source of image: iStock
source of image: iStock

 


د يو بزګر پر پټي باندي يوه سپۍ د خپلو کوتريانو سره اوسېدله. پر هغې باندي خپل کوتريان بيخي ډېر ګران ول. په دغو کوتريانو کي يو کوتری ډېر شوخ ؤ چي مور يې ورباندي د شوخک جان نوم ايښی ؤ. يوه ورځ د کوتريانو مور هغوی ته وويل: «زما ټينډکيانو زړګيانو، پام کوئ چي هيڅ کله هم د څاه يا کوهۍ خوا ته ورنژدې نه سئ. هغه ډېر خطرناک ځای دی. شوخک جانه ته يې هم په ښه غوږ واوره. پام کوه چي د څاه خوا ته لوبي ونه کړې.»

خو شوخک جان ته فکر ورپيدا سو چي مور يې ولي و څاه ته د نژدې تلو اجازه نه ورکوي. همدا ؤ چي دی پټ ولاړی چي وګوري د څاه سره څه شی داسي سته چي له کبله يې مور هغوی هلته نه پرېږدي. کله چي شوخک جان څاه ته نژدې سو نو يې لاندي په اوبو کي خپل عکس وليدی. اوبه خو چي رڼې وي نو د هينداري په شان چا ته خپل عکس ښيي. شوخک جان فکر وکړ چي په څاه کي لاندي يو بل کوچنی سپی دی.

همدا ؤ چي شوخک جان پېښې شروع کړې. کله به يې خوله خلاصه کړه او که به يې پوزه کش کړه او کله به يې چکچکي وکړې. خو شوخک چي به هر کار کاوه نو په اوبو کي د هغه عکس به بالکل هغه کار کاوه. شوخک جان فکر وکړ چي په اوبو کي هغه بل سپی غواړي چي دی په عذاب کړي او له دې کبله د دې پېښې کوي. همدا ؤ چي شوک جان ته درد ورغلی يعني په غوسه سو او غوښتل يې چي د هغه بل سپي سره جنګ وکړي. همدا ؤ چي اوبو ته يې ورټوپ کړل. خو کله چي اوبو ته ولوېد نو يې وليدل چي هلته بل سپی نسته بلکه هغه اوبه دي.

شوخک جان په اوبو کي لوند خيشت سو او نژدې ؤ چي ډوب سي او مړ سي. همدا ؤ چي هغه په زوره زوره غپل شروع کړه چي بالآخره بزګر په خبر سو او شوخک جان يې په سلواغه کي له څاه څخه راوباسئ. شوخک جان په ځغاسته خپلي مور ته ورغلی او ورباندي ټينګ وموښتی. هغه د خپلي مور څخه بخښنه وغوښته چي د هغې په خوله يې نه وه کړي. مور يې ورته وويل: «ډېر خوشبخته يې چي په اوبو کي ډوب سوی او مړ سوی نه يې ولي چي بزګر وژغورلې. آينده پام چي داسي کار ونه کړئ چي خطر ورسره تړلی وي. که بل واري داسي خطرناکه کار وکړئ نو کيدای سي چي دومره خوشبخته ونه اوسئ او يو چم در وسي.»

له دې نکل څخه موږ دا زدکړه کوو چي بايد هميشه د خپل مور او پلار په خوله وکړو. مور او پلار هميشه پوهېږي او خپل اولاد ته سمه لاره ښيي.

 ژباړه: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د اګست ۵مه نېټه، بون
منبع: 21 Most Famous Moral Stories For Kids, Sagari Gongala, NOVEMBER 22, 2017, momjunction.com


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.