هوښيارانو دي راوړي دا نكلونه

پرې اوښتي دي وختونه او قرنونه

اوسېدله دوه ماران يوه ځنگله كي

خداى وركړي عجايب وه صورتونه

د يوه يې سل لكۍ وې يو يې سر وو

د ها بل يوه لكۍ وه سل سرونه

د يو سري مار خوراك يوه مړۍ وه

له ښكارونو به يې اخيستل خوندونه

يو يې خوب يو يې خوراك يو يې آرام وو

په نصيب يې وې ښادۍ او نعمتونه

سړې شپې يې تېرولې په خپل غار كي

تر غوړ لمر لاندي يې تل كول مزلونه

ځناور يې له لكيو بېرېدله

له هيبته به يې تښتېدل پوځونه

د سل سره اژدها په كور كي غم وو

خداى وركړي وه سل سره سل خيالونه

 

څوك به ويښ څوك به بيده څوك نا آرام وو

چا په نيمه شپه كي غوښتله ښكارونه

چي به ښكار د كوم يو سر خولې ته نژدې سو

نورو ټولو به وهل ورته ټوپونه

كله كله به ښكار پاته تر مابين سو

دوى به يو پر بل كوله گوزارونه

په يو تن كي سل سرونه سل غليمه

يو په بل يې ښخول تېره غاښونه

نه سل سرى اژدها په گېډه موړ سو

نه يې ورك سول په سرونو كي زخمونه

نه يې وليده كراره ورځ په ژوند كي

نه يې وكړل د آرامي شپي خوبونه

يوه ورځ د لوى ځنگله په يوه كونج كي

راښكاره سوې سرې لمبې ياغي اورونه

 

وچ لانده بوټي يې ټوله سوځوله

له لمبو يې تر آسمانه تلل دودونه

هري خوا ته يې سكروټي غورځولي

ور پسې وه د خزان وحشي بادونه

ځناورو هري خوا ته كړلې منډي

خلاصول يې خپل ځانونه اولادونه

سل لكۍ په ځان پسې كړلې يو سري

په يوه تاخته يې پى كړله مزلونه

د سل سري اژدها پر كور ناورين سو

هر يو سر يې هره خوا وهل زورونه

نه يوه له بله ځان سو خلاصولاى

نه يوې خوا ته رهي سول ټول سرونه

په ځنگله كي سو دا يو سل سرى پاته

تور نصيب يې كړل په برخه دوږخونه.

 

عبدالباري جهاني

ويرجينيا

1994/2/3

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.