د دغه نکل متن تر ويډيو او آوډيو لاندي لوستلای سئ

 له ډنمارکي منابعو څخه
ژباړه: عبدالملک پرهېز


یو وخت په یوه کلي کې یو بزګر اوسېده نوموړي له یو بوډا شتمن سړي څخه زیاتې پیسې په پور اخیستې وې. شتمن بوډا یو وخت د خپلو پيسو د بيرته تر لاسه کولو غوښتنه وکړه.

دغه بزګر یوه ښکلې ځوانه لور لرله چې شتمن سړي په زړه کې له هغې د واده هیله لرله. کله چې شتمن سړی په دې خبره پوه شو چې بې وزلی بزګر د پيسو د بیرته ورکولو وس او توان نه لري، نو بزګر ته يې د یو جوړجاړي وړاندیز وکړ. هغه بزګر ته وویل چې که ستا له لور سره زما واده وشي نو زه خپل ټول پورونه تاته دربښم.

د بزګر لور د دغه وړاندیز په آوريدو ډيره وارخطا او پریشانه شوه. خو چالاکه شتمن بوډا د دې دپاره چې وښيي دا وړاندیز يې د پيرزوینې له مخې کړی نو وویل؛ ... راځئ یو کار کوو، زه یو سپین او یو تور کاڼی په یوه تشه خلطه کې اچوم، او د انجلۍ سترګې تړم څو انجلۍ په پټو سترګو له خلطې څخه یو کاڼې راوباسي. که انجلۍ تور کاڼی را و ایست نو له ما سره به واده کوي او که سپین کاڼی يې و ایست نو لازم نه ده له ما سره واده وکړي او زه خپل ټول پورونه ور بښم. خو که هغه دا کار ونه کړي نو پلار يې باید بندي شي. دغه خبرې اترې د بزګر د کور مخې ته تر سره شوې چې په دغه ځای کې زیات کوچني کاڼي پراته ول. په دې وخت کې بوډا ټيټ شو او دوه کاڼي يې را پورته کړل انجلۍ چې بوډا ته ځیره وه ولیدل چې بوډا دوه تور کاڼي له ځمکې را پورته کړل او په خلطه کې يې واچول. خو انجلی غږ ونه کړ اوچوپه خوله پاتې شوه.

لږ وروسته بوډا پر انجلۍ غږ وکړ څو له خلطې څخه یو کاڼی را وباسي.

انجلۍ خپل لاس په خلطه کې دننه کړ او یو کاڼی يې له خلطې څخه را وایست او په زیاتې چټکۍ او چالاکۍ سره يې بې له دې چې د چا ورته پام شي او څوک يې وویني کاڼی پر ځمکه و غورځوه او داسې يې وښودله چې ګنې کاڼی يې له لاسه پر ځمکه ولوید. د کاڼو په منځ کې د هغه کاڼي پیداکول ډېر ستونزمن او بيخي ناممکن کار ؤ. په دې وخت کې انجلۍ وویل اوه زما په لاسونو او پښو کې هيڅ ساه نشته! خو مهمه نه ده که هغه کاڼی چې په خلطه کې پاتی دی را وباسو نو څرګنده به شي چې زما د لاس د کاڼي رنګ څرنګه ؤ؟ ! بوډا په خپل چل کې راګير شو او بې له دې چې څه ووايې پر دغه نتیجه قناعت وکړ ځکه بله چاره يې نه لرله خو انجلۍ داسې وښودله چې ګنې د کاڼی له لیدو څخه حیرانه شوې ده.

منبع: سپرغۍ وېبپاڼه، http://bit.ly/2sllPw6

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.