source of image: https://bit.ly/2mkDqE0
source of image: https://bit.ly/2mkDqE0

 

يو ملخ د پسرلي په موسم کي خپل ګاونډی يا همسايه مېږی وليد چي خوَلې ورباندي راماتي دي او تر ځان لويه دانه يې را اخيستې ده. ملخ ورڅخه وپوښتل: «مېږی جانه، داسي ښکلی د پسرلي موسم دی. ښکلي ښکلي ګلان غوړېدلي دي. ښه ښايسته هوا ده. خو زه هره ورځ وينم چي ته زيات وخت په خواري او کار اخته يې. ولي لوبي نه کوې؟»

مېږي ورته وويل: «ملخ جانه، په ژمي که به واوري واوريږي، هوا به يخه وي او ټول د خورک شیان به ورک سي. نو له دې کبله زه هره ورځ خواري باسم چي خوراک پيدا کړم او خپل کور ته يې راوړم او هلته يې د ژمي له پاره ذخيره يا ځېرمه کړم. کله چي په ژمي کي خوراک نه وي، نو زه به په دغه ځېرمه سوي خوراک بيا خپله ګوذاره کوم.»

ملخ ورته وويل: «اوهو مېږی جانه، ژمی خو لا بيخي ډېر ليري دی. اوس خو لا د پسرلي موسم دی، بيا به د دوبي موسم راځي، بيا به د مني موسم راځي او بيا به ژمی راځي. نو په دې توګه خو ژمي لا ډېر ليري دی.»

مېږي ورته وويل: «زه غواړم چي اوس لا ژمي ته تياری ونيسم ولي چي په دغه موسم کي به درې مياشتي خوراک نه وي. زه اوس لا د دې له پاره زحمت باسم چي په ژمي کي راباندي لوږه رانسي.»

ملخ وويل: «پرېږده دا د کار او زحمت خبري. راسه زما سره لوبي وکړه. ماته وګوره، زه د ژمي هيڅ غم نه کوم او د خپل ژوند څخه خوند اخلم. زه ټوله ورځ سندري وايم، لوبي کوم او يا هم مزه داره خوبونه کوم.»

مېږي ورته وويل: «که زه نن زحمت ونه باسم نو به په ژمي کي په تکليف او وږی يم. وبخښه خو زه بايد اوس خپل کار ته ادامه ورکړم. د خدای په امان.»

ملخ په لوبو او ساعت تېري کي داسي مصروف و چي هيڅ يې کار او زحمت کښلو ته زړه نه کيدی. په داسي حال کي چي ميږي کار کاوه نو ملخ آرام خوبونه کول او يا به يې سندري ويلې او يا به يې لوبي کولې.

همدا و چي ژمی راورسېدی، هوا سړه سوه او واورې واورېدې. ميږي د ټول ژمي له پاره په کافي اندازه خوراکي شيان راټول کړي ول او په خپل ګرم غار کي په موړ نس ډېر آرام و.

خو ملخ چي د ژمي له پاره يې خوراک نه و ټول کړی ډېر سخت وږی و. هغه هري خوا ته په خوراک پسي تلاښ وکړ خو بريالی نه سو. د خوراک په تلاښ کي د ملخ وزرونه لانده سول او ټول بدن يې د سخت يخ او لوږي له کبله رېږد اخيستی و. هغه وخت ملخ ډېر ارمان وکړ او د ځان سره يې وويل: «کاشکي ما د مېږي خبره منلې وای او هره ورځ مي زحمت کښلی وای. که مي پر وخت کار کړی وای نو اوس د لوږي او يخ سره نه وای مخامخ.»

ګرانو ماشومانو،

د دې نکل څخه موږ دا زدکړه کولای سو چي څوک بايد هر کار پر خپل وخت وکړي. په زياته بيا ماشومان بايد هم درسونه زده کړي او هم د کور او دباندي کارونه زده کړي. تاسو بالکل کولای سئ چي لوبي او ساعت تېری وکړئ خو د دې تر څنګ بايد تاسو خپل نور کارونه هم بشپړه کړي وي. که تاسو د نکل د مېږي په شان هره ورځ زحمت وباسئ او نوي نوي شيان زده کړئ نو چي کله لويان سئ ډېر آرام او هوسا ژوند به ولرئ او مور او پلار به هم درڅخه خوشاله وي.

ژباړونکی: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸کال د جولای ۱۵مه نېټه، بون

منبع: د يوناني کيسه ليکونکي «ايسوف» د کيسو له کتاب (Aesop's fables) څخه چي اټکل کيږي. اټکل کيږي چي دغه ليکوال د۶۲۰ او ۵۶۴ کالونو تر منځ مخکي د عيسوي ميلاد ژوند کاوه. 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.