source of image: http://bit.ly/2qfEyZI
source of image: http://bit.ly/2qfEyZI

 

کله چې د « راپونڅل » مور اومېندوارې سوه او « راپونڅل » ئي په نس سوه ډېره اجايي ئې کېدله . او زړه ئي ډېر و بوشکو ته کېده . د « راپونڅل » پلار خپل د مېرمني ناز پر ځمکه نسو غورځولای . نو رهي سو د یوې جادوګري (ساحري) بوډۍ ښځي وکښت ته، چې هغې ډېري ښې بوشکي کرلي وې . څه بوشکي د خپلي ښځي لپاره راغلا کړي . د « راپونڅل »پلار لا په کښت کي وو چې جادوګري ښځي هغه پر غلا و نیو . پلار د دې له لپاره چې ځان ئې د بوډۍ څخه خلاس کړی وي ، نو د بوډۍ سره د خپل دنه زوکړي کوچني د ورکولو ژمنه وکړه . کله چې کوچنی نړۍ ته راغی یوه انجلۍ وه او نوم ئې ورباندي « راپونڅل » کښېښود . د ژمني سره سم جادوګره راغله کوچنی ئې ځني بوت. تر څو چې « راپونڅل » وړوکې وه د بوډۍپه کور کي ورسره وه . څه مهال چې دا دولس کلنه سوه؛ بوډۍ دا په یو ډېر جګ برج کي چې پاس په سره کي ئي یوه وړه خونه لرله کښېنوله . دا برج د لاندي د خوا څخه هیڅ یوه لیاره نه لرله . یوازي دې وړې خوني یو ور لاره، چې د یوې وړوکي برنډې خواته خلاسېده او بس . « راپونڅل »کله کله دډېر لږ مهال لپاره برنډې ته راوتل او غزلي به ئي ویلې . « راپونڅل » ډېره ښایسته، جګه نرۍ او ښکلې وه . غټي شنې سترګي، ژړ او ډېر اوږده وېښتیان چې د برج پای ته رسېدل، لرله . په زړه پوري او ښه اواز ئي لاره .

هغه ساحره ښځه چې مېرمن «ګوتل » (Frau Gothel) نومېده تل به« راپونڅل » ته راتله . ږغ بې پر وکی : « راپونڅل، راپونڅل » خپل وېښتیان راکښته کړه! « راپونڅل » به خپل وېښتییان د دروازې په مېلې پوري ټینګ ونیوله او ورکښته بې کړه . سحرګري به وېښتیان ونیوله او ورپورته به سوه . راکښته کېده ئي هم په دغه توګه وه . یوه ورځ کله چې د يو باچا زوی پر دغه لیاره تېرېدی د « راپونڅل » بدله ئي واورېدده او پر دغه ږغ مین سو . تل به پر دغه مهال چې «راپونڅل » بدله ویله د باچا زوی به راغی یو ځائ به پټ ورته ودرېدی . «راپونڅل» بې ډېره لږ ولیده بیا به ولاړه . د باچا زوی ږغ نسو پر کولای، ولي چې نوم ئي نه وو ځني زده . یوه ورځ چې دی پټ ورته ولاړ وو، که ګوري، چې یوه بوډۍ ښځه راغله او نارې ئي کړې : « راپونڅل، راپونڅل » ستا وېښتیان راکښته کړه! « راپونڅل » هم خپل وېښتیان راکښته کړه اوبوډۍ ور وخته . د باچا زوی هم دغه فرمول زده کی . کله چې ساحره ولاړه ؛ سمدلاسه دباچا زوی راغی او ورناره ئې کړه : «راپونڅل، راپونڅل » ستا وېښتیان را کښته کړه! « راپونڅل » هم خپل وېښتیان ور کښته کړه او د باچا زوی ور وخوت . دوی نسو کولاي ، چې دواړه راکښته سي . خو د باچا زوی ولاړ چې اوږد تناو راوړي او دغه کار ئي هم وکی . کوم مهال چې د باچا زوی د «راپونڅل » سره وو ساحره ښځه راغله او ږغ ئي پر وکی : « راپونڅل، راپونڅل » ستا وېښتیان راکښته کړه! دې هم خپل وېښتیان ورکښته کړه اوبوډۍ ورپورته سوه . کله چې بوډۍ د باچا زوی ولید ډېره په قهر سوه . د باچا زوی ځان پر تناو کښته اېله کی پر دغه مهال بوډۍ د باچا زوی په اغیزینو خاشوکي پوري وهه . د باچا زوی په سترګو ړوندسو هیڅ شی ئې نه لیده . او د « راپونڅل » څخه ساحرې وېښتیان غیچي کړه او په یوه بېدیا کي ئي ایله کړه . د باچا زوی ړوندوو خو هري خواته په «راپونڅل » پسې ګرځېده . په پای کي یوه ورځ پر دغي بېدیا پېښ سو او په دې وچه دښته کي ګرځېد، چې نا ببره ئي د « راپونڅل » ږغ تر غوږ سو او ودرېد او غوږ ئي ونیوه، چې دا ږغ له کومي خوا راځي، چې د ږغ لور ور څرګند سي . او پر هغه لور ورسي . کله چې د ږغ خوا ور څرګنده سوه، نو هغه پلو ته ور رهي سو او ږغ ئي پر وکی : « راپونڅل، راپونڅل» چیري يې؟ زه خو ړوند یم تا نه وینم! کله چې« راپونڅل » دا ږغ اوري سمدلاسه د باچا زوی هم ویني او ور درومي او په ژړا هغه ته ورځي. څرنګه چې د باچا د زوی مخ او سترګي د « راپونڅل » په اوښکو لنديږي د باچا د زوی سترګي بېرته لیده کوي او سترګي ئي جوړیږي . او د باچا زوی چیغي وهي او واي : «راپونڅل، راپونڅل » زه تا وینم . دواړه خوشالۍ کوي . د باچا زوی « راپونڅل » خپل کورته بوتله؛ دده ټوله کورنۍ خوشهاله سوه او ددوی لپاره ئي د خوښۍ جشن جوړکی .

ژباړن: محمد سرور وکیلي
لراوبر ته واستول سوه . نېټه ۱۵ . ۱۱ . ۲۰۰۹ زکال = ۲۴ . ۸ . ۱۳۸۸ هـ ش کال 

 منبع
د نکل اصلي نوم (په آلماني): Rapunzel
د کتاب نوم: د برودر ګریم (Brüder Grimm) لنډي کیسې
د کیسو لیکونکي:
برودر ګریم
ژباړونکی (له آلماني څخه پښتو ته):
محمدسرور وکیلي
د ژباړي ځای:
المان د بوناتال ښار : نېټه ۲۰ . ۴ . ۲۰۱۰ ز ک

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.