source of image: 123rf.com
source of image: 123rf.com

 


يو وخت يو هلک په ټولګي يا صنف کي پر چوکۍ او مېز ناست ؤ. د دغه هلک نوم زازو ؤ. هغه په خپل درس اخته ؤ چي يو دم يې پرتوګ لوند سو او بوټونه يې لندېدل شروع سول. هلک ډېر وارخطا سو او وبېرېدی چي ټولګيوال يا همصنفيان به ورباندي ټوکي او مسخرې وکړي او ورباندي وبه خاندي. هغه نه پوهېدی چي څه وکړي. بالآخره هغه لاس پورته کړ او له ښوونکي يا معلم څخه يې وغوښتل چي اجازه ورکړي چي تشناب ته ولاړ سي. ښوونکي هم ورته اجازه ورکړه. خو هلک ډېر بېرېدلی ؤ او شرمېدی چي که ولاړ سي نو به نور هلکان او ښوونکی وويني چي د هغه څخه پرتوګ لوند سوی دی. دی په دغه چرت کي ؤ چي د تولګي يو بل هلک چي نانو نومېدی د اوبو لوی ګلاس را اخيستی ؤ او د ده څنګ ته تېرېدی. په دغه حال کي د نانو له لاس څخه ګلاس وښويدی او د زازو په غيږ کي ولوېد او ټولې اوبه د زازو په غېږ کي توی سوې.

کله چي زازو توشناب ته رهسي سو نو ټولو تولګيوالو داسي فکر کاوه چي د ګلاس د اوبو له کبله يې پرتوګ لوند سوی دی. زازو هم تشناب ته ولاړ او هلته يې کالي په اوبو پاک کړه او بېرته ټولګي ته راغلی. هيڅ څوک خبر نه سول چي د ګلاس څخه تر مخه لا د زازو پرتوګ لوند سوی ؤ.

کله چي د درس تفريح سوه نو زازو و نانو ته ورغلی او هغه ته يې وويل: «ايا ستا پام نه ؤ چي اوبه دي پر ما توی کړې؟»

نانو ورته وويل: « نن چي کله ما ستا حالت وليد نو راته هغه ورځ را په ياد سوه چي زما خپل پرتوګ په ټولګي کي لوند سوی ؤ. نو له دې کبله ما په قصد سره ستا په غيږ کي اوبه توی کړې چي نور هلکان او ښوونکی خبر نه سي چي څه خبره ده.»

زازو له نانو څخه ډېره مننه وکړه او تر پخوا لا ورسره ښه ملګری سو.

د دې نکل څخه موږ دا زده کړه کوو چي بعضي وخت انسانانو ته خراب شيان ورپېښېدلای سي. په داسي وخت کي بايد نور انسانان د هغه سره مرسته وکړي او نه ورباندي وخاندي او نه يې رسوا کړي. يعني خبره يې بايد پټه وساتي. دا ځکه ولي چي خرابه ورځ پر هر چا راتللای سي. 

 ژباړه: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د اګست ۵مه نېټه، بون
منبع: 21 Most Famous Moral Stories For Kids, Sagari Gongala, NOVEMBER 22, 2017, momjunction.com

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.