source of image: http://bit.ly/2nRfnzK
source of image: http://bit.ly/2nRfnzK

 

 يوه ورځ يو پاچا كومې خواته روان و، چي يو سپين ږيرى په مخه ورغى، پاچا ورته و درېد او ترې ويې پوښتل:

- بابا عمر به دي څومره وي؟

سپين ږيري ځواب وركړ:

- پاچا سلامته عمر او دولت دي ډېر شه، زما ګناهكار عمر يواځې څلور كاله دى

پاچا د سپين ږيري ځواب اريان كړ:

- هه څلور كاله؟ دا سپينه ږيره او دومره درواغ؟ ستا عمر تر اتيا كلونو كم نۀ شي كېداى.

سپين ږيري ځواب وركړ:

- پاچا سلامت ستاسې اندازه بېخي سمه ده، خو له اتيا كلونو څخه شپږاويا كلونه ما ګناهكار بېځايه تېر كړي دي، چي په هغوى كې مي يواځې د خپلې كورنۍ او ماشومانو ساتل كار بللى دى، له دې پرته مي نۀ كومه نېكي كړې او نۀ مي د كوم غريب مرسته كړې ده، اوس له څلورو كلونو راهيسې په دې پوه شوى يم چي موږ يواځې د خپل ځان لپاره نۀ يو پيدا، بلكې نور خلك هم پر موږ حق لري او اوس پر دې كار عمل كوم، ځكه نو خپل اصلي عمر يواځې څلور كاله ګڼم او شمېرم، نور بې ګټې عمر و.

ګرانو ماشومانو! ګورئ سپين ږيري څومره ښه خبره كړې ده چي تر څو پورې څوك په خپل كار پوه نۀ شي په سړيو كې نۀ شمېرل كېږي. لويوالى په پوهه پورې اړه لري، نۀ په عمر پورې او سخاوت په زړۀ پورې اړه لري، نۀ په شتمنۍ او پيسو لرلو پورې، كوم خلك چي وختي په دغو خبرو ځانونه پوه كړي، د هغوى له هيڅ يوې خبرې څخه به هم نور ونۀ ځورېږي، بلكې هغه تل د كمزورو او غريبو خلكو په مرسته كولو سره نېكۍ او دوعاوې ګټي.

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.