ژباړه : اتل ترين - لندن

یو وخت یو وزګړي غوښتل چي د تجارت له پاره یو ځای ولاړ سي. په یو جوال کي ئې یو څه شیان واچول او پر خپل اوږه ئې وځړاوه، یو د شاتو ډک منګی ئې پر خپل سر کښېښود او له کوره ووت. د وزګړي له کوره څخه تر هغه بل ښاره پوري ډېره اوږده لار وه. وزګړي شپه او ورځ لار وهل چي یوه شپه هوا خرابه سوه. تالنده ئې واورېده، برېښنا ئې ولیده او ډېر باران پر وسو. وزګړی د باران په باره کي فکر ونه سو. کله چي ډېر لوند، ستړی، او رېزش سو، نو په دې پوه سو چي مجبوره دئ چي یو ځای پیدا کړي تر څو د هوا تر سمېدو پوري د باران څخه پکښي پټ سي او استراحت پکښي وکړي. اول ئې هیڅ شی نسوای لیدلای مګر چي یو څه نور ئې وکتل نو یوه چپه سوې ونه ئې لیده. وني په هغه ځای کي غټ غار جوړ کړی وو چي دا مخکي پکښي ولاړه وه. وزګړي بې له فکره څخه وزګړی په هغه غار کي ننوت. خو کله چي ئې ولیدل چي یو څوک له مخکي په غار کي موجود دي نو پښېمانه سو. یو چغال، یو پړانګ او یو زمری هم په غار کي بیده وه.

چغال چي ویښ سو او چي وزګړی ئې ولیدی نو وې ویل:

– ته په دا خرابه هوا کي یوازي چيري ځې؟

وزګړی وویل:

– زه په کار پسي ځم.

پړانګ پوښتنه ورڅخه وکړه:

– په هغه منګي کي څه شي دي؟

وزګړی وویل:

– په منګي کي دوا ده ځکه چي ناروغه نه سم.

زمري چي دا خبره واورېده نو وې ویل:

– دغه دوا د کومي ناجوړۍ دوا ده؟

وزکړي وویل:

– دا د هر درد او هري ناجوړۍ دوا ده.

زمري وویل:

– دا دوا زما په کار ده. زما ملا درد کوي. ستا لږ دوا ما ته راکړه.

وزګړی وویل:

– زه به یې په ډېره خوشحالۍ تا ته درکړم خو زما یو شی په کار دئ چي په دوا ئې ولړم ځکه چي هغه یوازي نه خوړل کیږي.

زمري وویل:

– څه شي به ښه وي؟

وزګړی وویل:

– د چغال پوستکی.

زمري وویل:

– چغاله! خپل لږ پوستکی وزګړي ته ورکړه.

چغال مجبوره سو چي د خپلي لکۍ څخه لږ پوستکی وزګړي ته ورکړي. وزګړي پوستکي په شاتو کي وواهه او د زمري په خوله کي یې ورکړ.

زمري وویل:

– دا ښه دوا ده! ځکه زه اوس لا لږ د ښه والي احساس کوم. لږ نوره ما ته راکړه.

وزګړی وویل:

– زما لږ نوکي نور پوستکي په کار دي.

چغال مجبوره وو چي نوکي نور پوستکی وزګړي ته ورکړي. وزګړي پوستکی په شاتو کي ننه ایستي او زمري ته ئې ورکړ. زمري وخوړی او وې ویل:

– دا رښتیا ډېره ښه دوا ده! ما ته لږ نور د راتلونکو ناجوړیو لپاره راکړه.

وزګړی وویل:

– ښه دئ خو زما لږ نور پوستکی په کار دئ، خو دا واري مي لږ غټ.

زمري وویل:

– وادي ورېدل چغاله؟ لږ نور پوستکي وزګړی ته ورکړه او یوه غټه ټوټه، که نه زه به تا ژوندی وخورم او بیا به ستا هیڅ پوستکی په کار نه وي!

چغال پوه سو چي هغه په خطر کي دئ او که دغه کیسه پسي اوږده سي نو د ده پوستکی به خلاص سي او هغه نه غوښتل چي داسي وسي. هغه ولاړ سو او وتښتېدی. زمري ته درد ورغلی او نارې یې کړې:

– زه به ستا سره جوړ سم! چي مازي تا ونیسم بیا به پښېمانه سې!

له دې سره هغه په چغال پسي ولاړي. وزګړی د پړانګ سره یوازي پاته سو. وزګړي وویل:

– پړانګه! ته باید خوشحاله سې.

پړانګ وویل:

– ولي؟ دا خبره څه معنیا لري؟

وزګړی وویل:

– ما زمري ته وویل چي د چغال پوستکی ښه دئ خو چي رښتیا سي نو داسي نه ده. په اصل کي د پړانګ پوستکی تر هغه ډېر ښه دئ. د زمري درد به ډېر ښه دوا کړي. پړانګ چي دا خبره واورېده، سملاسي ولاړ سو او وتښتېدی، او وزګړي په خپله هوښیاري خپل ژوند وژغوری. کله چي هوا سمه سوه، وزګړی جوال په شا کړي، منګی ئې پر سر واخیستی او بیا ئې په تګ پیل وکړ.

د دې نکل درس دا دئ چي هوښیاري د هر چا سره د ستونزو په هوارولو کي مرسته کوي.

 (د عربي سرچینې څخه)

 منبع: http://larawbar.net/32932.html

 

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع او د بشپړ لينک زیاتول حتمي دي.

**************************************************
غوره ټېګونه:


**************************************************

هيله: لطفا زموږ سره مرسته وکړئ او راته د ماشومانو لپاره خپل نکلونه او اشعار راولېږئ. که غواړئ زموږ سره تماس ونيسئ نو پر دغه جمله کليک وکړئ.