source of image: https://www.puzzle-offensive.de/gfx/castorland/B-06380.jpg
source of image: https://www.puzzle-offensive.de/gfx/castorland/B-06380.jpg

 

  چي ؤ يو شهزاده ؤ. دغه شهزاده غوښتل چي د يوې اصلي او زيات زړسوی لرونکي شهزادګۍ سره واده وکړي. دغه شهزاده په ټوله دنيا کي وګرځېد خو اصلي شهزادګۍ يې پيدا نه کړه. دغه شهزاده داسي فکر نه ؤ کړی چي د اصلي شهزادګۍ پيدا کول به دومره مشکل کار وي.

شهزاده او د شهزاده مور او پلار زياتي شهزاديګياني پيدا کړې خو يوه لا هم اصلي شهزادګۍ نه وه. همدا ؤ چي شهزاده او د شهزاداه مور او پلار يعني پاچا او ملکه ستړي او په خپله کلا کي نااُميده کښېنستل.

يوه ورځ ډېر زورور باران اورېدی. له آسمان څخه د تالاندي او برېښنا ږغونه راتلل. په داسي يو بد موسم کي د باچا د کلا دروازه وټکول سوه. کله چي پاچا دروازه پرانستله نو يې يوه لنده خيشته انجلۍ وليدله چي د کلا د دروازې مخي ته ولاړه وه. د انجلۍ ورېښتان، کالي او بوټونه ټول په اوبو لانده خيشته ول. دغې انجلۍ وويل چي لاره يې ورکه کړې او غواړي نن شپه د ملکې مېلمنه سي. دغې انجلۍ ويل چي هغه يوه شهزادګۍ ده. پاچا د ځان سره وويل: «دا خو به معلومه سي چي ايا ته يوه اصلي شهزادګۍ يې که نه.»

پاچا خپلې ملکې ته ږغ وکړ چي راسه يوه مېلمنه راغلې ده. ملکې هم دغه انجلۍ کلا ته راوسته او ورته د ځان وچولو له پاره يې ټوالونه او وروسته نوي جامې ورکړې.

ملکې غوښتل چي ځان ته معلومه کړي چي ايا دغه مېلمنه په رشتيا هم يوه اصلي شهزادګۍ ده که نه. مېلمنه په بله خونه کي وه او ځان يې له اوبو وچاوه. همدا ؤ چي ملکې د مېلمنې د خوني دننه له کټ څخه کوربچه یا نالۍ ليري کړه. ملکې د کټ پر منځ يې يو کوچنی ګردی نخود کښېښود او بيا يې شل پستې پستې له مالچو او وړيو جوړي سوي نالۍ او د هغو پر سر يې له بڼکو ډک شل تلتکان د کټ پر سر هوار کړل. دغه کټ چي ورباندي شل پستې نالۍ او شل پاسته تلتکان هوار ول، دومره جګ سو چي کله چي مېلمنه دغې خوني ته راغله نو مجبوره وه چي د يوې جګي ځينې په مرسته دغه کټ ته وخيژي.

کله چي سهار سو او مېلمنه انجلۍ راکښېنسته نو ملکه ورته راغله. ملکې له مېلمنې انجلۍ پوښتنه وکړه: «شپه دي څنګه تېره سوه؟ ايا خوب دي پوره سو؟» انجلۍ ورته وويل: «ټوله شپه مي نا آرامه تېره کړې ده. بالکل آرامه نه يم بيده سوې. بدن مي تک شين دی ولي چي بستر مي نا آرامه ؤ. داسي احساس مي کاوه لکه په بستر کي چي مي يو شی وي.»

کله چي ملکې د انجلۍ دغه جواب واورېد نو ډېره خوشاله سوه. ملکه پوه سوه چي د زيات لټون وروسته يې د لومړي ځل له پاره يوه اصلي شهزادګۍ پيدا کړې ده. ملکې د دې څخه تر مخه هيڅکله داسي نازولی او نازک انسان نه ؤ ليدلی چي د شلو ناليو له سر څخه لا تر بستر لاندي نخود احساس کړي. ملکې د ځان سره وويل: «بېله يوې اصلي شهزادګۍ بل هيڅوک داسي نازولی او نه سي کيدلای.»

ملکې او پاچا ولي د خپل زوی له پاره داسي يوه اصلي شهزادګۍ لټوله؟ په دې خاطر چي هغوی په دې باور ول چي هر هغه څوک چي د ځان له پاره يو کوچنی درد احساسوي، هغه بايد د نورو انسانانو درد هم احساس کړي او هيڅکله چا ته ازار ونه رسوي.

همدا ؤ چي باچا او ملکې د خپل شهزاده زوی واده د دغې شهزادګۍ سره ور وکړ.

که څه چي دغه نکل رشتيا نه دی، خو څوک ورڅخه داسي درس اخيستلای سي چي بايد انسان د ځان تر څنګ د نورو انسانانو درد هم احساس کړي. يوازي هغه څوک يو اصلي او ښه انسان دی چي پر نورو انسانانو يې حتی د نخود په شان زحمت هم نه وي پېرزو.

ښه سو چي را په ياد سو. نژدې ؤ چي هير سوی مي وای. هغه نخود چي د شهزادګۍ تر بستر لاندي ايښودل سوی ؤ، ډېر مشهور سو. دغه نخود وروسته په يو موزيم کي کښېښودل سو. که چا نه وي خوړلی نو ښايي تر نن پوري لا په هغه موزيم کي پروت وي.

کيسۍ ولاړه پورته

زه راغلم کور ته

پښتو ژباړه او زياتونې: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۱۶مه نېټه، بون

ليکونکی: Hans Christian Andersen

د نکل اصلي نوم (ډنمارکي): Prinsessen på ærten

د کتاب نوم او د چاپ کال: Eventyr fortalte for Børn, 7. April 1837

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.