پخوا په يو ملک کي يو پاچا و چي د نويو او ښکلو جامو سره يي ډيره مينه لرله چي جامې به يي خوښې شوې بيا ېې نو د پيسو او قيمت پروا نه ساتله ، له زيب او زيښت سره د ده د مينې اوازه په هرملک کي خوره وه ٠

 يوه ورځ دده ملک ته دوه تنه ټګان راغلل او خلکو ته يې خپل ځانونه ډير ښه او تجربه دار اوبدونکي او خياطان معرفي کول او ويل به يې چي دوي داسي جامې جوړوي چي په ټوله دنيا کي يې مثال نه وي او پاچاهان هم ورته حيرانيږي٠ جامې جوړول خوله وره خبره ده ، يو ډول خاص ټوکر اوبدلي شي چي هم ورباندي ښايسته ښايسته نقشونه او تصويرونه وي او بل کمال يې دا دی چي د دغه ټوکر نه ګنډل شوي جامې ناپوهه خلک نشي ليدلي او داسي سړی يي هم نشي ليدلی چي په خپل کار کي نا اهله وي او د خپل مقام او منصب لياقت ونه لري ٠

 د دوي دغه خبره او د ځان صفتونه په ښار کي له يوې خولې نه بلې او له بلې نه بلې او بالاخره پاچا ته ورسيدل ٠ پاچا چي دا خبره واوريده په زړه کي يې وويل دا خو به عچيبه جامې وي ، که زه يې واغوندم نو د هر سړي کره او کوټه به راته معلومه شي او په دي به پوه شم چي کوم وزير مې پوهه او لايق سړي وي او کوم يو ناپوه او د چوکۍ قابل نه دي ٠ پاچا چي له ځان سره خبره پخه کړه نو سمدستي يې دواړه ټګان خپل حضور ته راوغوښتل او هغوي يې په انعامونو او خلعتونو ونازول او امر يې ورته وکړ چي زما دپاره همدغه ټوکر جوړ او جامې راته وګنډي٠

  دواړو ټګانو فورأ دشاهي ارګ په يوه کوټه کي د ټوکرانو د اوبدلو دوه ماشينونه ودرول او د ټوکر د اوبدلو په کار يې پيل وکړ٠ دواړه ماشينونه چالان شول خو خلکو ورباندې هيڅ شي نه ليدل نه تار و نه ماکو ٠ بس خالي ماشينونه ووچي ټوله ورځ به وګرزيدل او کار يې معلوم نه و٠

 ورځ بيګا شوه پاچا فکروکړ چي ټوکر خو به اوبدل شوي وي نو بايد حال يي واخيستل شي ، نو يو صادق او سپين ږيری وزير يې وروليږه،سپين ږيري وزير چي د خياطانو کوټې ته ورسيد ويې ليدل چي دواړه په کار بوخت دي ، وزير ماشينونو ته نژدې شو خو په ماشينونو باندې يې هيڅ نه ليدل ٠ له ځان سره يې وويل خدايه رحم راباندې وکه، لکه چي ړوند شوم ،هيڅ شي نه وينم او که بې عقله شوم چي همدغه ټوکر نه وينم ٠ خياطانو ورته تپوس وکه ، وزير صاحب څنګه دا ټوکر دې خوښ شه ، ښکلي دي که نه ؟وزير که څه هم څه نه ليدل او پوهيده چي ماشينونه خالي دي ، خو ددې دپاره چي خلک ورته ناپوهه ونه وايي او پاچا يې هم د نالايقي په نوم له منصب نه عزل نه کړي نو يي مجبورأ په درواغو خوله خلاصه کړه، ما خو دا شان ښکلي ټوکر پخپل ټول عمر کي هم نه دي ليدلي ٠څه ښه رنګ او څومره ښکلي نقاشياني ، سپين ږيري وزير چي بيرته پاچا ته لاړ هغه ته يې هم ښه بې ځقيقته لفاظي وکړه٠

