source of image: https://pixabay.com/p-1679951/?no_redirect
source of image: https://pixabay.com/p-1679951/?no_redirect

د لوی غره خواکې رمه ده

اخوا زېړه زرغونه ده

بارانونه سږکال زیات وو

واښه ډېر دي دښته شنه ده

مېږې څري په بیدیا کې

دي خوشحاله په سارا کې

شپونکی لیرې ورته ناست دی

لمر ځلېږي په فضا کې  

منبع
د کتاب نوم: ستوري خاندي (د ماشومانو له پاره شعرونه)، مصور بنسټ، ۱۳۸۲
ليکونکی:
علم ګل سحر

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.