د نکل ږغ دلته اورېدلای سئ:

 

 يوه ورځ پيشو او ګيدړه د يوې ونې لاندې ناست وو له يو بل سره غږيدل،ګيدړې وويل:

ګيدړه: دغه سپيان ډير خطرناکه دي، ډير بد مې ايسيږي.

پيشو:   هو ته سم وايې د ما ام ښه نه ايسيږي.

ګيدړه:  دا ځنګلي سپيان ډير تيز دي، خو زه باور لرم چې ما نه شي نيولی، زما ډير چلونه زده دي چې ځان ترې خلاص کم.

 پيشو ورته وويل:

پيشو :  چلونه، کوم چلونه؟.

 پيشکې  غوښتل پوه شي.

ګيدړه:  ډير چلونه دي او پيشو، ګوره، په منډه له دغو تيرو اغزيو ګامونه اچوم، د بوټو او ونو شاته پټيدی شم، او کوچنيو څاګانو کې هم ځان پټولی شم.

پيشو:  دا چلونه ماته هم رازده که.

ګيدړه :  نه نه زه نه غواړم  دا چلونه  چاته  ورزده کوم، دا چلونه يواځې د هوښيارانو زده وي لکه زما.

 پيشو په ډيرې خواشينۍ سره وويل

پيشو:  خو زما يواځې يو چل زده دی.

 په دې وخت کې دوی د سپيانو غږ واوريد چې د دوی خواته يې منډې ور وهلې.

پيشو: اوس به مې له خپل چل نه ګټه واخلم او ځآن به له سپيو خلاص کم، وبه ګورم چې ته  په خپلو چلونو څنګه ځآن له سپيو خلاصوې.

  ګيدړې ټول چلونه وکړل خو له سپيانو يې ځآن خلاص نه که،

سپی :  دباندې راوځه.

 سپيانو حمله پې وکړه او ګيدړه يې ونيوله.

ژباړونکی: نصرت الله صميم

  

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.