په یوه ځنګله کې چرګه او کوتره سره یوځای اوسیدل. په دغه لوی او ښکلي ځنګله کې نورو حیواناتو او اولوتونکو هم ژوند کاوه، د هر چا بیل بیل کورونه وو.

په پخوا زمانو کې کوترې هم د چرګو غوندې الوتلی نه شوای، کوتره او چرګه د ځنګه په یوه ګوښه کې په یوه کور کې اوسېدل، دانې او نور خوراکونه به یې په ګډه پیدا کول او بیا به یې یو ځای سره خوړل.

کوترې او چرګې به چې څه دانې مانې را ټولې کړې، کارګه به له پاسه راغی د دوی دانې به یې ترې وخوړلې، چې کوتره او چرګه به را ورسېدل کار ګه به والوت او د یوې جګې ونې په سر کې به کېناست.

کوترې او چرګې به وروسته له دې خپلې دانې او نور خوراکونه ښخول، خو کارګه به پورته په ونه کې ناست و، دوی به یې لیدل. چې کوتره او چرګه به یوې خواته شول ژر به ورته را ښکته شو دانې او نور خوراکونه به یې را وایستل او بیرته به ژر والوت. کوتره او چرګه د کارګه له دغه کاره  ډیرې په تنګ شوې. 

یوه ورځ کوترې چرګې ته وویل :

- کارګه چې دومره وس لري چې هره ورځ  زما اوستا خواړه را څخه وړي پوهیږې قوت یې په څه کې دی؟ 

چرګې وویل: نه، نه پوهیږم ته څه فکر کوې.

کوترې ورته وویل: دا ځکه چې کارګه الوتلی شي، وګوره د ونو سرونو او لیرې غرونو ته تللی شي ، زموږ تیار شوي خواړه وخوري او راڅخه والوزي.

چرګې پوښتنه وکړه: نو موږ څه کولای شو؟

کوترې سترګې پټې کړې، له لږ فکر وروسته یې وویل: 

 ولې نه موږ هم کولای شو چې د کارګه غوندې شو.

چرګه حیرانه شوه ویې پوښتل:

- هغه څنګه؟

کوترې وویل:

-راځه چې زه او ته هم الوتنه زده کړو.

چرګې خپل وزر وغوړول ویې ویل: 

دا خو ډیر سخت کار دی، څنګه به یې زده کوو.

کوترې وویل: هر څه په کوښښ او زیار سره کیدای شي، چې لږ کوښښ وکړو زه او ته هم د کارګه غوندې الوتنه زده کولای شو.

چرګه زړه نازړه وه خو کوترې قناعت ورکړ، په سبا دواړه د چتکي یا ډیک کورته ورغلې، کوترې چتکي ته وویل:

چتکې تیزه کیه       

ښکلې ګلالیه

موږ ته الوتل زده که

اسمان ته برختل زده که

چتکی چې په یوه نرۍ لښته ناست و، والوت او د کوترې خواته په یوه ډبره کیناست ویې ویل:

ای ښکلې کوترې

عبث کوې خبرې

دا شوقونه پریږده

ګرځه رانه لیرې

کوتره او چرګه دواړه مایوسه ترې روانې شوې، لاړې لاړې لاړې د ټپوس کورته ورسیدې، کوترې ټپوس ته مخ ورواړاوه، ورته ویې ویل:

ای ټپوسه وروره

راغلو ستا تر کوره

موږ ته الوتل زده که

اسمان ته بر ختل زده که 

ټپوس چې د یوه لوړ کمر پر سر ناست و، په غرور یې دواړو ته وویل:

ای ښکلې کوترې

ای چرګې ببرې

تاسې الوتی نه شئ

دا سخت کار کوی نه شئ

کوترې ورته وویل:

موږ هره ورځ کار کوو 

شپه او ورځ به زیار کوو

وایو سبقونه موږ

زده کړو پروازونه موږ

خو ټپوس د دوی غوښتنه نه منله، دا وار یې په غوسه وویل:

ځئ دا ستاسې کار نه دی

ټپوس دې ته تیار نه دی

چې تا ته الوتل زده کي

اسمان ته برختل زده کي

کوتره او چرګه خواشیني او ژړغوني روانې شوې، چرګه ستړې شوه، ویې ویل چې نور زه له دغه کاره تیره یم خو کوترې ورته وویل: راځه مایوسه کیږه مه، اخر به یو څوک پیدا شي، چې موږ ته الوتل رازده کړي.

کوتره او چرګه تلې تلې تلې مازدیګر نا وخته د ملا چرګک کورته ورسیدې 

کوترې ملا چرګک ته وویل:

سلام ملا چرګکه

په منډه کې چابکه

موږ ته الوتل زده که

اسمان بر ته ختل زده که  

ملا چرګک په خپله مښوکه ځمکه وخرله ویې ویل:

ماته ښه خواړه راکړﺉ

هره ورځ خواږه راکړﺉ

زه به الوتل درزده کړم

اسمان ته برختل درزده کړم 

کوتره خوشحاله شوه ویې ویل:

موږ تا ته دانې راوړو 

ښې خوږې پستې راوړو

موږ ته الوتل زده که

اسمان ته بر ختل زده که 

کوتره به هر سهار وختي له خوبه پاڅیدله او د ملا چرګک کورته به د درس او تمرین لپاره تلله خو چرګه دوه ورځې ولاړه، بیا نه ولاړه کوترې ډیر ورته وویل خو چرګې نه منله، ویل یې:

نه لولم درسونه زه

لرم لوی وزرونه زه

لږ چې نوره غټه شم

کړم به پروازونه زه

کوترې به ټوله ورځ کار کاوه، نیمایي خواړه به یې پخپله خوړل او نیمایي نور به یې ملا چرګک ته ور وړل. ملا چرګک به په بدل کې هغې ته د الوتلو درسونه ور ښودل. د دې لپاره چې هره ورځ وختي خپل درس او تمرین ته ځان ورسوي خپل کور یې بدل کړ او د ملا چرګک د کور خواته یې نوی کور جوړ کړ.

