په يوه ښکلي ځنګله کې څلور غواګانې اوسيدې،دوی د يو بل ښې ملګرې وې، هر وخت به يو ځای وښو پسې ګرځيدې، هيڅکله يواځې په ځنګله کې نه ګرځيدې، له دې ويريدې چې کوم ځناور حيوان حمله پې ونه کي. 

يوه ورځ ليوه راغی، غوښتل يې غواګانو باندې حمله وکي، خو کله چې يې  وليدل غواګانې يو ځای ګرځي، ليوه ترې وډار شو او له هغه ځايه وتښتيد.

په دغه ځنګله کې پړانګ هم اوسيده، پټ به په غواګانو پسې ګرځيده چې ويې خوري.

پړانګ:  واه واه چې دا غواګانې وخورم څومره خوند به وکي، ههه ډير ښه.

يوه ورځ دې پړانګ غوښتل په غواګانو باندې حمله وکي، اوس ورته ګورئ چې غواګانۍ څنګه پړانګ ته ځواب ورکوي.

پړانګ: آخ آخ له دوی سره مې زور نه دی برابر بايد له دې ځآيه لاړ شم.  

څو ورځې تيرې شوې، يوه ورځ غواګانو په خپلو منځو کې جنګ پيل که، يو بل يې سخت ووهل. 

غوا ۱:  له ماسره ونه غږيږې.

غوا ۲:   ته ام له ما سره ونه غږيږې.

غوا ۳: زه نه غواړم چې نور له تاسې سره واوسم. 

غوا ۴:  زه ام درنه لاړم.

له دې سره ټولې غواګانۍ، د ځنګله بيلو بيلو خواوو ته، لاړلې چې واښه وخوري.

د دې په ليدو سره پړانګ ډير خوشحاله شو.

پړانګ   (خندا کوي) اوس يې نو ورځ راورسيده، ور به شم.

پړانګ ورغی  او په يوه يوه غوا يې حمله وکړه، دا چې غواګانو يوالی  نه درلود نو د پړانګ زور يې هم نه درلود.

 که يوالی ولرو کاميابه به يو او که نه نو تل به ناکام يو.  

 

ژباړونکی: نصرت الله صميم

 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.