یو عرب وو په صحرا کي را روان وو

سره غرمه وه لار اوږده بټي بیابان وو

دوه جواله یې پر اوښ وه را بارکړي

پر دې لاره به یې سل ځلی وه وړي

لا پخپله هم د بار په منځ کي سپور وو

ښکارېدی چی بار یې دروند وو پر اوښ زور وو

بل ملګری هم په لار کي ورپیدا سو

په خبرو په کیسو ورته ګویا سو

په یو ترڅ کي یې ترې وکړله پوښتنه

چي پر اوښ دي څه بار کړي دي څښتنه

عرب وویل غنم کلي ته وړمه

او دا بل جوال د رېګو چلومه

نو د دواړو خواوو تول به برابر وي

هسي نه چي یې یوې خواته لنګر وي

سړي وویل زما ومنه که ښه کړې

بار به سپک سي او هوسا سفر به وکړې

ځان بېغمه کړه د رېګ له زحمتونو

غنم ووېشه پر دواړو جوالونو

پر خپل اوښ به دې بار سپک سي ښه به ځغلي

بېله ځنډه به دې یوسي تر خپل کلي

 

د عرب خبره زړه ته سوله تېره

د ملګري یې سلا خوښه سوه ډېره

خو حیران سو چي سړی دومره هوښیار دی

نو پیاده څنګه روان پر دغه لار دی

ډېر یې زړه سو چي له ځان سره یې سپور کړي

او په کلي کي مېلمه یې پر خپل کور کړي

له سړي څخه یې پیل کړلې پوښتني

د کسبونو جایدادونو ګروېږني

چي ته څوک یې ته پر کوم لوري روان یې

چي ملګری د سفر مي د بیابان یې

ته چي دومره یې هوښیار نو به وزیر یې 

سلا کار به د پاچا او د امیر یې

سړي وویل کالیو ته مي ګوره 

نه وزیر نه سلاکار یمه زما وروره

څو اوښان لرې څو غواوي څو پسونه

څو دوکانه څه رختونه څه مالونه

سړي وویل نه غواوي نه اوښان سته

نه درک مي د مالونو نه دوکان سته

څه پیسې لرې څه زر څه مرغلري

که نه څنګه دي زده کړې دا خبري

او که نه وي نو حتما به کیمیاګر یې

زر له مسو څخه باسې جادو ګر یې

 

سړي وویل قسم دی چي مسکین یم

دا خپل عقل مي دښمن دی تل غمګین یم

نه مي علم نه هنر په درد لګېږي

نه د عقل پوهي ګټه را رسېږي

سر مي لوڅ دی پښې مي لوڅي په تن خوار یم

چي هر څوک مي کړي مېلمه ورته تیار یم

عرب وویل له مخه مي سه لیري

چي خبري دي ترخې لګېږي ډېري

هسي نه چي شوم اثر دي پر ما پرېوزي

ستا شامت به مي په پاکو وینو کښېوزي

بلا توره دي پسې ستا په هنر سي

عزراییل دي ستا پر عقل برابر سي

بخت دي تور عقل کوټه دی خدای لیدلی

په دښتونو کي چي ګرځې وږی پلی

ته چي هري خواته ځې ځه پر هغه ځه

زما پر لاره برابر راسره مه ځه

په یوه جوال کي رېګ بل کي غنم وي

هغه ښه دي نه چي ستا پر عقل سم وي

ستا تر پوهي مي خپل نیم عقل په کار دی

نس مي موړ دی تن مي پټ دی اوښ مي بار دی

څه په کار دي حکمتونه او عقلونه

چي نه زر لرې نه مال وي نه آسونه.

عبدالباري جهاني: د مولوي له مثنوي څخه 

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.