source of image: http://bit.ly/2nRBea3
source of image: http://bit.ly/2nRBea3

 

 يو سوداګر په سمندري بېړۍ كې ناست و سفر يې كاوۀ او په خبرو- خبرو كې يې د بېړۍ له چلوونكي ماڼو  څخه وپوښتل:

- ستا پلار څۀ كار كاوۀ؟

هغۀ ورته وويل:

- مهربانه! پلار خو مي دي خداى وبخښي، موږ له اووه پښته همدا د بېړۍ چلولو كار كوو

سوداګر وپوښتل:

- ستا پلار محترم چېرې ښخ دى؟

ماڼو ځواب وركړ:

- هغه دوه كاله مخكې هسپانيې ته په بېړۍ كې روان و، پر لارې توپان راغى، دۀ نور مساپر و ژغورل، په كوچنيو- كوچنيو كيښتيو كې يې سپارۀ كړل خو دى له بېړۍ سره په سمندر كې لاهو شو.

سوداګر سخت افسوس وكړ، لږ ګړۍ وروسته يې ترې وپوښتل:

- ستا نيكه بابا څنګه مړ شوى و؟

ماڼو ځواب وركړ:

- هغۀ هم د يوې بېړۍ په لاهو كېدو سره ژوند له لاسه وركړ

سوداګر بيا هم سخت افسوس وكړ او ورته ويې ويل:

- نو چي په دې له خطره ډك كار كې دي پلار او نيكه مړۀ شول، نو دا خو عجيبه ده چي تا هم دې كار ته لاس واچاوه؟

بېړۍ چلوونكي ماڼو تر لږ خبرو اترو وروسته له سوداګره وپوښتل:

- ستا پلار محترم دوكانداري كوله كه څنګه؟

سوداګر په ډېرې لېوالتيا سره ځواب وركړ:

- هو، همدا اوس پر هغۀ دوكان زۀ هم كښېنم

ماڼو ورته وويل:

- ښه ستا پلار او نيكه بابا چېرې مړۀ شوي وو؟

سوداګر ورته وويل:

- په هغه كور كې چي اوس زۀ پكې اوسېږم

ماڼو وويل:

- عجيبه نه ده، په كوم دوكان كې چي ستا پلار كښېنستى تۀ هم پكې ناست يې او په كوم كور كې چي دي پلار نيكه مړۀ شوي دي، تۀ اوس هم پكې اوسېږې؟

ګرانو كوچنيانو! د دې كيسې مقصد دا دى چي له كوم كاره كركه كول او ترې وېرېدل ښۀ كار نۀ دى.

منبع

د كتاب نوم : مغرور مېږى  (د كوچنيانو كيسې)

 ژباړن : باركوال مياخېل

 خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل

 چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال

 كمپوز : كريم لوراند

 چاپ ځاى : كابل

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.