ژباړه : اتل ترين - لندن

 یوه ورځ کشپ سوی ته وویل:

– سویه، راځه چي مسابقه وکړو او وګورو چي څوک تېز دئ.

سوی وخندل او وې ویل:

– عجیبه خبره ده! هر هغه څوک چي عقل لري، هغه په دې پوهیږي چي په ټوله دنیا کي ته کرارترین حیوان یې.

کشپ وویل:

– هیڅ خبره نه ده. هر ځای چي ته غواړې مسابقه وکړو زه به ئې وګټم.

سوی وویل:

– ښه دئ خو زه به اوس لا درته ووایم چي تا مسابقه بایللې ده که څه هم موږ تر اوسه شروع کړې لا نه ده.

هغوي تصمیم ونیوی چي د مسابقې ځای وټاکي.

سوی وویل:

– دا زما لپاره تر ټولو ښه ځای دي، ځکه زه خپلي ټولي مسابقې دلته ګټم.

کشپ وویل:

– ته بیخي ډيري خبري کوې. راځه چي مسابقه شروع کړو.

کله چي کشپ ځغاسته شروع کړه، نو وخت ئې بې ځایه تېر نه کړی. سوی له ځانه سره وویل:

– زما حریف ډېر کرار دئ. زه به یو څه وخت هغه ته ورکړم او لږ خوب به وکړم. لږ وخت وروسته سوی راویښ سو. هغه کشپ نه لیدی. فکر یې وکړ: چي زه باید خپله ځغاسته شروع کړم. خو ډېر ناوخته وو، ځکه کشپ مسابقه خلاصېدو ته نژدې کړې وه. د سوی تیزو پښو او غټو،غټو ګامونو له هغې سره هیڅ مرسته نه سوای کولای ځکه کشپ تر سوی دمخه ورسېدی او مسابقه ئې وګټله.

د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي موږ باید وخت بې ځایه تېر نه کړو او خپل کار په سمه او دوامداره توګه ترسره کړو.

 (د یونان د هیواده څخه)

 منبع: http://larawbar.net/33173.html
 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.