source of image: http://media.gettyimages.com/illustrations/boy-and-girl-washing-hands-illustration-id95722323?k=6&m=95722323&s=170667a&w=0&h=60Z35ieieiRTMnP9vBSfiJKsPYDqpI8pFO1qBZ5kDXw=
source of image: http://media.gettyimages.com/illustrations/boy-and-girl-washing-hands-illustration-id95722323?k=6&m=95722323&s=170667a&w=0&h=60Z35ieieiRTMnP9vBSfiJKsPYDqpI8pFO1qBZ5kDXw=

 

 (دغه نظم يو وار د انجلۍ او بيا د هلک له پاره ليکل سوی دی. دواړي بڼي يې لاندي لوستلای سئ:)

 يوه انجلۍ وه پستکۍ

د پلار وه دا نانۍ زړګۍ 

ورته ويل به يې ابۍ

خبره واوره ښايستکۍ

 ګراني چي خورې کله ډوډۍ

لاسونه مينځه خوږکۍ 

يوه ورځ هېر سول د انجلۍ

چي لاس خپل پرېولي په بدنۍ

 لاس يې خيرن ؤ د زړګۍ

په يو ميکروب د ناجوړۍ

 بيا چي يې وخوړه ډوډۍ

پر نس يې درد سو الوۍ

 ژړل ډېر دغي پستکۍ

کولای نه سوای دې بازۍ

 پلار بيا ويل چي اې ابۍ

لورکۍ ته ورکه ته سپېرکۍ

 خو درد يې هيڅ نه کمېدۍ

ډېر په عذابه وه زړګۍ

 همدا ؤ بوتله يې انجلۍ

و يو ډاکټر ته خوارکۍ

 ډاکټر ويل خوږې انجلۍ

په صابون لاس مينځه نانۍ

 راواخيسته يې پېچکارۍ

د انجلۍ ږغ سو وۍ وۍ

انجلۍ ويل وۍ الوۍ

خوږ مو زه  کړم په پېچکارۍ

 همدا ؤ جوړه سوه انجلۍ

بېرته خوشاله ښايستکۍ

 په خرن لاس چي خوري ډوډۍ

خود به يې وي نس الوۍ

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د سپتامبر ۱۲مه، بون

*************************

 

کوچنی هلک ؤ پستکی

نانی ؤ دا د پلار زړګی

مور يې ويل زما زويکه

واوره خبره دا لايقه

ګرانه چي خورې کله ډوډۍ

لاسونه مينځه په بدنۍ

يوه ورځ هېر سول د هلک

چي لاس خپل پرېولي دی نازک

لاس يې خيرن ؤ د هلک

په يو ميکروب سره ډېر کلک

بيا چي يې وخوړه ډوډۍ

پر نس يې درد سو الوۍ

ژړل ډېر دغه پستکي

سلګۍ کولې خټکي

پلار يې بيا وويل مورکۍ

هلک ته ورکه ته سپېرکۍ

پر نس درد ؤ بیا هم کلک

ډېر په عذاب ؤ دا هلک

پلار بيا ژر بوتلی دا هلک

و يو ډاکټر ته ډېر چټک

ډاکټر ويل کوچنی زړګيه

په صابون لاس مينځه نانيه

راواخيسته يې پېچکارۍ

د هلک ږغ سو وۍ وۍ

هلک ويل وۍ الوۍ

خوږ مو زه کړم په پېچکارۍ

په پېچکارۍ جوړ سو نانی

بېرته خوشال يې سو زړګی

په خرن لاس چي خوري ډوډۍ

خود به يې وي نس الوۍ

 

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د سپتامبر ۱۵مه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.