source of image: https://cdn.pixabay.com/photo/2015/12/19/13/13/child-1099756_960_720.jpg
source of image: https://cdn.pixabay.com/photo/2015/12/19/13/13/child-1099756_960_720.jpg

 

کوچنۍ ګرانه يوه وړه انجلۍ وه. د هغې اصلي نوم بل شی ؤ خو پلار ورته د نازه کوچنۍ ګرانه ويل. کوچنۍ ګرانه لا دومره وړه وه چي سمي خبري يې لا نه سوای کولای. دا چي پلار يې ډېره نازوله نو لومړی لغت چي هغې زده کړ هغه «بابا» ؤ. هر وخت چي به يې پلار له سترګو ليري سو نو به يې ويل «بابا، بابا، بابا»...

يوه ورځ د کوچنۍ ګرانې مور و کوچنۍ ګراني ته وويل: «ګرانې لور جاني، زه دي دومره نازوم، غذا درکوم، جامې دي در بدلوم او ټوله ورځ دي په غيږ کي ګرځوم، خو تا زما نوم نه کړ زده او ټوله ورځ بابا بابا کوې. دا ولي؟»

کوچنۍ انجلۍ خپلي مور ته کتله او بيا يې وويل: «ايسته کيدا!»

مور د انجلۍ په خبره پوه نه سوه او بيا يې ورسره لوبي شروع کړې او دغه وړه انجلۍ يې خندوله.

خو د دغې ورځي وروسته چي به هميشه کوچنۍ ګرانې له مور څخه کوم شی غوښتی او يا به يې د مور سره مينه کوله، نو به يې ويل: «ايسته کيدا!»

د کوچنۍ ګراني مور او پلار نه پوهېدل چي ايسته کيدا څه معنی. خو هر وخت چي به انجلۍ خوشاله وه او يا به يې کوم شی له مور څخه غوښتی نو به يې ويل: «ايسته کيدا!»

يو وخت داسي راغلی چي کوچنۍ ګرانه لږ نوره هم لويه سوه او لږ لږ خبري کول يې پېل کړل. يوه ورځ يې بيا د مور سره زړګی کاوه او خپلې مور ته يې بيا د هميشه په شان وويل: «ايسته کيدا!» مور يې وويل: «آ زما ګراني کوچنۍ خوږې لوري، ته هميشه ماته ايسته کيدا وايي. ايسته کيدا معنی څه شی؟» کوچنۍ ګرانې چي اوس يې لږ خبري زده کړي وې خپلي مور ته وويل: «څوک چي ډېر واوا (کوکو) سي نو ايسته کيدا سي!» کله چي مور د انجلۍ دا خبره واورېده نو ډېره خوشاله سوه او خپله لور يې ټينګه په سينه پوري ونيوله. د هغې مور پوه سوې وه چي کوچنۍ ګراني د خپلي مور له پاره له خپل ځانه يو نوی لغت اختراع يا جوړ کړی ؤ چي معنی يې د «ډېر واوا» ؤ.

يو وخت د کوچنۍ ګراني يو ورور پيدا سو چي مور ورباندي د ناني ګران نوم کښېښود. نانی ګران ډېر خوږ ؤ او کوچنۍ ګراني به ورسره زيات وخت تيراوه. کله چي دغه هلک لږ نور هم لوی سو نو چي خپله خور به يې وليدله ورته ويل به يې: «ميشکو سه ميشکو!» کوچنۍ ګرانه نه پوهېدله چي ورور يې څه ورته وايي. د دغه هلک نوري خبري نه وې زده او کله چي به يې طبيعت ښه ؤ او خور به يې وليدله نو به يې ويل: «ميشکو سه ميشکو!» کوچنۍ ګرانه او د هغې مور او پلار نه پوهېدل چي د «ميشکو سه ميشکو!» څه معنی ده.

يو وخت چي کله نانی ګران لږ نور هم لوی سو او لږ لږ يې خبري کولې شروع کړې نو کوچنۍ ګرانې ورته وويل: «ته هميشه ماته وايي چي ميشکو سه ميشکو، دا څه معنی؟»

ناني ګران خپلي خور ته وويل: «ميشکو سه ميشکو معنی: واوا (کوکو) خور لرم واوا خور!»

ګرانو کوچنيانو، ايا ستاسو کوچنۍ خور يا کوچنی ورور هم داسي کوم شی په خبرو کي وايي چي تاسو نه په پوهېږئ؟ ستاسو په فکر د هغه د دغه خبري معنی به څه وي؟

هر څومره چي تاسو د خپل کوچني ورور او خور سره زياتي خبري کوئ، د هغوی سره زيات وخت تېروئ، هغوی به هغومره ژر او ښه خبري کول زده کړي. کيدای سي چي هغه تاسو ته هغه وخت لا يو د ناز نوم درکړي چي خبري يې لا سمي نه وي زدکړي.

ليکونکی: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۸ کال د دسمبر ۸مه نېټه، بون

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.