source of image: http://timeline.headway-cambs.org.uk/assets/_timeline/Hans-Little-Ida-Flower.png
source of image: http://timeline.headway-cambs.org.uk/assets/_timeline/Hans-Little-Ida-Flower.png

 

 
کوچنۍ «ایدې» وویل: «زما واړه بدمرغه گلان ټول مړه دي. پرون ماښام ډیر ښکلي وو، خو اوس یې ټولې پاڼې مړاوې شوې دي! »

بیا په کوچ کې ناستې یوې زدکونکې وپوښتل: «ولې داسې شوي دي؟»

دا زدکونې د «ایدې» ډیره خوښیده، ځکه چې د هغې ډیرې ښکلې کیسې زده وې او کولای یې شول چې په بیاتي سره له کاغذ نه خندونکي انځورونه جوړ کړي. لکه: د گډا په حال کې له لوی زړه سره وړې ښځې، گلان او سترې مانۍ چې دروازې یې خلاصیدې. هغه یوه تانده او خوشاله زدکونکې وه!

«ایدې» په داسې حال کې چې یوه گیډۍ مړاوي گلان یې زدکونکې ته ور وښودل، پوښتنه ځینې وکړه: «زما گلان ولې نن خراب او مړاوي ښکاریږي؟»

زدکونکې وویل: «غواړې ووایم چې د هغو ستونزه څه ده؟ گلان بیگا په مجلس کې وگډیدل، له همدې کبله ستړي ښکاریږي او سرونه یې زوړند نیولي دي!»

وړې «ایدې» وویل: «خو گلان نه شي کولای وگډیږي!»

 زدکونکې وویل: «البته چې کولای شي، کله چې لږ تیاره شي او موږ ویده شو، گلان خوشاله او په ترپیدو او غورځیدو شي او تقریباً هره شپه د گډا یو پرتمین محفل جوړوي!»

«آیا کوچنیان کولای شي د گډا مجلس کې گډون وکړي؟»

زدکونکې وویل: «هوکې، د بابونې او نیلوفر واړه او نازک گلان کولای شي د گډا په مجلس کې گډون وکړي!»

وړې «ایدې» وویل: «تر ټولو ښکلي گلان چیرې گډا کوي؟»

زدکونکې وویل: «ته کله د بادشاه د اوسیدو د لویې ماڼې له دروازې سره نه وې، چیرې چې بادشاه په اوړي کې هلته ژوند کوي او هلته له رنگارن گلانو نه ډک بڼ لري؟ تا به هلته بتکې لیدلي وي، کله چې خڅوزي ور اچوې، ستا په لوري راځي؛ هماغلته سم دم د گډا بنډار جوړیږي. کولای شې وې منې!»

«ایدې» وویل: «زه پرون له خپلې مور سره په بڼ کې وم، خو په ونو کې یوه پاڼه هم نه وه، یو گل هم نه و! ما هلته په اوړي کې ډیر گلان ولیدل، اوس هغه چیرې دي؟» 

زدکونکې وویل: «هغوی دننه په ماڼۍ کې دي!

کله چې شاه او درباریان ښار ته لاړ شي، گلان له بڼ څخه د مانۍ په لوري منډه کوي، تر څو خپل وخت ښه تیر کړي! ته باید هغوی ووینې! دوه تر ټولو ښکلي گلاب گلان پر تخت باندې کیني، هغوی د گلانو شاه او ملکه دي. د چرگ تاج په نامه ټول سره گلان په یوه کتار کې د درناوي له پاره دریږي، هغوی ځانگړي چوپړان دي. بیا تر ټولو ښکلي گلان راځي او د گډا پرتمین مجلس پیل کیږي، بنفشه گلان د سمندري ځواکونو زدکړیالان دي، هغوی له سنبل او زعفران گلانو سره گډیږي او هغوی ته پیغلې وايي! غاټول او سوسن زړې میرمنې دي، هغوی پام کوي چې ټول ښه وگډیږي، هر څه په ترتیب او سم وي!»

