source of image: http://bit.ly/2qa4ytM
source of image: http://bit.ly/2qa4ytM

 

 یوه سړي ته خدای (ج) اووه زامن ورکړه خو لور ئي نه لرله وروسته تر څو کلو خدای (ج) یوه لور ورکړه . پلار يوه ورځ د خپل لور  لپاره خپل زامنو ته منګی پلاس ورکی، چې له څا نه اوبه راوړي . څرنګه چې ماشومان دي! دغه اووه کوچينیانو هم پر لیار منډي او ټوپونه وهله خو وڅا ته نږدې منګی وڅا ته ځيني ولوېد . پلار او مور ئي سترګي پر لار وې هلوکان رانغله . پلار ئي له دې ویري چې زامن ئي بېخي ځني لاړ نه شي یو وار ئي تر خولې ووتل، چې دوی دي کارګان سي . دغه د پلار بې اندېښنې خبره منل کېږي او دغسي هم وسوه . او پلار ئي دغه اووه کاړګان په هوا کي ویني . په تېرېدو سره د مهال د دې سړي لور هم لو ييږي . دا انجلۍ په دې نه پوهیږي، چې اووه وړونه لري . مور او پلار ئي دغه خبره ځني پټه کړې وه . خو په پای کي د دې او د هې له خولې د کیسې نه خبره سوه . خو دغه انجلۍ ځان په دغه کار کي پړه بولي . که څه هم مور او پلار ئي ډېر ورته وویل، چې ته په دغه کار کي ګرد سره ګرمه نه ېي خو دې انجلۍ خبره نه منله ځان ئي په کار کي ملامت ګاڼه . انجلئ د خپل وړونو په لټون او خلاسون پسې سوه . خو دې دا ټوله نړۍ پسې غلبېل کړه خپل د وروڼو څرک ئي ونه ایسته . په پای کي دغه اجلې لمر ته راغله او سپوږمۍ ته ورغله خو دوی سم چم ورسره وه نه کی . د تربګنۍ له مخي یوه خپله سوځند خوا او بلي خپله سړه خوا ور وښوول . خو بیا ستورو ته ورځي ؛ ستوري پر مهربانه کېږي . د سهار سترګه دې انجلۍ ته کيلۍ په لاس ورکه وي او ورته واي : د ښیښو غره ته ورسه هلته یو قلف دی په دغه کيلۍ ئي خلاس کړه . انجلۍ کيلۍ را واخسته ښيښه ئي غره ته راغله، چې وې کتل کیلیاني ئي ورکي کړي وې . انجلۍ سمدلاسه خپل د یوه لاس خچڼه ګوته پرې کړه او په کلپ ئي ورننه ایسته ور خلاس سو او په غر ننه وته . او هلته دا یوه وړوشکي انسان سره مخ کېږي . دا وړوشکی انسان ورته وايي : اوس دا اووه کارګان په کور کي نسته او زه دوی ته ډوډۍ جوړه وم . اووه غابونه ئي د اوو ګلاسو سره د مېز پر ډوډۍکښېښوول . دغي انجلۍ له هر غابه نه څه وخوړه او د پای په ګلاس کي ئي خپله ګوتمۍ واچول . کله چې کارګان راغله، چې ډوډۍ وخوري، که ګوري، چې له غابونه څه خوړه سوي دي . هر یوه و یو و بل ته سره وویل، چې زما له غابه نه چا خوړلي دي . دا خو د انسان خوله ده . او اووم کارګه پخپل ګلاس کي ګوتمۍ وموندل او وې پېژندل او د خپل خور خواست ئي وکی . او خور ئي هم راغله . په لېدو سره خپل د خور ټوله بېرته سم سوه .

 

منبع
د نکل اصلي نوم (په آلماني): Die sieben Raben
د کتاب نوم: د برودر ګریم (Brüder Grimm) لنډي کیسې
د کیسو لیکونکي:
برودر ګریم
ژباړونکی (له آلماني څخه پښتو ته):
محمدسرور وکیلي
د ژباړي ځای:
المان د بوناتال ښار : نېټه ۲۰ . ۴ . ۲۰۱۰ ز ک

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.