د دغه نکل متن تر آوډيو لاندي لوستلای سئ
صرف آوډيو:

 

په يوه شنه او ښکلي کلي کې يوه مهربانه او زحمت کشه تجار ژوند کاوه، اکثرا به هغه د مالګې تجارت کاوه،  دغه تجار يو ټنبل آس درلود، آس به د  ډيرې ټنبلې له لاسه سم  کار هم نه کاوه،  دغه تجار به په  آس باندې له يوه ښاره بل ته د مالګې بوجۍ  وړلې راوړلې. 

لوړ: تاته وايم آسه  راځه چې دغه مالګه دې په شا دروتړم او د سيند هاغې غاړې ته لاړ شو چې هلته يې خرڅه کو هله راجګ شه هله، 

آس: زه نن ډير ستړی يم، اففف ولې زه بايد هره ورځ کاروکم؟کاشکې ټوله ورځ دلته ويده وی، خو نه زه بايد لاړ شم د مالګې دا دروند بار يوسم، 

ځه نو آسه حرکت وکه، هله، له دغه پله نه تير شه، بيا به هلته  زه د خپل ځآن لپاره يو څه ډوډۍ واخلم.

آس  په پله باندې روان و، ناڅاپه يې سر وګرځيد او لاندې اوبو ته ور ولويد، دا چې آس د مالګې بوجۍ په شا کړې وې، هماغه وچې مالګه په اوبو کې لمده شوه او  وزن يې ډير  کم شو، کله چې آس له اوبو راووت، د بوجيو وزن ډير کم شوی وو ، آس له خپل ځان سره فکر وکه.

آس: واوا دا خو ډيره ښه کار وشو، ښه چل مې ترې زده که، نور به هر وخت په اوبو کې څملم، مالګه به په اوبو کې ويلې شي او وزن به يې ډير کم شي واوا نور به هر وخت همداسې کوم، که خدای کول څښتن به مې ام ونه ويني.

کله چې د آس څښتن ښارته ورسيد ترڅو مالګه خرڅه کړي، د هغه وزن چې رابار کړی يې  و نيم په نيمه کم شوی و، فکر کوم په شميرلو او وزن کې به غلط شوی يم،  هغه پاتې مالګه خرڅه کړه، له خپل آس سره بيرته کورته لاړه.

په راتلونکې ورځ هغه بيا د مالګې څو بوجۍ په آس باندې بار کړې، تجار لاړه چې ميوې راواخلي.

آس له تجار نه مخکې روان شو هماغه و چې ځان يې  پله ته ورساوه، ځان يې پله ته ورساوه. 

آس: تر څو مې چې څښتن راځي زه به مې پرونی چل يو ځل بيا امتحان کم.

تجار ډير حيران شو، هغه وويل چې دا مالګه ولې خپل وزن کموي. 

آس هره ورځ د مالګې له بوجيو سره ځان اوبو ته ورغورځاوه، له همدې امله به د مالګې وزن ډير کم شو. 

يوه ورځ تجار مالګه بار کړه او په آس پسې ور روان شو چې هغه څه کوي، او د بوټو شاته ورته پټ شو، هغه د آس دې نوي چل ته حيران پاتې و، او پوه شو چې آس څه کوي، 

تجار:  دا خو يو چل بازه آس دی، زه بايد ډير ژر دې چلبازه آس ته يو درس ورکم.

 په بله ورځ تجار د مالګې پرځای په بوجيو کې پنبه واچوله، او د آس په شا پورې يې کلکه وتړله، 

آس د خپل عادت سره سم کرار کرار روان و  او يو ځل بيا يې ځان اوبو ته ور وغورځاوه، 

آس :  افف دا  نن څه پيښ شول، دا به څه خبره وي، مالګه څنګه شيبه په شيبه درنيږي اففف اففف زما شا يې راژوبله کړه څه شی؟.

په دغه وخت کې آس وليدل چې د مالګې پر ځای يې پنبه په شا کړې ده، پنبې اوبه جذب کړې او وزن يې درنديده. آس نور ام ځان په اوبو کې غوټه که فکر يې کاوه چې پنبه به ام د مالګې په څير په اوبو کې ويلې شي او وزن به يې کم شي خو دې کار يې ګټه ونه کړه، هغه تصميم ونيو چې له پله نه تير شي، 

هغه په ځمکه کيناست، ډير ستړی و، ځکه د پنبې وزن په رښتيا ام چې ډير دروند و.

تجار په زوره زوره ورته وخندل او ورته ويې ويل :

تجار: آسه زه ستا مالک يم، دا ستا کار دی، زه ډير کار کوم او له خپل کار سره مينه لرم، زه نه غواړم چې له نورو خلکو سره چل وکم او په هغوی ملنډې ووهم، له خپل کاره مخ نه اړوم، ما تاته درس درکه چې بيا داسې ونه کې، او خپل کار په سمه توګه سرته رسوې

آس خپل درس نه پند واخيست او هيڅکله يې له خپل کار نه سرغړونه او چل نه کاوه، په صداقت سره به يې کار کاوه.  

ژباړه او ترتيب: نصرت الله صميم

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.