مینځم مې لاسونه خپل

پاک ساتم غاښونه خپل

مکتب ته پخپل وخت ځمه

لولم کتابونه خپل

نه پرېږدم سبا ته هیڅ

زه مې ټول کارونه خپل

زه ورسره لوبې کړم

خوشحاله ساتم وروڼه خپل

کار کوم باغچه کې مې

تازه ساتم ګلونه خپل

منبع
د کتاب نوم: ستوري خاندي (د ماشومانو له پاره شعرونه)، مصور بنسټ، ۱۳۸۲
ليکونکی:
علم ګل سحر

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.