source of image: http://bit.ly/2l900yo
source of image: http://bit.ly/2l900yo

 

 په یو وخت کي یوه زړه وزه وه، چې دې اوه مرغومي لرل. پر دې زړې وزې خپل دا بچیان ډېر ګران ول. یوه ورځ دې غوښته، چې ځنګله ته ولاړه سي او خپلو بچیانو ته څه د خوراک لپاره راوړي. دې پر خپلو بچیانو ږغ وکی او ځان ته ئي را وبلل او ورته يې داسي وویل: «زه ځنګله ته ځم، چې تاسو ته څه خواړه راوړم. پر خپل ځانو پام کوئ، چې بد مرغه لېوه رانسي او تاسي راڅخه ونه خوري! لېوه له ځانه هرشی جوړوي؛ خو یوازي د ده ډډ ږغ او توري پاچکي تاسو پېژندلای سئ.» مرغومانو ورته وویل : «ګراني مورجاني! ته کولای سې، چې بې غمه ولاړه سې! موږ بېخي پر ځان پام کوو.» کله چي وزې د خپلو مرغومو دا خبري واورېدې نو په آرامه و ځنګل ته ولاړه.

  څه وخت لا نه وو تېر سوی، چې ور وټکېده او ږغ وسو : «ور را خلاس کړئ؛ ګرانو ستاسو مورکه راغله او تاسو هر یوه ته يې څه له ځانه سره راوړي دي.» خو مرغومان پر ډډ ږغ و پېژانده، چې لېوه دی. مرغومانو ږغ وکی : «موږ ور نه خلاسه وو. ته زموږ مور نه يې. زموږ مور نازک او مهربانهړږغ لري. خو ستا ږغ ډېر بوږ دی ولي چي ته لېوه يې.»

 لېوه رهي سو خو یوه وړوکي پلورنځي ته ورغی؛ یو څه تباشیر يې واخستل او هغه يې وخوړل، چې ږغ ئي ملایم سي. نو بېرته راغی مرغومانو ته او ور يې وټکاوه او پر دوی يې ږغ وکی: «ور خلاس کړئ چوچیانو ستاسو ګرانه مورکه ده! تاسو هر یوه ته يې څه راوړي.» څرنګه چې شرمښ خپله پنجه د کړکۍ سره نيولې وه نو مرغومانو هغه ولیده او ږغ يې پر وکی:«موږ ور نه خلاسه وو! زموږ د مور پښې توري نه دي. ته شرمښ يې.»

 کله چې لېوه دا خبره واروېده د ډوډۍ پخونکي يا د نانوای خوا ته رهي سو. هغه ته يې وویل:«زما پښه خوږ سوې ده. يو څه اوړه راکه، چې زه يې پر خپله پښه وموږم.» په لومړي ځل کي ډوډۍ پخونکي څه نټه وکړه خو په پای کي يې څه اوړه ورکړه چې پنجې يې په سپیني کړې.

 د درېم ځل لپاره قهرجن لېوه مرغومانو ته راغی ور يې ور وټکاوه او وې ویل :«زما ګرانو ور راخلاس کړئ ستاسو مورکه له ځنګله نه راغلې تاسو ته يې څه له ځنګله نه را وړي دي.» مرغومانو ږغ پر وکی:«لومړی ته خپلې پنجې را ښکاره کړه، چې ته په رښتیا زموږ مورکه يې که نه.» لېوه خپله پنجه د کړکۍ پرکېنارې کښېښوده؛ کله چې مرغومانو دا وليده، چې سپینه ده، نو وې منل؛ ور يې ورخلاس کړ. خو څوک چې ور ننه ووت هغه لېوه وو.

 مرغومان وورېدل او ځانونه يې هر ځای پټ کړل، خو هغه وړوکی مرغومي ځان د دېوالي ساعت په المارۍ کي پټ کړ. شرمښ هر یو مرغومی جلا جلا له خپل پټ ځای څخه را وایستی او یوه یوه ګوله او بيا يې تر ستونې تېر کړ. یوازي هغه وړوکی مرغومی چې ځني پاته سو نور يې شپږ سره تر ستونې تېر کړل. څنګه چې د شرمښ نس ډک سو نو ولاړ په یوه چمن کي تر یوې وني لاندي ټنډ وغځېد او ویده سو.

