source of image: https://roaringwaterjournal.files.wordpress.com/2014/12/running-fox.png?w=809
source of image: https://roaringwaterjournal.files.wordpress.com/2014/12/running-fox.png?w=809

 

  يوې ګيدړي يو کاغذ پيدا کړئ وو ، نو راغله نورو ګيدړانو ته يې وويل چي : ” د هغه باغ کواله ( قباله ) مي اخيستې ده ، راځئ چي هلته مېله و کړو او راز راز مېوې و خورو.»

 نوري کيدړي هم په ډېره خوشالي باغ ته ور سره ولاړې او باغ ته ور ننوتلې . ګيدړه پر دېوال کښېناسته او نورو ګيدړو د مېوو په خوړلو پيل وکړ. 

باغوان راغئ د باغ دروازه يې وتړله او د ګيدړو په وهلو يې شروع و کړه . نورو ګيدړو هغې بلي ګيدړي ته ور ناري کړه چي : ” کواله ( قباله ) دي څه کړه ”؟

هغې وويل :” کواله داده خو څوک يې نه مني.» 


ترتيب کوونکی :  عبدالعلي رسولزاده

منبع: www.pashto.se ، د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.