source of image: https://www.pngkey.com/png/detail/13-135141_graphic-library-library-bald-clipart-bald-baby-baby.png

 

 کله چي زه کوچنی هلک وم
د خپلي مور د زړه مَلَــک وم
د دې په غيږ کي به آرام وم
دا که به نه وه، ناآرام وم
چي رابدلې به يې جامې کړې
ما سمدلاسه به لندې کړې
کله چي لوی سوم نو هوښیار سوم
په عقل پوخ ښه سم عيار سوم
باسم زحمت باسم زيارونه
زده مي کړل ښکلي سم کارونه
مينځم پخپله خپل لاسونه
برس باندي مينځم خپل غاښونه
تړم تڼۍ زه د بوټونو
غوټي د خپل کميس کوټونو
وار اوس نو ستا دی راکړه رايه
څنګه ماشوم وې راته وايه
کله چي طفل ټنډکی وم
د خپل بابا د زړه غټی وم
خوښ مي جوشک د غاړي هار ؤ
که به دی نه ؤ نو آزار ؤ
ژړا مي ښه کوله په زوره
ښه ډيره زياته او لا نوره
کله چي لوی سوم نو آرام سوم
زه بې ازار په ورځ ماښام سوم
باسم زحمت باسم زيارونه
زده مي کړل ښکلي زيات کارونه
حيران به سي که ته خبر سې
پوه که ته زما په لوی صبر سې
ساتم زه ځان تل له جنګونو
له لوړ آواز له جنجالونو
وار اوس نو ستا دی راکړه رايه
څنګه ماشومه وې ژر وايه
کله چي زه کوچنۍ انجلۍ وم
خوږه ښايسته لکه ژلۍ وم
ګاګا مي ټوله ورځ بيان ؤ
يا به خندا يا به ګريان ؤ
اوس چي زه ستره سوم نو ګوره
څومره هوښياره سوم زما وروره
هوښيار هوښيار زما تپوسونه
ليک لوست کوم وايم درسونه
خپلۍ نانځکي ته ګنډمه
جامې يې تل ور کَتَومه
بل په ادب کوم خبري
ښکلي ښايستې لکه عنبري
وار اوس نو ستا دی راته وايه
څنګه ماشومه وې ژر وايه
کله چي زه کوچنۍ زړګۍ وم
کټۍ کټۍ نانۍ هګۍ وم
پر سر مي درې ورېښتان لرله
اونګا اونګا مي تل کوله
خو ګوره اوس چي لويه سوَّمه
په ډيرو شيانو پويه سوَّمه
تل احترام د ټولو کړَّمه
د مور په خوله هميشه کړَّمه
چکر د پلار پر اوږو خورمه
درې يې ورېښتان د سر شمېرمه

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د اپريل ۲۳مه نېټه، بون
د دغه نظم الهام مي د ماشومانو له پاره د آلماني سندرغاړي رولف څوکوفسکي له سندري (Als ich ein Baby war) اخيستی.

 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.