وړې «ایدې» وپوښتل: «کله چا له گلانو نه پوښتلي چې ولې د بادشاه په ماڼۍ کې گډیږي؟»

زدکونکې وویل: اصلاً څوک نه پوهیږي. کله، کله د مانۍ بوډا ساتونکی راځي، له هغه سره ډیرې کلیانې وي، د ده له راتگ سره کلیانې شرنگ، شرنگ کوي او کله چې گلان شرنگ، شرنگ واوري، د پردو شاته پټیږي، سرونه خم نیسي او ځانونه غلي نیسي! بوډا ساتونکی وايي:

دلته گلان دي، زه یې په بوی باندې پوهیږم، خو پوډا نه شي کولای هغوی وویني!»

وړې «ایدې» په داسې حال کې چې لاسونه یې پړکول، وویل: «خندونکې ده! زه هم نه شم کولای چې گلان ووینم؟»

زدکونکې وویل: «ولې نه، زه یې انگیرم چې ته کولای شې. په یاد دې وساته، بل ځلې چې هلته ولاړې د ماڼۍ له کړکیو نه دننه ور وگوره، ښايي وې لیدلای شې. ما همدا نن دا کار وکړ، یو اوږد زیړ نرگس پر کوچ باندې اوږ غځیدلی و او داسې یې ښودله چې یوه درباري میرمن وي!»

«ایدې» وپوښتل: «آیا د شنلیو د بڼ گلان هلته تلای شي؟ کولای شي هغوی دومره اوږده لار ووهي؟»

زدکونکې وویل: «بلې هغوی کولای شي راشي. گلان هر وخت چې وغواړي، کولای شي والوزي. آیا تا سره، زیړ او سپین پتنگان نه دي لیدلي؟ هغوی داسې ښکاري لکه گلان او دا هماغه څه دي، لکه یوه ورځ چې وو. دا هغه گلان دي چې یوه ورځ له خپلو څانگو نه هوا ته والوتل او الوتل یې زدکړل چې په خپلو پاڼو لکه وزرونه داسې والوزي او کله یې چې الوتل ښه زدکړل، هغوی ته د ورځې له خوا هم د الوتلو اجازه ورکړل شوه، پرته له دې چې بیرته کور ته راوگرځي او پر خپلو څانګو غلي کیني. په پای کې د گلانو وړې پاڼې، په ریښتینو وزرونو بدلې شوې. 

تا خپله لیدلي دي! ښايي د شنلیو د بڼ گلان هیڅ کله هم د بادشاه ماڼۍ ته نه دي تللي، او یا هم نه پوهیږي چې د شپې له خوا هلته څه له خوندونو ډک ځای دی. اوس باید زه تا ته داسې څه و وایم چې د شنیلیو د بڼ د پروفیسور له پاره ــ چې په همدې څنگ کې ژوند کوي او ته یې حتماً پیژنې ــ  هم د تعجب وړ شي. 

کله چې د هغه بڼ ته ورځې، ورو یو گل ته ووایه فلانۍ شپه په ماڼۍ کې د گډا مجلس جوړیدونکی دی، بیا وگوره چې څه کیږي. هغه گل به دا موضوع نورو گلانو ته ووايي او ټول به د ماڼۍ په لوري والوزي. کله چې د شنلي پیژندنې پروفیسور د بڼ په لوري ولاړ شي، یو گل به هم په بڼ کې نه وي او هغه به پوه نه شي چې گلان چیرې تللي دي.»

ــ «خو گلان څنگه کولای شي یو بل ته ووایي؟ گلان خو غږیدای نه شي!»

