ډېر پخوا د نیل پر غاړه یو قاتل وو

د هر ښار په جنایت کي به شامل وو 

هم له غله هم داړه مار سره یې کار وو

چي هر ځای به یو قاتل وو دی یې یار وو

په زړه سخت لکه د غرونو ځناور وو

هم په تېښته کي چالاک هم زورور وو

په سلگونو یې کورونه وه لوټلي

په لسگونو انسانان یې وه وژلي

قتلول به یې مظلوم خلک بېځایه

نه یې وېره له انسان وه نه له خدایه

هم ملگری یې قاضي وو هم کوټوال وو

هم په غلاوو کي شریک یې څارنوال وو

تر پاچا پوري عرض نه سو رسېدلای

د مظلوم چیغي چا نه سوای اورېدلای

چي وژلي یې بېځایه انسانان وه

په دې ښار کي په سلگونو یې خپلوان وه

نا امیده له قاضي له حکومته 

تمه نه وه د پاچا له عدالته

چي چاره د دې قاتل وکړي پخپله

ښار کرار کړي له دې هري شپې یرغله

په یوه آواز راووتل له ښاره

چي قاتل په غره کي ونیسي له غاره

چي قاتل هجوم د خلکو وو لیدلی

هر اندام یې وو له وېري لړزېدلی

مخ یې ونیوی د نیل د سیند پر لوري

هر گړی ځانته د امن لوری گوري

چي یې لاره کي پیدا وږی زمری سو

له حملې سره ملگری یې غړومبی سو

تر شا خلک دلته وېره د زمري سوه

له امیده یې د زړه خونه خالي سوه

یوې جگي گڼي وني ته سو پورته

ښاخ پر ښاخ پورته کېدى د هسک و لورته

پاس د وني په ښاخونو کي یو مار وو

مار لا څه چي د پېړیو اژدهار وو

د قاتل لوري ته دوې سترگي نیولي

خلاصه خوله کي دوه غاښونه ځلېدلي

له ناکامه یې ځان سیند ته ور ایله کړ

د اوبو وږي نهنگ یوه گوله کړ

چي سزا یې په قسمت وه رسېدلې

له ازل څخه یې لار نه وه میندلې

پاس د مځکي پر سر پورته عدالت دئ

بې سرحده یې قدرت او سلطنت دئ

نه لحاظ کړي د قاضیانو کوټوالانو

نه مخ گوري د نړۍ د پاچاهانو

چا چي کړي پر مظلوم باندي ظلمونه

یوه ورځ ورسره کېږي حسابونه

چي پر ټولو پاچهي کوي یو خدای دئ

د وروستي عدالت کور د هغه ځای دئ

"د مثقال د ښو جزا ورکول کېږي

د مثقال بدۍ سزا ورته رسېږي" ( آیه)

عبدالباري جهاني

د جون د میاشتي نولسمه ۲۰۱۳ ویرجینیا

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.