source of image: https://www.stayathomemum.com.au/my-kids/activities/the-deceptive-signs-of-drowning/
source of image: https://www.stayathomemum.com.au/my-kids/activities/the-deceptive-signs-of-drowning/

 

  په ليري کلي کي هلک يو ډېر زړور ؤ

هم هډور هم په همت کي زورور ؤ

ورته هلکانو يوه ورځ ويل چي راسه

د لوبو ځای د سيند و غاړي ته نن راسه

مور د هلک ورته ويل چي اجازه ده

لوبي ته وکړه خو زما دا توصيه ده

له هر خطره به ځان ساتې زما زويه

د ځان ساتنه وظيفه ده يوه لويه

چي ځان دي بايلود بې معنا مځکه آسمان دی

روغ چي دي ځان وي زما ګله روغ جهان دی

د خپلې مور لاس يې ور مچ کړ دعاخوان سو

هلک له مور څخه رخصت او راروان سو

کله چي ورسېد هلک د لوبو ځای ته

سيند ته نژدې سو بيا هغه د کلي پای ته

دوستانو وويل چي نن به موږ لامبو کړو

سينه به څيري په لاسو موږ د اوبو کړو

خو هلک وويل چي سيند نن په څپو دی

ممانعت بل زما له کوره پر لامبو دی

لامبو مي نه ده زده زه ځان له اوبو ساتم

بل نافرمان نه يم زه ځان له لمبو ساتم

خو د هلک دوستان بيا ټول په پيغورو سول

ويل انجلۍ يې که هلک په مسخرو سول

هلک ويل که زما دوستان ياست زما ملګري

د ژوند قمار مه وهئ واورئ زما خبري

خو هلکان پسله يو بله په ټوپو سول

د ياغي سيند دننه دوی بيا په غوټو سول

لږ وخت چي تير سو په دوی ګډه واويلا سوه

د دوی خواستونه سول او چيغي او ژړا سوه

هلک چي وارېده ژړا او فريادونه 

هېر يې سول هله د بابا نصيحتونه

بيا يې د سيند اوبو ته ټوپ کړ چي کومک سي

دوستان خپل وژغوري و نورو ته سبق سي

خو د څپو له زوره دی هيڅ خبر نه ؤ

واک د هلک د يو خاشې برابر نه ؤ

په فريادو چي د هلک ټول نور دوستان ول

ژوندي سول پاته چي رشتيا لوی خوشبختان ول

خو هلک ډوب سو ژوند يې بايلود په ناحقه

څپو اخيستی ؤ ډېر سپک لکه ورقه

پندونه واخله د نا اهلو له کرداره

ترې ليري ګرځه بدلوه ورڅخه لاره

که باهمت او باکرداره يې ځان ګوره

د نافرمانو له دوستۍ څخه ځان ژغوره


احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د مارچ ۲يمه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.