 ډېر وخت نه سو تېر، چې زړه وزه له ځنکله څخه کور ته راغله. هغې وليدل چي د کور ور خلاس وو، مېز پر یوه خوا او کالي او نور توکي پر بله خوا سره شو په شو پراته ول او کور ګډ وډ وو. دې خپل بچیان پلټل خو هیڅ چیري يې هغوی پيدا نه کړل. دې ږغ وکړ او د هر یوه نوم ئي جلا جلا واخيست خو چا ځواب ور نه کړ. په پای کي يې د وړوکي مرغومي نوم واخيست. وړوکي مرغومي چي د مور ږغ واورېد نو يې چيغي کړې: «مورکي جاني، زه د ساعت په آلمارۍ کي يم.»

 مور يې ورغله او وړوکی مرغومی يې د ساعت له آلمارۍ راخلاس کړ. مرغومي خپلې مور ته د لېوه ټوله کيسه بيان کړه. په پای کي وزه را رهي سوه او وړوکی مرغومی هم ورسره ملګری سو. کله چې دوی چمن ته راغلل نو دوی تر ونې لاندي شرمښ وليدی چي ډکه پړسېدلې خېټه ويده دی او د خورهاري له لاسه يې د وني څانګي لړځې او په نس کښې يې د مرغومي هم ښوري. وزې وویل:«اې خدایه! زما بچیان يې چې تېر کړي خو لا د ده په نس کي ژوندي دي.»

 وزه سمدلاسه کور ته ولاړه بياتي، ستن او تاو سوی تار يې راوړل چې د دې لېوه نس ور خلاس کړي او خپل بچیان ځني راوباسي. کله چې يې نس په بياتي يا قېنچي ور خلاس کړ نو یو یو مرغومی، د لېوه له نس څخه يو په بل پسي شپږ واړه مرغومي راوتلل. دا یوه لويه خوښي وه ولي چې ټول ورغومان ژوندي ول. وزې خپلو بچیانو ته وویل.«ورځئ ډبري راوړئ د دې ظالم نس به په ور ډک کړو.» وزې د لېوه نس داسي د ډبرو ور ډک کړ او بېرته يې ور وګانډه، چې لېوه په ځان لا خبر نه سو. کله چې د لېوه خوب پوره سو نو را کښېناستی او رهي سو. دا چي د هغه نس له ډبرو ډک ؤ نو هغه ډېر تږی سوی ؤ او د اوبو پر لور رهي سو. اوبو ته چې ورسېده نو ډېري اوبه يې وچيښلې. شرمښ غوښتل چې ولاړ سي خو ډبرې ئي په نس کي په ښور راغلې. لېوه وویل :«اوس مي دا څه ښوري په نس کي، ما ویل شپږ مرغومي به وي نس کي، خو اوس ښوري لوی ډبري زما په نس کي، ډېر ډېر مي هم خوږ او هم ډېر درد دی زما په نس کي.» شرمښ د اوبو چښلو وروسته بله پلا بيا اوبو ته راغلی ځان يې پر راکوږ کړ او دومره اوبه يې وچیښلې، چې په سغل او ناجوړه او بيا مړ سو. کله چې دغو اوو مرغومانو دا حال وليد نو له خوښۍ يې د اوبو پر غاړه نڅا کوله او ویل يې:«لېوه مړسو، لېوه مړ سو، موري اوس به موږ اوبه سو.»

منبع
د نکل اصلي نوم (په آلماني): 
د کتاب نوم: د برودر ګریم (Brüder Grimm) لنډي کیسې
د کیسو لیکونکي:
برودر ګریم
ژباړونکی (له آلماني څخه پښتو ته):
محمدسرور وکیلي
د ژباړي ځای:
المان د بوناتال ښار : د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ ۲۵مه نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.