ــ «نه، په ریښتیا سره چې هغوی غږیدای شي! هغوی د پانتومیم په بڼه، یعنې د لاسونو او بدن په خوځولو دا کار تر سره کوي! نه دې دي لیدلي کله چې وږمه چلیږي، څنگه ټول گلان خپل سرونه ښوروي او ټولې شنې پاڼې ښوروي، داسې لکه د څه شي په باره کې چې خبرې سره کوي!»  

«ایدې» وپوښتل: «آیا د بڼ پروفیسور د هغوی په اشاري ژبه (پانتومیم) باندې پوهیږي؟»

زدکونکې ځواب ورکړ: «البته چې پوهیږي! یوه ورځ سهار دی کله چې لاندې خپل بڼ ته راغی، وې لیدل چې جگ سوځونکي بوټي په خپلو پاڼو سره، د لونگو سره گل ته اشارې رسولې. جگ سوځونکي بوټي په خپلو دې حرکاتو سره غوښتل ووايي:

ته ډیر ښایسته یې او ته په ما ډیر گران یې، خو د بڼ پروفیسور دا خبرې نه خوښوي، په همدې دلیل یې د سوځونکي بوټي پانو ته یو گزار ورکړ، سوځونکي بوټي د هغه لاس وسوځاوه او له هغه نه وروسته پروفیسور هیڅکله زړه ښه نه کړ چې د سوځونکي بوټي خوا ته لاس ور اوږد کړي!»

وړې «ایدې» وخندل او وې ویل: «ډیره خندونکې ده!»

د پوهنتون ریٔس چې د لیدلو له پاره راغلی و، له خپلې ستړې کونکې څیرې سره هلته پر کوچ ناست و ، د دوی خبرې یې واوریدې او وې ویل: «دا څه چټیات دي چې د کوچنیانو ماغزه پرې ډوکوئ!»

د پوهنتون د ریٔس دا محصله هیڅ نه خوښیده. محصلې به چې کله په بیاتي سره، له کاغذ نه خندونکي انځورونه جوړول، په هغه به په قار کیده او ورباندې غوریده، اوس محصل داسې یو انځور جوړ کړی و چې یو سړی په دار ځړول شوی او په لاس کې یې یو زړه دی، ځکه چې په دار را ځړول شوی سړی د زړونو غل و. اوس یو بل انځور، داسې چې یوه سحرگره ښځه، له خپلې اوږدې پزې سره پر یوه اوږده جارو باندې سپره ده او خپل میړه لیږدوي.

د پوهنتون ریٔس دا کارونه نه خوښول، اوس یې بیا لکه مخکې ځل وویل: «دا څه چټیات دي چې د کوچنیانو ماغزه پرې ډوکوئ! دا څه احمقانه خیالپلو دی!» 

خو وړې «ایدې» د زدکونکې د خندونکو خبرو په باب، چې د دې د گلانو په هکله یې و ویلې، ډیر فکر وکړ. د گلانو سرونه زوړند دي، دوی ستړي دي، ځکه چې ټوله شپه گډیدلي دي، حتماً به ناروغه وي. ځکه یې خپله د گلانو گیډۍ جگه کړه او د هغه میز پر سر یې کیښوده چې د دې د لوبو اسباب پرې ایښي وو. دې یوه ډکه ټوکرۍ د لوبو اسباب درلود، همدا راز یوه نانځکه یې درلوده چې د خوب پر تخت اوږده غځیلدلې وه. د هغې نوم «سوفیه ــ Sophie» و. وړې «ایدې» نانځکه را جگه کړه او ورته وې ویل: «سوفیې ته باید جگه شې او نن شپه په ټوکرۍ کې ویده شې، خوارکوټي گلان ناروغه دي، هغوی به ستا پر تخت ویده شي، ښایي چې را ښه شي!»

دغسې یې نانځکه راجگه کړه، خو نانځکه د خوب د تخت د پریښودو په وجه ناراضه ښکاریده او اعصاب یې خراب و، خو څه یې و نه ویل.

