source of image: https://pixabay.com/p-1496904/?no_redirect
source of image: https://pixabay.com/p-1496904/?no_redirect

 

ليدلي به مو وي، چې کله موټر پر سړک تېرېږي، وزه ترې منډې وهي او ځان ترې ژغوري ، خر بيا د وزې برعکس چې موټر هر څومره هارنونه ورته وکړي له لارې نه ليري کېږي، خو سپی چې پر لارې يو موټر وويني چې تېرېږي، منډې ورپسې وهي او تر ډېره ورپسې غاپي، پوهېږئ چې دا ولي؟ ددې خبرې د پوهېدو لپاره دغه کيسه ولولئ :

په پخوا زمانو کې يوه ورځ سپی، وزه او خر پر لاره سره ملګري شول، تله تله تله، ډېر مزل يې  وکړ،  ستړي شول او دلارې پر سر يې دمه جوړه کړه. په دې وخت کې له ليري  يوموټر را ښکاره شو چې ددوی پر خوا را روان و، د موټر په ليدو درې واړه ډېر خوشحاله شول .

 سپی، وزه او خر په موټر کې سپاره شول، موټر چې يوڅه لاره ووهله ، وزه بې له دې چې د موټر کرايه ورکړي، له موټر څخه يې ټوپ کړه  او پر خپله مخه ولاړه . موټر چلوونکي  ور پسې نارې کړې چې کرايه راکړه، خو وزه وتښتېده. موټر چې څه نوره لاره هم ووهله، خر هم بې له دې چې کرايه ورکړي، له موټر څخه پلی شو او بې غمه دکلي پر لوري روان شو.

وروستی کلی د سپي و . سپی هم له موټر څخه کوز شو، سپي خپله کرايه ورکړه او روان شو، خو موټر چلوونکي ورپسې نارې کړې او ورته ويې ويل : څنګه داسې بې غمه روان شوې، کرايه راکړه. سپي په حيرانتيا پوښتل : ما خو خپله کرايه درکړه ،دوه ځله يې غواړې که څنګه؟

موټرچلوونکي په غوصه ورته وويل : وزه دي ونه ليده چې بې کرايې ولاړه، د هغې کرايه هم بايد ته راکړې. سپي وويل : نو زما يې په څه، د وزې کرايه زه ولې درکړم؟ موټر چلوونکي وويل : وزه ستا دلارې ملګرې وه، بې کرايې وتښتېده، کرايه به يې خامخا ته راکوې. موټر چلوونکي کرايه غوښته او سپي نه ورکوله ، ددې خبرې پر سر ددواړو ترمنځ يو لوی جنجال جوړ شو .

اخر دواړه يوه قاضي ته ورغلل او ټوله کيسه يې ورته وکړه، قاضي وويل :

څرنګه چې وزه له سپي سره يوځای موټر ته پورته شوې او د سپي د لارې ملګرې وه  نو سپی بايد دوزې کرايه هم ورکړي.

سپی هم مجبور شو په نه زړه يې د وزې کرايه  ورکړه. اوس چې موټر پر لاره تېرېږي، وزه ترې منډې وهي او ځان خلاصوي، وايي  هسې نه چې پخوانۍ پاتې کرايه راڅخه واخلي.

که مو پام کړی وي خر تل پر سرک ولاړ وي، که مو ټر هر څومره هارنونه کوي خر له لارې نه ايسته کېږي . خر له ځانه سره وايي چې ما خو خپله کرايه ورکړې ده، هر ځای چې مې زړه وي درېږم، د وزې غوندې په غلا ژوند نه تېروم او سپی چې پر لاره تېرېدونکی موټر ووينې له ډېر لرې ځايه ورته را منډه کړي او تر ډېر ليرې واټن پورې په موټر پسې ځغلي او ورته غاپي .سپی له موټر څخه هغه پيسې غواړي چې له ده څخه يې د وزې د کرايې په نامه اخيستي دي .

۱۲ / ۴/ ۱۳۷۹

زرمت، پکتيا

منبع
د کتاب نوم: چرګه او کوتره، د ماشومانو له پاره کيسې، د افغانستان د قلم تولنه
ليکونکی:
علم ګل سحر

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.