source of image: http://spaziotex.blogspot.de/2013_03_01_archive.html
source of image: http://spaziotex.blogspot.de/2013_03_01_archive.html

 

 د يو سړي څلور زامن ول

څلور دوی واړه غيرتمن ول

پلار يې ورکړې ښه روزنه

ښه يې اخلاق ښه يې پالنه

يو کال سړي ويل زامنو

زما دلاورو زما پتمنو

له کلي ليري ده يو ونه

د ناک دا ونه ده ښه پلنه

په پسرلي دي ورسي مشر

په ژمي لېږم ستاسو کشر

په دوبي ولاړ دي سي مېنځوی

په مني بل ستاسو ورورکی

کله چي تير سو هغه کال

پلار بيا له دوی وکړ سوال

اوس راته واياست حال د ونې

څه يې حالت ؤ څه يې بڼې

مشر ويل ښکلې ښايسته وه

په ښکلو ګلو آراسته وه

کشر ويل نه داسي نه وه

دا وچه کلکه او کږه وه

مېنځوي ويل يا داسي نه وه

دا صرف په پاڼو زرغونه وه

بل يو ويل هيڅ داسي نه وه

په ميوو دا ونه درنه وه

پلار بيا وياند سو ويل واورئ

بېل بېل نظر د يو بل واورئ

موسم څلور، څلور نظرونه

ډېر يې تر منځ دي توپيرونه

که څه چي ټول دغه رشتيا دي

خو قضاوت ته نا بسيا دي

ناقصه تل به يې فيصله وي

پر قضاوت چي يې عجله وي

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د می ۱۱مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.