source of image: https://clipartion.com/wp-content/uploads/2016/05/angry-bear-clipart-image-830x664.jpg
source of image: https://clipartion.com/wp-content/uploads/2016/05/angry-bear-clipart-image-830x664.jpg

 

يوه ورځ يو خرس مست سوئ وو او هري خوا ته په آزادي سره ګرزېدئ. د ډېر کبر او غرور څخه په ځنګله کي نه ځايدئ. داسي يې فکر کاوه چي په دنيا کي تر ده هيڅ زورور نه سته چي د ده سره دي مقابله وکړي. په اخر کي يې و زمري ته خبر ورکړ چي سبا ته دي د ده سره جنګ ته حاضر سي.

کله چي د خرس خبر و زمري ته ورسېد، زمري وويل: «زه هيڅ وخت نه حاضرېږم چي د خرس سره جنګ وکړم، ځکه که زه دی مړ کړم نو دا کار به زما د پاره فخر نه وي او که دی ما مړ کړي نو دا به زما د ټولي کورنۍ د پاره شرم وي.»

کله چي خرس د زمري دغه خبره واورېده ډېر خوشاله سو. فکر يې وکړ چي دی په رښتيا زورور دئ. ځکه يې و زمري ته خبر ورکړ چي زه د ځنګله ټولو حيوانانو ته خبر ورکوم چي زمری زما سره جنګ کولو ته حاضر نه سو. زمري وويل: «دغه شرم پروا نه کوي تر دې چي زما بدن د ده په مرداره وينه ولړل سي.» 

ترتيب کوونکی :  عبدالعلي رسولزاده

منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.