وړې ایدې گلان د خوب پر تخت کیښودل، رویجايي یې پرې واچوله او هغوی ته یې وویل که غلي وغځیږي، دوی ته به یو چای رابرابر کړي چې دوی ورباندې را ښه او سهار ته را جگ شي. بیا یې د خوب د تخت پردې راکش کړې چې لمر د دوی سترگو ته ور نه شي.

وړې «ایدې» د هغې ورځې، وروسته له غرمې نه یوازې د ځوانې زدکونکې د کړو خبرو په باب فکر وکړ، نه د بل څه شي په باب. کله چې د خوب وخت شو، د کړکۍ څنګ ته لاړه، چیرې چې پردې را زوړندې وې او د کړکۍ په خوله کې یې د مورکۍ سنبل او غاټول ښکلي گلان ایښي وو، ورو یې گلانو ته وویل:

«زه پوهیږم چې نن شپه تاسو د گډا بنډار ته ځئ.»

خو گلانو داسې وښوده چې دوی په هیڅ شي پوه شوي نه دي، ان تر دې چې خپله یوه پاڼه یې هم و نه ښوروله، خو وړه «ایدا» پوره پوهیده.

«ایدا» د خوب تخت ته لاړه، یوه شیبه پر تخت اوږده وغځیده او سوچ یې وکړ چې د بادشاه په مانۍ کې به د گلانو گډا حتماً ښکلې وي او له ځان سره یې ورو داسې  ویل: «آیا زما گلان به ریښتیا له هغوی سره وي؟» او بیا ویده شوه.

د شپې ناوخته له خوبه را ویښه شوه، هغې گلان او زدکونکې په خوب کې لیدلي وو، هغه زدکونکې چې د پوهنتون ریٔس به د هغې په باره کې ویل چې د «ایدې» ماغزه په بې مانا شیانو ډکوي. د «ایدې» د خوب کوټه ډیره آرامه وه. د میز پرمخ د خوب څراغ لگیده او مور پلار یې ویده وو.

هغې له ځان سره وویل: «آیا زما گلان به اوس هم د سوفیې پر کټ پراته وي؟ زړه مې غواړي پوه شم چې څه خبره ده!»

 هغه لږ د دروازې په لورې ور وخوځیده او له نیم کښې دروازې یې ولیدل چې گلان او د لوبو شیان ټول پر خپلو ځایونو پراته دي. هغه غوږ شوه او داسې یې وانگیرله چې په سالون کې داسې نرمه او ښکلې پیانو غږول کیږي، چې پخوا دې نه وه اوریدلې.

هغې وویل: «اوس ټول گلان گډیږي، اوه خدایه! څومره مې زړه غواړي د هغوی گډا وگورم!» خو وې نه شو کړای چې له ځایه پاڅیږي، ځکه چې د مور پلار له را ویښیدو نه ډاریده. هغې سوچ وکړ:

«کاشکې گلانو کولای شول دلته راشي.»

خو گلان رانغلل او موسیقي غږیده. له هغه ځای نه ټول شیان ښکلي ښکاره کیدل، هغې طاقت و نه شو کړای او په پای کې د خوب له تخته جگه شوه، ورو د دروازې خوا ته لاړه او سالون ته یې ور وکتل. اوه! ټول څه چې دې لیدل، ډیر زړه وړونکي وو.

سره له دې چې هلته هیڅ څراغ نه و، سره له هغه هم هلته رڼايي وه، د سپوږمۍ رڼا له کړکۍ نه د سالون پر غولي ځلیده، داسې رڼايي وه، لکه ورځ چې وي. ټول سنبل او غاټول گلان، په دوو اوږدو کتارونو کې پر غولي ولاړ وو. په کړکۍ کې پرته له تشو گلدانونو، نور هیڅ شی نه و. په غولي کې ټول گلان په زړه وړونکي ډول سره گډیدل، هغوی یو د بل پاڼې نیولې او د ځنځیر په بڼه یو پر بل سره تاویدل. یو لوی زیړ زنبق گل له پیانو سره کیناست او هغه یې وغږوله. وړه «ایدا» ډاډه وه چې هغه یې تیر اوړی لیدلی و، هغې ته ور په یاد شول چې زده کونکې ویلي وو:

