source of image: http://bit.ly/2CWOFco
source of image: http://bit.ly/2CWOFco

 

لیکوال: سمیع الله خالد سهاک

له ۳ کلنو تر ۹۹ کلنو
۳ دقيقې

سورګل د کوټې د باندې کتل خپله خور یې ولیدله چې له کوټې بهر د کور په انګړ کی له توپ سره لوبي کوي. په جګ آواز یې غږ کړ: «تورپیکۍ... تور پیکۍ، څه کوې؟»


تور پیکۍ چې توپ پسې یې منډې وهلې خپل ورور ته یې و نه کتل او په جګ آواز یې وویل: «فوتبال کوم.»

سورګل چې له خپلې خور پنځه کاله مشر وو، په خندا وپوښتل:«له چا سره فوټبال کوې؟»

تور پيکۍ وويل: «له ځان سره یې کوم.»

سورګل وويل: «زه هم راشم؟»

تورپيکۍ ويل: «نه مه راځه چې بیا ما ته توپ نه راکوې.»

سورګل وويل: «نه، تا ته هم توپ درکوم... خو ته یې باید زده کړې چې څنګه له نورو نه توپ واخلې.»

تورپيکۍ وويل: «ښه ده راشه او ما ته یې رازده کړه... خو ګوره چې یوازي به ته توپ اخوا دېخوا نه وړې. ما ته به هم توپ پریږدي.»

سورګل وويل: «ښه ده.»

له دې سره بیا سورګل منډه کړه او د کور انګړ ته یې ځان ورساوه. له رسېدو سره یې اول کار چې وکړ نو توپ یې په پښه ووهه او له خور څخه یې واخیست. خور یې په ژړغوني آواز ورته وویل: «تا خو ویل چې ما ته به یې زده کوې. اوس خو تا بیا توپ واخیست.»

ورور یې په خندا شو او خور ته یې وویل: «ښه ده... ښه ده مه ژاړه ... ته اوس منډه کړه او له ما نه توپ واخله.»

تورپيکۍ وپوښتل: «څنګه یې واخلم؟»

سورګل وويل: «توپ ته ځان نږدې کړه، بیا یې په پښه ووهه او بلې خوا ته یې واچوه او بیا ورپسې منده کړه او په پښه یې ووهه.»

تورپيکۍ وويل: «ښه ده ... بیا څه وکړم؟»

سورګل وويل: «بیا نو منډه کړه. توپ په پښه ووهه او د ګول خوا ته یې ورسوه.»

تورپيکۍ وويل: «زه خو یوازې دا ټول نه شم کولای.»

سورګل وويل: «که په تیم کی لوبه کوې، نو ستا ملګري به هم راشي او له تا سره به مرسته وکړي.»

تورپيکۍ وويل: «که هغوی را نه شي، بيا؟»

سورګل وويل: «که هغوی رانشي او له تا سره مرسته ونه کړي، نو د لوبې ګټل آسان نه دي.»

تورپيکۍ وويل: «ښه ښه اوس پوه شوم.»

سورګل وپوښتل: «په څه پوه شوې؟»

تورپيکۍ جواب ورکړ: «په دې پوه شوم چې په یوازي سر هیڅ هم نشم کولای.»

سورګل خپلې خور ته وکتل او بيا يې وويل: «نه یوازې په فوټبال کې، بلکی د دنیا په هر کار کې په یوازي سر کارونه مخ ته وړل ستونزمن دي.»

سمیع الله خالد سهاک، د جنوری یوولسمه، ۲۰۱۸ کال، مونتری، کالیفورنیا

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.