې زه سخت غمجن كړم او دا يواځې ستاسې غم نه، زما غم هم دى، زۀ همدا غواړم چي مجرم ته بايد سخته سزا وركړل شي، ځكه نو زه دا پرېكړه لوى خداى ته پرېږدم او هغه تر ټولو لوى انصاف كوونكى دى.

بيا سردار مېږي هغوى ته د صبر ګټې ور وښوولې او ورته ويې ويل چي صبر وكړئ. ټولو مېږيو د خپل سردار پر هوښيارۍ او سپېڅلتيا بشپړ باور درلود، ځكه نو لږ ګړۍ وروسته هغوى د خپل سردار خبرې په غوږو كې ونيولې او په خوشالۍ سره خپلو كورونو ته رهي شول.

يوه ورځ سردار مېږي له نورو مېږيو سره په ګډه يوه غټه دانه دېوال ته خېژوله، دانه دومره درنه وه چي دوى به يې په بيا- بيا خېژولو ستړي شول او دانه به لاندې ترې را ولوېده. همدا مهال هم دوى پر دېوالۀ باندې د ساه سمولو لپاره ولاړ ول چي ناڅاپه پنډ او مغرور مېږى له يوۀ غاره را و ووت او كله چي يې دوى په ستړې ساه وليدل، نو پر سردار باندې يې په ملنډو وهلو سره وويل:

- اوهو، تاسې دغه كوچنۍ دانه هم نۀ شئ خېژولاى، كه زۀ سردار واى په منډه به مي خېژولې واى.

مېږيو د خپل سردار دا سپكاوى ونۀ زغامه او د غوسې په حالت كې يې هغۀ ته د خپل غرور د سبق وركولو لپاره وغوښتل چي دا دانه په هغۀ وخېژوي، خو سردار هغوى سمدستي له دې كاره را وګرځول:

- وروڼو! لږ نور له صبره كار واخلئ، د صبر مېوه خوږه او د غرور سر تل ټيټ وي، پر خداى باور وكړئ هغه به د دۀ غرور هم ډېر ژر په خاورو ولړي.

د مېږيو غوسه هم سړه شوه او هغوى له پنډ مېږي څخه مخ را واړاوۀ او بيرته يې له سردار سره د دانې په خېژولو پيل وكړ، سردار او نورو مېږيو چي پنډ مېږي ته ځواب ور نۀ كړ، نو د هغۀ غرور نور هم زيات او حوصله لوړه شوه، داسې يې وګڼله چي ګواكې سردار او نور مېږي له دۀ و وېرېدل، ځكه نو هغه دوى ته نيژدې ورغى او پر سردار يې بله ټوكه وكړه:

- تاسې ناپوه ياست چي داسې كمزورى او ډنګر مو سردار كړى دى، چي له تاسې سره په ګډه هم دا سپك وزن نۀ شي خېژولاى، كه مو زۀ سردار كړم نو زۀ به دومره وزن په يواځې سر وخېژوم.

د دې خبرې په اورېدو سره د مېږيو سردار ته خندا ورغله، هغۀ يو نظر لاندې د ناپاكو اوبو نالۍ ته وكتل او بيا يې تر لږ چورت وهلو وروسته پنډ مېږي ته په پسته ژبه وويل:

- وروره ته سهي وايې، زه اوس ريښتيا هم كمزورى شوى يم او سرداري نۀ شم كولاى، كه تۀ دا دانه پورته وخېژوې نو زه له تا سره ژمنه كوم، چي زه او د مېږتون ټول مېږي به تا خپل سردار ومنو.

د سردار د خبرې په اورېدو سره مغرور مېږى نور هم له خوشالۍ څخه سره وغوړېد، اوس د هغۀ سردار جوړېدو ته ډېر وخت پاته نۀ و، سردار پټه خولۀ و او پنډ مېږى په بيړه ورغى او له نورو مېږيو يې دانه واخيسته، خو له هغوى څخه د دانې له اخيستلو سره پر پنډ مېږي لكه قيامت چي جوړ شي، د درانۀ وزن له پورته كولو سره خولې ورباندې را ماتې شوې، دانه نيول او پر دېوال باندې پښې ښخول ورته ګران شول، پر خپله غلطۍ سخت پښېمانه شو، كله چي د دانې خېژول ورته ګران شول نو د مېږيو له سردار او د هغۀ له نورو ملګرو يې مرسته وغوښته، خو د هغوى تر ورتـګ مخكې د پنډ مېږي لاس او پښې له دېواله را وختل او له دانې سره يو ځاى لاندې مردارې نالۍ ته را ولوېد او لا په هوښ كې نۀ و راغلى چي يوه وږې خزنده- چي د ښكار په لټه په اوبو كې ګرځېده- راغله او د سترګو په رپ كې يې پنډ او مغرور مېږى تر ستوني تېر كړ. 

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.