source of image: http://www.sligoislamicsociety.com/modules/blog/dataimages/IMG_90572E-2F7091-DD90B8-C3C90F-0B0F00-D63DEC.png
source of image: http://www.sligoislamicsociety.com/modules/blog/dataimages/IMG_90572E-2F7091-DD90B8-C3C90F-0B0F00-D63DEC.png

 

 

واوره نن ته د دين ويناوي

اسلام لري پنځه بناوي

لومړۍ بنا يې کلمه ده

د شهادت خوږه جمله ده

چي الله صرف واحد الله دی

او محمد (ص) رسول الله دی

لمونځ دی د دين بنا دويمه

مدام يې ته ساته قايمه

د مسلمان دي معراجونه

فرض پنځه چي دي لمنځونه

مياشت رمضان کي فريضه ده

بنا درېيمه چي روژه ده

زکات بنا ده څلورمه

زه خپل نصاب ورته څارمه

چي کال پر تېر سي که سره زر وي

نغدي يا مال يا هم سپين زر وي

زکات يې دی دوه نيم فيصده

ادا به کړم تر ياده حده

حج ده بنا د دين پنځمه

امکان چي ولرم نو ځمه

د اسلام دي پنځه بناوي

حفظ يې کړه دغه ويناوي

کلمه لمونځ او بيا روژې دې

زکات او حج هم فریضې دي

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د اګست ۲۶مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.