«هغه څومره لین (Line) نومې نجلۍ ته ورته دی!» او بیا ټولو په ده پورې خندلي وو؛ خو اوس وړې «ایدې» لیدل چې زیړ نری زنبق گل، په ریښتیا سره آغلې لین (Line) ته ورته دی! هغه، هماغه کار کاوه چې آغلې لین د پیانو غږولو په وخت کې کاوه، خپل زیړ مخ یې له یوې خوا بلې خوا ته اړاوه او په خپل وخت یې د موسیقي له غږ سره برابر خپل سر ښوراوه. 

د هیڅ گل وړې «ایدې» ته پام نه و. هغې نا څاپه ولیدل چې یو زعفراني گل میز ته ورخیز کړل، چیرې چې د لوبو اسبابونه پراته وو، بیا د ناوکۍ د خوب تخت لوري ته ورغی، چیرې چې ناروغ گلان پراته وو، پردې یې کش کړې. ناروغه گلان ناڅاپه له تخته راجگ شول، د باندې را ووتل او نورو ته یې سرونه وښورول، په دې مانا چې هغوی هم غوښتل وگډیږي. 

یو زوړ پیپ څښونکی سړی چې لاندې شونډه یې لکه پرې چې وي، له ځایه جگ شو او د گلانو د درناوي له پاره یې ځان خَم کړ. گلان هیڅ ناروغ نه ښکاریدل، د غولي پر مخ یې له نورو گلانو سره خیزونه وهل او سخت خوشاله وو.

ناڅاپه داسې څه وشول لکه کوم شی چې له میز نه ښکته لویدلي وي. «ایدې» ولیدل چې د نوي کال د جشن له پاره رواړل شوې د ونې څانگې، له میز نه ښکته ټوپ کړل او داسې یې انگیرلې وه چې دا هم یو گل دی! څانگه هم ډیره ښکلې وه، په یوه برخه کې یې له مومو جوړه یوه نانځکه بنده وه چې لکه د پوهنتون د مشر غوندې یې شپو خولۍ پر سر ایښې وه . څانگې له خپلو دریو سرو لرگینو پښو سره، د گلانو په منځ کې خیزونه وهل او پښې یې په غولي دربولې او «مازورکا» موسیقۍ ته داسې گډیده چې گلانو نه شوای کولای هسې وگډیږي، څنگه چې گلان له وزنه سپک وو، نه یې شوای کولای د غولې پر مخ پښې ودربوي.

ناڅاپه د څانگې د سر مومي نانځکې جگه او غټه شوه او پر کاغذي گلانو باندې یې غالمغال پیل کړ: «دا څه چټیات دي چې تاسو د ماشومانو ماغزه ورباندې ډکوئ! دا څه احمقانه خیالپلو دي!»

مومي نانځکې له خپلې شپو خولۍ سره په هغې شیبه کې، لکه د پوهنتون مشر، زیړه څیره او تروشه قواره درلوده. کاغذي گلانو د مومي نانځکې په ډنگرو پښو باندې وارونه پیل کړل او هغه بیرته له سره ټوله او په یوې وړې مومي نانځکې بدله شوه.

