source of image:https://pixabay.com/p-2435542/?no_redirect
source of image:https://pixabay.com/p-2435542/?no_redirect

 

ورور مې مرور دی

مات شوی یې موټر دی

ناست دی ځان ته غلی

له درسونو هم وتلی

موټر د ورور مې ښکلی و

پلار مې رانیولی و

ورور به مې خوشحاله کړم

خلاص بې له جنجاله کړم

جوړ به یې موټر کړم

زه به ورته ژر کړم

بیا به خوشحالي کوو

لوبې یو ځایي کوو

منبع
د کتاب نوم: ستوري خاندي (د ماشومانو له پاره شعرونه)، مصور بنسټ، ۱۳۸۲
ليکونکی:
علم ګل سحر

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.