source of image: https://pixabay.com/p-2234965/?no_redirect
source of image: https://pixabay.com/p-2234965/?no_redirect

 

 

دا د مرغۍ ځاله ده

ښه ورته خوشحاله ده

بچیان ورته چغېږي

مور یې هوسېږي

مور ورته خواړه راوړي

پاک راوړي خواږه راوړي

ځاله د مرغیو زه

ساتم په خواریو زه

نه ځان په کیسو پرېږدم 

نه ورته پیشو پرېږدم

ارکوڼي به رالوی شي

اخر به په ژوند پوی شي

بیا به الوتنه کړی

ځان نه به ساتنه کړي

منبع
د کتاب نوم: ستوري خاندي (د ماشومانو له پاره شعرونه)، مصور بنسټ، ۱۳۸۲
ليکونکی:
علم ګل سحر

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.