لیکوال: اجمل تورمان

 وه نه وه يوه کوتره وه ، مهربانه او ډيره ښايسته ، يوه ورځ ښايسته کوتره خپلو بچو ته د دانې د پيدا کولو پر نيت له کوره ووته ، کوترې خپل ښايسته وزرونه رپول او په هوا کې روانه وه ، روانه وه ....... چې يو ناڅاپه يې د ګلو په يو بڼ کې د ګلاب يو ګل ته پام شو چې ډير مړاوی دی ٠

کوتره ټيټه شوه د يوې ونې پر څانګه کښيناستله او د ګلاب له ګل څخه يې پوښتنه وکړه : ولې ګرانه ګله ولې داسې مړاوی يې ؟ د ګلاب ګل په خپګان سره کوترې ته وويل : ګرانې کوترې ! وګوره زما نور همزولي څنګه تر او تازه دي خو زه وچ پاتې يم زما پاڼې ټولې وچې شوې دي ، زه د دې ونې شاته يم چاته نه ښکارم نو ځکه څوک اوبه نه راکوي ، زه به وچ شم او نور ګلان به و نه نيسم .

کوترې د ګلاب ګل بوټي خبرې واوريدلې او هغه ته يې وويل : ته خپګان مه کوه ګرانه ګله ، زه ځم چې اوبه راوړم او تا پڼه کړم زه نه پريږدم چې ته وچ شې ته به بيا ښايسته ، ښايسته ګلان ونيسې او د همزولو په شان به ترو تازه شې . د ا يې وويل او والوته ، تلله...... تلله..... تلله ....څو چې د اوبو يوې ويالې ته ورسيده چې کتل يې يوه نجلۍ منګی ډکوي ، کوترې کليوالې نجلۍ ته سلام ورکړ او د ګلاب ګل د بوټي کيسه يې ورته ورواوروله٠

نجلۍ منګی له اوبو ډک کړ او کوترې ته يې وو يل : که چيرې ته ماته د ګلاب د هغه بوټي ځای راو ښيې نو زه به هغه له وچيدو وژغورم ، کوترې په ډيرې خوشحالۍ سره ومنله او په هوا شوه ، نجلۍ منګی په سر لاندې او کوتره پاس په هوا تلل.... تلل..... تلل...... څو چې د ګلاب ګل بوټي ته ورسيدل ٠ نجلۍ د اوبو ډک منګی د ګلاب ګل بوټي ته واړاوه ګلاب ګل ښې ډيرې اوبه وڅښلې او له مهربانې کوترې نه يې مننه وکړه او په خوشحالۍ سره يې وويل : اوس به نو زه هم د نورو همزولو په شان تروتازه شم او ښايسته ښايسته ګلان به ونيسم هوکې ښايسته ښايسته ګلان ..

 

منبع: د سمسور وېبپاڼه http://bit.ly/2CXWIp7

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.