یو سړی په اصفهان کي دوکاندار وو

له کلونو پوروړی د سرکار وو

 

په دوکان یې عیال نه سو مړولای

د سرکار له پوره نه سو خلاصېدلای

 

چي په کال کي یې هر څه پیسې گټلې

د حاکم تر خزانې پوري به تللې

 

هره ورځ په دروازه کي اردلیان وه

مېلمانه د دوکاندار پر دسترخوان وه

 

زوی او لور به یې نهر ورته پراته وه

په ډوډۍ به یې د غم عسکر ماړه وه

 

که هر څو یې پښې تڼاکي په ځغستا کړې

که مېرمني یې شپې ستړي په دُعا کړې

 

نه ادا سول د سرکار ظالم پورونه

نه یې وکړل د آرامي شپې خوبونه

 

یوه ورځ له ناچارۍ ولاړى حاکم ته

چي حساب د نادارۍ ورکړي ظالم ته

 

و حاکم ته سو ور وړاندي په عرضونو

ور ښکاره یې کړې تڼاکي د لاسونو

 

ویل بار د ژوندانه مي کړه ملا ماته

را ته ووایه عرضونه وکړم چا ته

 

اولادونه مي له لوږي قتل کېږي

ستا له پوره به مي کور کله خلاصېږي

 

حاکم وویل بهتره ځای شېراز دئ

ډېر شتمن دئ تل سمسوره او ښېراز دئ

 

کډه وکړه هغه ښار ته چي آباد سې

له نېستۍ به سې فارغ په زړه به ښاد سې

 

نور به نه اورې ژړا د ماشومانو

هره ورځ به نه وي غم د اردلیانو

 

سړي وویل وراره دي حکمران دئ

ستا په څېر مي هغه هم بلا د ځان دئ

 

چي سپارې مي د هغه ظالم دُرې ته

له بارانه دي ولاړ کړمه ناوې ته

 

حاکم وویل ته کډه سه کاشان ته

په دعا لاسونه پورته کړه اسمان ته

 

گوندي وي چي ټول کارونه دي پر لار سي

پر طالع دي برابر هغه لوی ښار سي

 

سړي وویل د کاکا زوی دي حاکم دئ

تر وراره دي لا په سل چنده ظالم دئ

 

په کاشان کي به مي څه ښه په نصیب سي

زه وېرېږم خپل قسمت به مي رقیب سي

 

په لوی لاس ځان د بلا مخي ته سپر کړم

خپل اولاد وږي زمري ته په خوله ورکړم

 

حاکم وویل عرضونه پر سلطان کړه

ورته څیري تر لمني دي گرېوان کړه

 

ورته ژاړه چي له حاله دي خبر سي

گوندي وي چي یوه ورځ دي ژوند بهتر سي

 

د هغه په فیصله دي کار سمېږي

ټول دردونه یې په حکم دوا کېږي

 

سړي وویل ستا ورور صدراعظم دئ

له هغه خو مي زړگی قلم قلم دئ

 

د لېوه له خولې به ولاړ سمه قصاب ته

په لوی لاس به مي ځان وسپارم عذاب ته

 

له دې غمه همېشه یمه پرېشانه

چي دا عرض به مي څوک یوسي تر سلطانه

 

د حاکم سترگي له قهره څخه سرې سوې

سرې لا څه ته وا د وینو فوارې سوې

 

ویل ورک سه زما له مخي له درباره!

چي را نه سې پر دې سیمه پر دې لاره

 

جهنم ته ځه چي ځاي دي سي اورونه

تا ته ښایی په دوږخ کي عذابونه

 

سره لمبه چي درته هر کلی او ښار دئ

ستا نصیب ته هغه سور دوږخ په کار دئ

 

سړي وویل حاکمه ستا قربان سم

ستا د عدل او انصاف بلا گردان سم

 

زه به څرنگه دوږخ ته ور روان سم

له ظالم څخه به څنگه په امان سم

 

موده مخکي چي دي مړ سپین ږیری پلار دئ

زه پوهېږم په دوږخ کي صوبه دار دئ

 

ورسره به وي ټولۍ د شیطانانو

ککرۍ به ماتوي د مظلومانو

 

گواکي موږ به تل له غم سره اوسېږو

په دوږخ کي هم له تاسي نه خلاصېږو.

 

د ۲۰۱۳ کال د آگسټ اتمه

ویرجینیا

منبع: د جهاني د فيسبوک پاڼه
ليکونکی: عبدالباري جهاني


 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.