source of image:http://bit.ly/2o4QM8r
source of image:http://bit.ly/2o4QM8r

 

 

یوه ورځ چی لا له کوره نه وم وتی، زوی می له خوبه پاڅید او په ژړا یی پیل وکړ. ما چی په هغه وخت کی کالي بدلول، ژر ژر می کالي واغوستل او په خندا می تری وپوښتل

“ څه خبره ده زویه ؟... ولی ژاړی؟”

زوی می چی لا ژړل په ژړغوني آواز ووئیل

“ زه نن مکتب ته نه ځم ”

زه چی د هغه له دې حرکت څخه په تعجُب کی وم، په خندا می تری وپوښتل

“ ولی نه ځې؟”

“ ما ته هره ورځ معلم په قهر وی ”

“ ولی په قهر وي؟ ”

“ هغه وایی چی ته خپل کورنۍ کار نه کوی ”

“ خو زویه کورنۍ کار دی وکړه ”

“ نشم کولای”

“ ولی نه شې کولای؟ ”

“ نه پوهیږم چی څه وکړم... او کله بیا په لوبو مصروف شم او کورنۍ کار می له یاده ووځي”

“ نو ته باید په مکتب کی خپل استاد ته ښه فکر ونیسی او درس ترې زده کړې او که بیا هم پوه نه شوې له ما یی و پوښته ”

“ نو نن څنګه وکړم؟”

“ زه به نن له تا سره مکتب ته ولاړ شم او یا به ستا معلم ته زنګ ووهم چی په تا په قهر نه شي ”

“ ښه ده ”

“ خو یو شرط لري”

“ څه شرط لري؟ ”

“ شرط دا دی چی ته به له ما سره وعده کوی چی سر له نن څخه به خپل معلم ته غوږ نیسې او درس به زده کویی.”

“ او که زده می نه کړ؟ ”

“ که زده دی نه کړ، نو بیا چی زه کورته راغلم، له ما یی وپوښته”

“ ښه ده”

“اوس د خدای پامان ”

“اوس د خدای پامان ”

 

لیکوال: سمیع الله خالد سهاک 

د فبروری میاشت ۲۰۱۸

مونتری، کالیفورنیا

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.