 څو ورځې وروسته پاچا يو بل وزير هم ورواستاوه او هغه هم د سپين ږيري وزير په شان هلته هيڅ ونه ليدل خو ده هم پاچا ته درواغ وويل ٠ بله ورځ د پاچا هم تلوسه پيدا شوه چي بايد دا ښکلي ټوکر وويني نو د خپلو وزيرانو سره د ټګانو په کوټه ورننوت ويې ليدل چي دواړه په کار بوخت دي ، پاچا ماشينونو ته نژدې شه خو په ماشين کي يې هيڅ ونه ليدل ، حيران شو چي دا څه طلسم دی ؟ولي هيڅ نه وينم ،نه چي زه هم بې عقله يم او د خپل منصب لياقت راسره نشته ٠پاچا هم ويرې واخيستې چي که وايم ټوکر نه وينم ،وزيران به بي عقله وګڼي او تري بغاوت به وکړي ٠ نو بايد په پټو سترګو صفتونه شروع کړي ٠ نو ويل رښتيا چي ډير ښکلي ټوکر دي او زما ډيرخوښ دي ٠ ټولو وزيرانو چي د پاچا سره ملګري وو هم په يو اواز سره وويل ډير ښه او ښکلي ټوکر دي ٠ که څه هم دوي د دوو خالي ماشينونو نه غير نور هيڅ نه ليدل ، خو يوازی د ځان د هوښياري ښودلو دپاره يې درواغ ويل ٠دوي پاچا ته دا تجويز هم وړاندې کړ چي بايد د پاچا له پاره د دې ټوکر نه يوه جوړه نوي او ښکلي کالي وګنډل شي او سبا د ملي جشن د نمانځنې په مراسمو کي يې واغوندي ٠ د پاچا په امر دواړو ټګانو ټوله شپه د پاچا دپاره نوي کالي وګنډل ٠ سهار چي سپيدي چاودې نو د پاچا نوي کالي هم تيار شوي و ، پاچا او وزيران راغلل دواړو خياطانو د کاليو د ښودلو په نوم خپل تش لاسونه پورته کړل او پاچا ته يې وويل اعليحضرته وګوره څومره ښکلي او څومره لطيف کالي دي ، که اعليحضرت يې واغوندي په وجود باندې به د هيڅ ډول دروندوالی احساس نه کوي ٠ دا ددې کاليو ځانګړي خصوصيت دی ، تاسو اعليحضرت ته دې مبارک وي ٠ خياطانو پاچا يوې لويې هندارې ته ودراوه او ويې ويل اعليحضرته وګوره دا کالي ستاسو سره څومره موزون او برابر دی ،څومره ښکلي او بليش بهاټوټه ده ٠ پاچا يو ځل بيا د هندارې په وړاندې د خپلو نويو کاليو نه خوند واخيست خو په حقيقت کي دې لوڅ لغړو٠ د تشريفاتو وزير ورته وويل اعليحضرته اوس به د ملي ورځې د نمانځنې رسم ګذاشت شروع شي ، ځو چي ټول ملت په انتظار کي ولاړ دي ، پاچا او دده وزيران په واټ روان شول٠د واټ په دواړو اړخونو کي زيات خلک ولاړ وو٠ دوي هم اوريدلي وو چي پاچا به نن په نوي لباس کي د رسم ګذشت سلامي اخلي ، کله چي خلکو پاچا وليد د مبارکي شعارونه يې پورته کړل مبارک دې وي ٠ دا نوي لباس ٠ دا جامې يوازې زمونږ د پاچا حق دي ، زمونږ هوښيار او مدبر پاچا بايد همدغسي کالي ولري ٠ ناڅاپه يو زلموټي هلک خپلې مور ته غږ کړ ادې مخ پټ کړه چي پاچا لغړ راروان دی ٠ دا خبره هم سمدستي د خلکو په منځ کي خوله په خوله وګرزيده او بيا هر چا يو بل ته ويل لکه چي پاچا ليونی شوي دی ٠

 خو پاچا چي ددوو هلکانو د ټګۍ په جال کي ښکيل و خلک ورته ټول ليونی ښکاريدل او بس ٠ خپل ځان او خپله کابينه يې عاقلان او هوښياران بلل او د خپل شاهنشات په نشه کي په ډير تکبر سره د عسکري رسم ګذشت له ليکو تيريده او د تشريفاتي ګارد د قطعاتو سلام يي اخيست ٠

 اصلي ليکونکی: هانس کريسټين انډرسن
ژباړه: د چين راډيو

منبع: چين راډيو او خيبر وېبپاڼه http://bit.ly/2EeOOYS

همدغه نکل د ښاغلي پوهندوی آصف بهاند لخوا هم ژباړل سوی، چي دلته په کليک کولو سره يې لوستلای سئ.

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.