source of image: https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/f/f5/'The_Fall_of_Icarus',_17th_century,_Mus%C3%A9e_Antoine_Vivenel.JPG
source of image: https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/f/f5/'The_Fall_of_Icarus',_17th_century,_Mus%C3%A9e_Antoine_Vivenel.JPG

 

 (ژباړه له يوناني اساطيرو) 

ؤ دايدالوس په خپل تخليق کي زنداني

هزارتو(۱) داسي کي چي ؤ غېر جهاني

مينوس پاچا ؤ بندي کړی دا عالم

دا دريافتګر څښتن د هسک عقل سالم

زوی ايکاروس يې هم بندي ؤ په دې جال کي

د زرو لارو زر منزلو په جنجال کي

دايدالوس فکر وکړ زيات و دې قضيې ته

بالآخر ورسېد هغه دې نتيجې ته

چي ځان او زوی ته کړي دی طرحه وزرونه

بيا يې راټول کړل موم شمان او ډېر پرونه

پر او بڼکي د مرغانو يې سره بند کړل

پر بازوګانو يې په موم سره پيوند کړل

زوی ايکاروس ته يې بيا وکړ نصيحت

نه به پرواز کوې ډېر ټيټ او نه اوچت

له ټيټ پروازه به لانده سي ستا وزر

په هسک پرواز کي به يې وسوځي سور لمر

پر پر پرواز وکړ بيا پلار زوی له زندانه

د دايدالوس عقل مشکل کړلی آسانه

د کريت ټاپو له هزارتو څخه سول پورته

پلار زوی وزر وهل روان ول دوی و کور ته

هر څومره هسک چي تلی هغومره ؤ مسرور

ډېر ايکاروس په خپل پرواز کي سو مغرور

له زيات غرور او تکبره جګېدی

ايکاروس لمر ته وار په وار نژدې کېدی

چي سو نژدې و سورکي لمر ته دا هلک

موم د وزرو يې سول ويلي دی هک پک

ايکاروس ولوېد بې وزر له هسک آسمانه

تېښته يې نه وه د لحد له تور زندانه

د اولنو دا زوړ متل په هرڅه ارزي

وای بد به پرځي، له غروره چي جګ غورځي

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د جولای ۱۳مه نېټه، بون

(۱) هزارتو: لابيورينت 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.