source of image: http://bit.ly/2lbJUnM
source of image: http://bit.ly/2lbJUnM

 

 يوه پیشي د یو موږک سره اشنا سوه. پيشي خپله ډېره مینه او نږدېوالی و موږک ته داسي ور ښود، چې موږک هم خپله غاړه دې اشنايي ته بېله کومه قیده او شرطه کېښوده. هغوی په پیل کي یو ځائ کور سره جوړکړ. موږک و پیشو ته وويل: «ته زموږ او ستاسو د ژمي غم وخوره! څه د خوراک له پاره پیدا کړه، چې په ژمي کي وږي نه سو.»

دوی یو دېګ د غوړو ډک و پلوره. دا د غوړو ډک دېګ يې د کلیسا په محراب کي پټ کی ولي چي دغه ځای تر ټولو خوندي ځای ورته ښکارېدی. وروسته تر یو څه مهاله پیشو اشتها پیدا کړه، چې د زېرمي څخه څه وخوري. موږک ته يې وویل:«زه په کلیسا کي زما د خاله د لور د تعمید لپاره مېلمنه سوې یم.» دا خبره پیشي د موږک د خطاباسلو يا تېرايستلو لپاره وکړه. کلیسا ته چې را ورسېده سمدلاسه يې د غوړو پر دیګ را واچول او د غوړو سر سر ئي وڅاټه. په څو څو واره يې دا کار وکی تر څو چې دیګ خالي سو. کله چې ژمی راغی موږک د پیشو سره په ګډه د کلیسا خواته رهي سو، چې د غوړو پر دیګ خوند واخلي. خو کله چې دول هلته ورسېدل ويې ليدل چي دېګ له وخته لا تش وو. سمدلاسه موږک پر پشي شک وکړ چي هغې به دغه کار کړی وي.

پیشي ته هم بهانه پیداسوه؛ پر موږک يې یرغل یووړ او موږ يې وخوړلی. 

منبع
د نکل اصلي نوم (په آلماني): 
د کتاب نوم: د برودر ګریم (Brüder Grimm) لنډي کیسې
د کیسو لیکونکي:
برودر ګریم
ژباړونکی (له آلماني څخه پښتو ته):
محمدسرور وکیلي
د ژباړي ځای:
المان د بوناتال ښار : د ۲۰۱۰ کال د مارچ ۲۵ نېټه

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.