د دې صحنې لیدل ډیر خندونکي و او وړې «ایدې» نه شوای کولای د خپلې خندا مخه ونیسي. څانگې خپله گډا پسې وِغځوله او د پوهنتون مشر هم اړ و چې له هغوی سره وگډیږي. دې مرسته نه کوله چې څه سړي ځان جگاوه او ټیټاوه او څه وړوکي مومي نانځکه له خپلې تورې خولۍ سره ښورریده، خو بیا هم دوی اړ وو چې وگډیږي. بیا گلانو، په تیره هغو گلانو چې د نانځکې د خوب پرتخت اوږده غځیدلي وو، هیله وکړه چې څانگه خپله گډا ودروي. په همدې وخت کې له هغې ټوکرۍ نه ـ چې سوفیه نانځکه او د لوبو نور سامان په کې و ـ یو غږ واوریدل شو، پـیپ څښونکی سړی په منډه د میز څنډې ته ورنږدې شو، په خپلې خیټې يړمخې پر میز باندې اوږد وغځید او د ټوکرۍ سر یې لږ پرانست. سوفیه راجگه شوه او په حیرانتیا یې شا و خوا وکتل او وې ویل:

«وینم چې جشن مو جوړ کړی دی، ولې مو زه نه یم خبره کړې؟»

پـیپ څښونکي سړي وپوښتل: «کیدای شي له ما سره وگډیږې؟»

سوفي وویل: «ته یو دروند سړی!»

بیا یې شا ورواړوله او د ټوکرۍ په څنگ کې کیناسته او په دې سوچ کې شوه چې: کوم یو گل به را نه شي او ما به د خپلې نامزدۍ له پاره انتخاب نه کړي، خو یوه گل هم له هغې نه دا غوښتنه و نه کړه. هغه د نورو د پام اړولو په پار وټوخیده، خو هیڅ چا ورته پاملرنه و نه کړه. پـیپ څښونکی یوازې  وگډید او بد هم و نه گډید!

کله چې هیڅ یو گل هم پام ور ته و نه کړ، سوفیې له کجاوې نه د کوټې غولي ته ځان ور وارتیږه او دا ارتیږل دومره له غږ او ځوږ سره مل وو چې ټول گلان په منډه راغلل او گرد چاپیره ور نه را تاو شول چې هغه وپوښتي چې ژوبله شوې خو به نه وي؟

ټولو گلانو له هغې سره مینه کوله، په تیره هغو گلانو چې د دې پر تخت باندې اوږده غځیدلي وو. سوفیې ځان نه و خوږ کړی، ټولو گلانو په دې خاطر له هغې نه مننه وکړه چې هغوی یې پرې ایښي وو چې د دې پر تخت ویده شي، ورته وې ویل چې پر دوی گرانه ده.

بیا یې د غولي منځ ته ـ چیرې چې د سپوږمۍ رڼا ځلیده ـ له ځانه سره بوتله او ورسره وگډیدل، ټول گلان له هغې نه را تاو وو او سوفیه ډیره خوشاله وه او گلانو ته یې وویل چې هغوی کولای شي د دې د خوب تخت وکاروي او دا کولای شي په ټوکرۍ کې ویده شي.

خو ګلانو وویل: «له تا نه ډیره مننه، موږ نه شو کولای اوږود ژوند وکړو، کیدای شي موږ سبا مړه شو، وړې «ایدې» ته ووایه چې موږ په بڼ کې ـ چیرې چې کنري یې خښه کړې وه ـ خښ کړي، موږ به په اوړي کې بیا را شنه شو او وده به وکړو او له پخوا نه به نور هم ښکلي شو!»

