نکل په ږغ کي دلته اورېدلای سئ:

 

 په يوه کلي کې يو شپون هلک اوسيده، هغه به  هره ورځ  نږدې غونډۍ ته ته او وري به يې هلته څرول، ترڅو ماړه شي،  يوه ورځ هغه ستړی شو غوښتل يې يوه ساتيري جوړه کي، چې سات يې تير شي، هغه په لوړ غږ چيغې کړې.

هلک: ليوه راغی ليوه ليوه. مرسته وکي دلته ليوه راغی.

دهقانانو په ځمکه کې کار کاوه د هلک غږ يې چې واوريد په منډه هلته ورغلل ترڅو مرسته ورسره وکړي، 

سړی: چيرته دی ليوه؟ تاته وايم چيرته دی ليوه.

هغوی شاوخوا وکتل خو هغه ځای کې ليوه نه و، دهقانان ډير ورته په قار شول او ورته ويې وويل چې بيا دروغ ونه وايي، هلک خندل، دهقانان ترې روان شول، خو هلک يې خبرو ته غوږ ونه نيوه.

څه شيبه وروسته هلک بيا چيغې کړې، ليوه راغۍ  ليوه، هلئ مرسته وکړئ، د ما وريان ترې خلاص کړئ.

دهقانان ورغلل خو ليوه نه و، هغوی هلک ته ډير په قار شول.

دهقان: که دا ځل دې داسې دروغ وويل مونږ به دې مرستې  ته رانه شو، دهقانان ترې لاړل.

په سبا ورځ هلک بيا غوښتل دروغ ووايي، خو يو ناڅاپه يې پام شو چې ليوه په رښتيا د ده د وريانو خواته ور روان دی، هلک په منډه ونې ته وخوت او په لوړ غږ يې نارې کړې.

هلئ ليوه دی ليوه، مرسته مرسته.

دهقانانو يې غږ واوريد، هغوی فکر وکه چې هلک بيا دروغ وايي هيڅوک يې مرستې ته ورنغلل، ليوه د هغه هلک ټول وريان وخوړل، هلک ژړل ځکه د دروغو ويلو له لاسه يې هيڅوک مرستې ته ورنغلل.

 ګرانو ماشومانو هيڅکله دروغ مه وايئ، که يو ځل په دروغجن مشهور شوئ بيا به مو څوک په رښتيا خبرو ام باور نه کوي.

 

ژباړونکی: نصرت الله صميم

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.