کتابونو کي راغلې دا کيسه ده

هم له پنده څخه ډکه هم ترخه ده

ډېر پخوا په ولايت کي د تاتارو

چي رمې به گرځېدلې د مالدارو

لوى خانان او مالداران يې پاچاهان وه

هم د زور او هم د زرو څښتنان وه

هر پاچا يې دنيادار لکه قارون وو

د ده حکم، که خبره وه قانون وو

پاچاهان د يوه بل سيمو ته غله وه

هره پوله به نن وه، سبا به نه وه

همېشه به وه روان پکښي جنگونه

سردارانو يو د بل وهل سرونه

پکښي ډلي د لوټمارو گرځېدلې

قافلې پر لويو لارو لوټېدلې

نن به هرڅه چا لرل سبا به خوار وو

نن گدا وو خو سبا به دنيا دار وو

په دې منځ کي شېردل نومي داړه مار وو

په ياغيانو کي منلى وو سردار وو 

قافلې د سوداگرو يې لوټلې

خزانې د سردارانو يې وهلې

په هر قتل هر آفت کي به دى ياد وو

په زړه سخت په خوى ظالم لکه شداد وو

دلته هلته له خانانو سره جوړ وو

چاته غل چاته عسکر وو په نس موړ وو

چي په تېښته کي چالاک لکه ماهى وو

د لړم په څېر يې وار لکه مرگى وو

يوه ورځ وو د سرکار دام ته لوېدلى

د قاضي مخ ته ولاړ وو لاس تړلى

قاضي وکړه فيصله چي دى په دار سي

چي عبرت د لوى او کم، خان او نادار سي

چي شېردل يې کړ د دار تمبې ته پورته

مخ يې واړاوه يو ځل د قاضي لور ته

ويل زه يوه مورکۍ لرم پاتيږي

زما په غم کي تر قيامته به ژړيږي

يو ديدن يې دئ وروستى ارمان راپاته

چي زه وگورمه مورته او دا ماته

هم به مور هم به عالم درنه راضي وي

خداى به خوښ هم له سر کار هم له قاضي وي

چي حاضره يې شېردل ته بوډۍ مور کړه

ده آغازه دا وينا په جوش او شور کړه

 

ويل موري ستا تر ژبي دي قربان سم

ستا تر ناز دي صدقه بلا گردان سم

په پسته ژبه دي تل يم نازولى

په للو دي هره شپه يم زنگولى

زه دي يو ځلي پر ژبه مچومه

رخصتېږم تا پر خداى باندي سپارمه

چي يې مور شېردل ته ژبه ورنژدې کړه

هغه غوټه په غاښو ورڅخه پرې کړه

په حيرت وکړه قاضي ترېنه پوښتنه

چي دا ولي اې د ستر خالق دښمنه

ويل دغي ژبي زه يم غولولى

همدې ژبي يم تر داره رسولى

چي لومړۍ ورځ مي هگۍ ورته راغلا کړه

په خندا يې مچولم غېږ يې راکړه

هره ورځ به يې و غلا ته هڅولم

چي مي هر څه غلا کول دې نازولم

له مکتبه له مُلا يې ستنولم

له سپاهيانو يې ساتلم پټولم

زه قاتل سوم زه د غلو سپه سالار سوم

لعنتي د بنده گانو او بادار سوم

که لومړۍ ورځ يې پر غلا واى زه ترټلى

په پسته ژبه يې نه واى نازولى

 

نن به زه هم يا مُلا يا به کوټوال واى

د همزولو له ټولۍ سره به سيال واى

ما به ولي بې گناه خلک وژلاى

ما به ولي کاروانونه لوټولاى

زه به ولي نن د دار سر ته ختلاى

زما په مرگ به خلک ولي خوښېدلاى.

 

عبدالباري جهاني

٣ جولاى ٢٠١١

ويرجينيا

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.