سوفیې وویل: تاسو باید مړه نه شئ!» او گلان یې ښکل کړل. په هماغې شیبې کې د سالون ور بیرته شو او تر ټولو ښکلي گلان په گډا سره را ننوتل. وړوکې «ایدا» پوه نه شوه چې هغوی له کوم ځای نه راغلي دي، ښايی له شاهي ماڼۍ نه راغلي وي. دوه سره گلاب گلان، چې زرین تاج یې پر سر و، راننوتل، هغوی د گلانو شاه او شاه میرمن وو.  ورپسې د شببو او لونگو ډیر ښکلي گلان ـ چې شا و خوا یې ټولو ته درناوی کاوه ـ راننوتل او له ځانسره یې جالب موزیک هم راوستی و. د موسیقي په آلاتو یې زړه وړونکي رنگارنگ گلان ټومبلي وو او د موسیقي آلات یې داسې پو کول چې څیرې به یې تکې سرې شوې. په زړه پورې موزیک و او رنګارنگ گلانو داسې شور بگت جوړ کړی و چې ته وا ټولو په ځانو پورې زنگونه تړلي وي، بیا نور ډیر گلان هم راغلل او ټول سره گډیدل. کله چې گډا پای ته ورسیده، گلانو یو بل سره ښکل کړل، د هغوی لیدل ډیر ښکلي او په زړه پورې و.

په پای ګلانو یو بل ته شپه په خیر و ویلې، وړه «ایدا» هم د خوب ځای ته ستنه شوه او د هغه څه په باب یې فکر کاوه چې دې لیدلي وو.

سبا سهار چې «ایدا» له خوبه جگه شوه، مخامخ د واړه میز په لوري لاړه، غوښتل یې پوه شي چې تر اوسه گلان هلته شته که نه. د خپل خوب له تخت نه یې پرده یوې خوا ته کړه، هوکې ټول گلان هلته وو، خو له پرون نه نور هم مړاوي شوي وو. د هغې نانځکه (سوفیه) په ټوکرۍ کې اوږده غځیدلې وه او ډیره خوبولې ښکاریده.

وړې «ایدې» وویل: «د تیرې شپې څه شی دې په یاد دي چې ما ته یې و وايي؟»

خو سوفیه غلې وه او سپڼ یې هم و نه کړ.

«ایدې» لږ په تونده لهجه ورته وویل: «ته سره له دې چې ښه نانځکه نه یې، خو هغوی ټول درسره وگډیدل!»

بیا یې یو کارتن چې د یو الوتونکي ښکلی عکس ورباندې و، را واخست، سر یې ورته پرانست او مړه گلان یې به کي کیښودل.

وړې «ایدې» وویل: «دا ستاسو وړوکی او ښکلی تابوت دی. کله مې چې د تره زامن له ناروي څخه را ستانه شي، هغوی به ما سره مرسته وکړي چې تاسو په بڼ کې خاورو ته وسپارم، څو په راتلونکي اوړي کې بیا راشنه شئ، وده وکړئ او تر پخوا لا ښایسته وغوړیږئ!»

ناویژي کاکازیان دوه ځواکمن هلکان وو چې یو یونس (Jonas) او بل آدلف (Adolph) نومیدل. د هغوی پلار دوی ته یوه لیندۍ او څو غشي ورکړي وو، دوی هم هغه له ځان سره راوړي وو چې «ایدې» ته یې ور وښيي.

وړې ایدې د تره زامنو ته د گلانو د مړینې یادونه وکړه او هغوی ته یې وویل په خښولو کې مرسته وکړي. هر څه د خاورې سپارلو له پاره چمتو وو. هلکانو چې لیندۍ پر اوږو اړولې وې، مخکې روان وو، او وړه «ایدا» د گلانو کارتن په غیږ کې ورپسې وه.

د بڼ په یوه څنډه کې یې یو وړوکی ځای وکیند، مخکې له دې چې گلان خاورو ته وسپاري، «ایدا» گلان ښکل کړل او له کارتن سره یې خښ کړل او د تره زامنو، یونس او آدلف کوم توپ یا توپک نه درلود چې د درناوي په پار ډزې وکړي، ځکه یې د قبر د پاسه غشي ور گوزار کړل.

پای

ليکونکی: هانس کريسټين انډرسن (منبع: H.C.Andersen Eventyr, 1, 53 – 69 s, Odnsa, Denmark,1994 )
د نکل نوم په اصلي ژبه: Den lille Idas Blomster
 ژباړه: پوهندوی محمد آصف بهاند

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.