شپې ورځې تیرې شوې کوترې الوتل زده کړل، نور به کوتره په ځمکه نه ګرځیدله د نورو الوتونکو مرغانو غوندې به د ونو په سرونو کې ناسته وه، اوس کارګه نه شوای کولای د دې تیار شوي خواړه وخوري، کوتره به هر سهار او مازدیګر د چکر او هوا خوري لپاره د لیرې غرونو سرونو ته تلله.

کوتره یوه ورځ د یوې لوړې ونې په څانګه ناسته وه چې لاندې یې وکتل، ویې لیدل چې د دې پخوانۍ ملګرې چرګه خواړه خوري، په دې وخت کارګه له پاسه راغی د چرګې د خولې خواړه یې ترې وتښتول، چرګه حیرانه دریانه ودریدله، په بې وسي یې پورته د کارګه په لوري کتل.

کوتره په کارګه پسې والوتله له لیرې یې پرې چیغې نارې جوړې کړې:

- هلئ غل دی هلئ غل دی.

نور مرغان هم په کارګه پسې والوتل، کارګه وارخطا شو، خواړه ترې ولویدل او دی وتښتید.

کوترې ټول خواړه بېرته چرګې ته راوړل، چرګې چې د کوترې اوچت پروازونه ولیدل ځان سره يې وويل، چې زه به هم خامخا الوتل زده كړم.

چرګه هم ملا چرګك ته لاړه. ورته و يې ويل: ما ته هم دكوترې غوندې الوتل رازده كړه. ملا چرګك درسونه ورته پيل كړل. څو اوونۍ يې ورسره خواري وكړه، خو چې هر څه يې وكړل، چرګې الوتل زده نه كړل. چرګې هم خپله ټول وس وكړ، خو چې څومره يې هڅه وكړه، له دوو ګزو پورته نه شوه الوتلى. ملا چرګك ورته وويل، چې ته ډېره لټه يې، له تا نه څه شى نه جوړېږي، زه نور درس نه شم دركولى. 

چرګه ناهيلې شوه، ټوله ورځ يې سر ټيټ نيولى و، دې خوا ها خوا ګرځېده، چورتونه يې وهل، چې زه ولې لټه يم؟

ماښام نژدې و، چې كوتره راغله. چرګه يې وليده، چې خپه ناسته ده. كوتره د هغې څنګ  ته كېناسته، پوښتنه يې وكړه: ولې خپه يې؟

چرګې خپله كيسه ورته تېره كړه. 

كوترې وويل: دا د خپګان خبره نه ده. ته پوهېږې خداى ټول مخلوقات يو رنګ نه دي پيدا كړي. څوك الوتلى شي، د چا لامبو زده وي، بل به يو كمال لري. كېداى شي چې ته به يې د بل كار لپاره پيدا كړې يې.

چرګې د كوترې سترګو ته وكتل، پوښتنه يې وكړه: څنګه؟

كوترې وويل: نه پوهېږم خو خامخا به يو كمال لري.

چرګې لږه شېبه فكر وكړ، بيا يې له كوترې پوښتنه وكړه: ته په ورځ كې څو دانې هګۍ اچوې؟

كوترې وويل: په ورځ كې څه چې زه يې په اوونۍ كې هم نه اچوم. په مياشت كې ايله دوه دانې هګۍ واچوم.

چرګې وويل: زه خو يې هره ورځ اچوم.

دې وخت كې يو سړى د دوى له څنګه تېرېده او د دوى خبرې يې واورېدې. سړى په لرګيو پسې ځنګل ته تللى و. د هغه هګۍ ډېرې خوښېدې. كله كله به يې په ځنګله كې يوه دانه هګۍ ومونده، هګۍ به يې په غوړيو كې سره كړه او په خوند به يې وخوړه. سړي چرګې ته وويل: راځه چې زه و ته سره دوستي وكړو. ته به هره ورځ راته يوه يوه هګۍ اچوې، زه به غنم، جوار، هر څه چې ستا خوښه وي، هغه به دركړم. په نس به دې مړه وساتم، ګرمه نرمه كوټه به درته جوړه كړم، د نورو مرغانو او حيواناتو له ازاره به دې خوندي كړم.

چرګې د كوترې خوا ته وكتل. كوترې ورته وويل: ويې منه. زه فكر كوم، چې خداى به ته د همدې لپاره پيدا كړى يې، چې انسانانو ته هګۍ واچوې. 

چرګه له سړي سره د هغه كور ته لاړه او تر ننه پورې چرګې په كورونو يا په فارمونو كې ژوند كوي.

منبع
د کتاب نوم: چرګه او کوتره، د ماشومانو له پاره کيسې، د افغانستان د قلم تولنه
ليکونکی:
علم ګل سحر

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.